د پښتو لومړی محقق

Bernhard Dorn
د نولسمې ميلادي پېړۍ په نيمايي کې د ختيځ جرمني يو استاد، د اروپايانو لپاره د پښتو زدکړې يو سيسټم جوړ کړو. د ده نوم برن هارډ ډورن و او د پښتو ژبې په اړه هغه رساله خپره کړه چې سينټ پيټرزبرګ پوهنتون کې د يو درسي کتاب په توګه لوستل کيده.
د ده پورا نوم يوهانس البرخټ برنهارډ ډورن و، کله کله د بوريس انډريويچ په نوم هم ياد شوی دی. ډورن په ۲۹ اپريل ۱۸۰۵ م کې د جرمني په شيرفيلډ سيکسکوبرګ کې زيږېد لي و. د ده د ختيځ د ژبو سره ډېره علاقه وه او د عبراني، عربي او فارسي سره سره يې ترکي، پښتو سانسکرت او د ايتهوپيا ژبه هم زده کړې وه. په ۱۸۲۵ م کې هغه د جرمني د ليپزيګ پوهنتون نه په دينيات او فلسفې کې ډاکټريټ وکړو او هم هلته د ختيځو ژبو ليکچرر وټاکل شو. د خپل استعداد له کبله دوه کاله وروسته د خارکوف پوهنتون د ختيځو ژبو د څانګې مشر شو.
د ۱۸۲۹ م نه تر ۱۸۳۵ م هغه په خارکوف پوهنتون کې و او وروسته روس ته لاړ او هلته د خارجه چارو ورازت په انستيتيوټ کې د ختيځو ملکونو د تاريخ او د جغرافيې د پوهې سره سره په سينټ پيټرزبرګ پوهنتون کې د سانسکرت او د پښتو درسونه ورکول.
ډورن نه يواځې استاد بلکه د ختيځ د ملکونو نايابه توکو راټولونکې هم و او د روس د ميوزيمونو لپاره يې ډېر توکي جمع کړل. په دی کې لاس ليکل شوي پاڼې سکې، او نور زينتي توکي شامل وو. د فارسي ، پښتو او د کردي ژبو په لاس ليکل شوي پخوانۍ پاڼې د ده تر څارنې لاندې راټولې او مطالعه شوې. په ۱۸۴۲ م کې ډورن د ايشياټيک ميوزيم او ۱۸۵۵ م کې د ايتنوګرافي د ميوزيم مشر شو.
ډورن د پښتو ژبې په اړه ډېرې مقالې وليکلې. د قبايلو د ژوند، تاريخ او د دوی د ژبې په اړه يې ليکنې وکړې. دی چری هم افغانستان ته نه و تللې خو د افغانستان د مطالعې لپاره يې يو ساينسي بنسټ طريقه جوړه کړه او به تيره بيا د پښتو ژبې د مطالعې او وضاحت لپاره يې لومړۍ سيسټم جوړ کړو. د ۱۸۵۵ نه تر ۵۷ م پورې هغه د پښتو د زکړو کورسونه جوړکړل.
ډورن په ځانګړي توګه د پښتنو په ژوند ژواک ليکنې او د نعمت الله هيروې په مخزن افغان څيړنې وکړې. ده هغه وخت د پښتنو د ۲۵۴ قبيلو په باره کې معلومات او د درانې، غلجي او لوديانو په اړه يې ليکنې وکړې. که څه هم د ده ځينې مفکورې وروسته غلطې راوختلې خو په دې کې شک نشته چې د پښتو او د پښتنو په اړه هغه وخت د ډورن نه زيات کار چا نه دی کړی. ډ پښتو لومړی اينتالوجي هم ده وليکله چې په اروپا کې دا د يو درسي کتاب په توګه لوستل کيدو. برن هارډ ډورن په ۱۹ می ۱۸۸۱ م کې په سينټ پيټرزبرګ کې ومړ.
سرچينې
۱. د پښتو يا افغان ژبې کريسټوميتي-ډاکټر برنارډ ډورن، د سينټ پيټرزبورګ د علومو شاهي اکاډمي غړې.۱۸۴۷ م چاپ
۲. ويکيپيډيا

د خپريدو نيټه
۳۰ نومبر ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.