زروبی او مناره

Munara
په ټيکر جنګ دی،
سيلۍ ورېږي،
او ونې پاڼې رژوينه
د پښتو دا پخوانۍ سندره د مردان د “ټکر” کلي لپاره نه ده وئيل شوې. ټيکر د صوابۍ هغه سيمه وه چې اوس ورته زروبۍ وايي او يو وخت ” مناره يا موناره” و.
د اباسين په شمالي غاړه درې غونډۍ يا ډېرۍ “اتخان”، “ولو” او “زرو ډېرۍ” نوميدې. په ټيکر کې خلکو زمکې کرلې خو دا سيمه ترحملو لاندې وه نو ځکه په دريو غونډيو به څاروونکي د خپلو غشو ليندو سره تيار ناست وو. څلورم خوا ته يې مناره ( د څار بورجل) جوړه کړې وه او يو کس به هلته هم ناست و. کله چې د يوې خوا نه څارونکي لښکر وليدو نو بل خوا ته اشاره (سګنل) وکړه. بيا به جنګي ډله په اسونو د ټيکر دفاع ته روانه شوه. د یوسفزو او دلازک قامونو تر منځ جنګونو زکر په ځينو تاريخي کتابونو کې شوی دی.
ابو ریحان البیرونی خپل نامتو “کتاب الهند” کې د مناره ذکر کړی دی. مولانا ابراهیم فانی، چه د فاضل دیو بند مولانا عبد الحلیم زوی دی، خپل کتاب ګندهارا کی مناره ياده کړې ده.
د شیخ ملی دفتر نه ښکاري چې زمونږ مشرانو ته کله چې د مناره سيمه ور په برخه شوه نو د دوی شميره زياته وه.
نو هغه وخت د منارې خلکو ته “ترپکی” او “پجمن” کې هم زمکه ورکړی شوه.
د منارې خلکو په هر اوړي کې سيلابونو ته غاړه ورکوله. دوی به په تکليف وو خو دا به يې وزغملو. په جون ۱۸۴۱ م که چه کوم سیلاب راغلو نو دا ټول کلې يې تس نس کړو. د کلي سره جوخته د زروبۍ غونډۍ وه چې هلته د يو کس سکندر خان زامنو بیا يو کلې جوړ او اباد کړو. سکندر خان له باجوړه ورغلې و او هم هغه وه چې نوی کلې د منارې پر ځای د زروبۍ په نوم وپيژندل شو.
دغه کلې په ۱۸۷۲ م کې هم په دې شکل و او د پيښور تاريخ ليکوال ګوپال داس ليکي چې په زروبۍ کې: ۶۱۶ د خاوری کورونه، ۸ دکانونه، ۲۴۰۰ خلک اوسېږي، چې مسلمانان او هندوان دوړاه پکې شامل دي. له هغه راهيسې دا کلې بيا نه دی وران شوې.
د زروبی نوم تشريح داسې دی چې دلته د اباسین په شګو کې کيري ګر د سرو زرو په لټون د لويو غلبيلونو سره په کار اخته وو او د زرو اوبه يا زروبۍ نوم به ورته اخيستو. خو ممکن د افغانستان “سروبی” سره هم تړاو لري. د وخت په تيرېدو سروبي په زروبي واوختو. خو دا هر څه نورې څېړنې غواړي.

سرچينې:
۱. تاريخ پشاور- منشي ګوپال داس- ۱۸۶۹ م نه تر ۱۸۷۴ م.۲۴۸ او ۲۴۹ مخونه
۳. د زروبۍ د محمد فاضل او توحيد خان معلومات
د خپريدو نيټه
۲۰ دسمبر ۲۰۱۵ م

2 Comments

Add a Comment
  1. زرین زاده ایسپزی

    دا تاریخ نه دی مفروضی دي. د سکندر افغان دا افسانه د روشن خان کاکا تخلیق دی حالنکی یو سل اتیا کاله وړاندی دومره زړه خبره نه ده. بیا هم دغه دروغ تکراریږي. دلته د ایسپزیو ګڼ خیلونه ژوند کوي لکه محند خیل، خدوخیل، بایي خیل شعري خیل وغیره وغیره نو دا څرنګه د یو سړي اولاد دی چی یو سل ایتا کاله کی یې نسل تر ځلویښت زره ورسید

    1. د یوسفزو تاریخ له افسانو ډک دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.