د کلکان حبيب الله

Habibullah Kalakani
حبيب الله د جنوري ۱۹۲۹ م نه تر اکتوبر پورې د افغانستان امير و. د امان الله خان د پلار امير حبيب الله خان نه توپير لپاره د کلکاني ( د کابل په شمال کې کلکان کلی) په لقب يادېږي. حبيب الله په ۱۹ جنوري ۱۸۹۱ م کې د يو مشکي (سقاو) امين الله په کور کې زيږېدلي و. زيات خلک يی تاجيک ګڼي خو په ټبر کې يې پښتو هم ويل کيده. هيڅوک د ده د ماشومتوب نه خبر نه دي او داسې ښايي چې د خوارۍ له لاسه يو وخت پېښور ته تللی و.
په ۱۹۲۰ م کې د پېښور يو زرګر هټۍ نه د اوسپنې سيف (لاکر) چا يوړ. د پوليسو شک په يو کس حبيب الله و چې د کابل نه ورغلی او قوي غړي يې لرل ځکه دومره دروند المارۍ بل چا نشوه وړلې. په پېښور کې به حبيب الله معمولي کارونه کول لکه سماوار يې ايښي او چای يې خرڅولې. بيا دی “پارا چنار” ته لاړو، هلته کې د غلا کولو پر وخت ونيول شو او ۱۱ مياشتې يې د انګريز په بند کې تيرې کړې. د خوشې کېدو نه وروسته د خوست د لارې بېرته خپل کلي ته ورغلو. په لاره يو درويش ورته وويل چې دی به د افغانستان باچا شي او تعويذ يې هم ورکړی و.
تر ۱۹۲۴ حبيب الله د ځان په شان بې وزلو او باغي ځوانانو سره د کلکان شاوخوا غلا او شوکې کولې. کله چې امان الله په ۱۹۲۸ م کې د اروپا نه بېرته راغلو نو په افغانستان کې د ترکي په شان د ټولنې په اصلاح يې لاس پورې کړ، چې د ټولو لپاره د منلو وړ نه و. د جينکو زدکړې، په ولور بنديز او د سړو لپاره د يو واده قيد، هغه خبرې وې چې دوديزه ټولنه پرې هيښه شوه. د باچا خصر محمود طرزي په ليکنو او چاپي پاڼو د خلکو فکر بدلولو ته مټې راونغاړلې.
د کابل نه شمال ته په لاره تجارتي قافلې د حبيب الله د لاسه نشوې تېرېدې نو امان الله خان ده ته پېغام ورواستوه چې په پوځ کې شامل شي. هدف يې دا و چې هغه د ورانکاريو نه لاس واخلي. خو د پوځي روزنې سره حبيب الله د نويو وسلو د کارولو سره بلد شو ولې پوځي ډسپلین يې نه منلو. يوه ورځ په خپل حکم سپاهيان يې ځان سره ملګري کړل او د افسر نه بې تپوسه د پوځي بارک نه بهر يې بوتلل، ټولو سره ټوپکونه هم وو. افسر د پوځ يوه دسته ورپسې واستوله چې لاس تړلې بېرته راولي. دغه پوځيان چې ورسېدل نو هغو ته يې ځان ورنکړو، په يو بل يې ډزې وکړې، يو افسر په يوه ګولۍ ولګېدو او مړ شو. حبيب الله د خپلو ملګرو سره مفرور او په سر يې انعام وټاکل شو.
د امان الله خان د اصلاحاتو پر ضد لومړی پاڅون شينوارو وکړو او د جلال اباد ښار يې د نور ملک نه بېل کړو. د کابل او پېښور تر منځ لاره بنده او ټول تجارتي مالونه يې ونيول.
ملايانو د باچا خلاف جوماتونو کې تبليغات پېل کړل چې د کابل د شور بازار ملا پکې سر کې و. د حبيب الله ډلې د ملايانو په ملاتړ، د حکومت په ودانيو حملې کولې او هغه وسله يې هم تر لاسه کړه چې امان الله د يورپ نه راغوښتې وه.
د شينوارو د بغاوت ختمولو لپاره سرکاري پوځ ختيځ لوري ته استول شوی و. امان الله خان يو چارواکي ته د حبيب الله سره خبرو اترو ته دنده سپارلې وه. هغه ته يې ډاډ ورکړو چې که حکومت ته سلامي شو نو دی به د پوځ جنرال شي. وايي چې يوه شپه امان الله خان هغه چارواکي ته ټيليفون وکړو او په خبرو کې دواړو په دې وخندل چې د “سقاو زوی” به اوس د جنرالي خوبونه ويني. په ايکسچينج (سويچ بورډ) کې يو کس په بله ليکه حبيب الله ته د دې خبرو د اورېدو موقع ورکړه. هماغه وه چې کلکاني خپل پوځ راټول کړو او کابل ته يې مارچ پېل کړو. دوی د مخابراتو ټولې ليکې پرېکړې او امان الله ونشو کولی چې د جلال اباد نه پوځ بېرته راوغواړي. کابل ته لاره د پوځي پوهنځې نه تېرېده او کله چې هلته ميشت نوي پوځيان او د دوی روزونکي خبر شول چې د حبيب الله ډله کابل ته مخه کړې وه نو دوی ترې پښې وويستلې. هلته يواځې ۱۸ ځوانان (کيديټان) پاتې شول چې کله د يوې کړکۍ او کله د بلې نه به په لښکر ډزې کولې. په دې توګه دوی څو ساعته هغه جنګيالي مصروف وساتل او امير وخت پېدا کړو چې خپل ټبر د ارګ نه وباسي.
په ۱۴ جنوري ۱۹۲۹ م امان الله خان واک خپل ورورعنايت الله خان ته وسپارلو او کندهار ته ووتلو. دوه ورځې وروسته په ۱۶ جنوري، کلکاني اميرعنايت الله ته ليک ورواستوه چې يا خو جنګ لپاره تيار شي او يا دې واک هغه ته ورکړي. عنايت الله ورته ځواب ورکړو چې هغه باچاهي نه غواړي او په ۱۷ جنوري د پاچاهۍ له تخت نه لاس په سر شو. کله چې حبيب الله ارګ ته ورننوتو نو هلته اووه نيم لکه برطانوي پاونډ يې تر لاسه کړل چې خپلو جنګيالو ته يې ورکړې. د هغه لومړی امر دا و چې د ارګ د باغونو نه ګلونو ليرې او په ځای يې ترکاري وکرل شي.
د حبيب الله کلکاني ملاتړ د هند د مجدد الف ثاني د ټبر يو کس شيراغا مجددي هم کاوه او د امان الله خان د وتلو نه خبر شو نو خپل کشر ورور ګل اغا يې کابل ته واستوو. د دوی پلان دا و چې د افغانستان واکمن شي. وايي چې کله ګل اغا کلکاني ته وويل چې ” کله مونږ حکومت جوړ کړو، نو ستا د خدمتونو انعام به درله درکړو.” خو حبيب الله ورته وويل چې زه به پخپله د افغانستان امير يم او ستاسو د خدمت په بدل کې به درته انعام درکړم. هغه د “خادم دين رسول الله” لقب غوره کړو او د دې لپاره چې هغه لکه د يو باچا چلند وکړي نو د محمد زو يوه ښځه يې په نکاح کړه. له هغې به يې درباري چلند او رسمي خبرو چل زده کوو.
حبيب الله کلکاني امان الله خان ته يو لړغوښتنې ورواستولې. چې که غواړي بيرته باچا شي نو ملکې ثريا له طلاق ورکړي، خپل خصر محمود طرزي زندان کې واچوي او د ده ټول ټبر له افغانستانه وشړي. عجيبه غوښتنه يې دا وه چې پرته له برطانيې، د ټولو ملکونواستاځي (سفيران) د افغانستان له خاوري وباسي. ځينې خلک له هغه وخت راهيسې وايي چې د امان الله خان پر ضد پښتنو قبايلو، ديوبندي فعالينو او د شور بازار حضرت د انګريزانو په اشاره کار کاوه.
کلکاني د شرعي قانون د پلي کولو سره په افغانستان کې عصري ښوونځي وتړل، ښځو ته چادري ( بورقې) په سرولو امر وشو او دا چې د محرم نه بغېر به بهر نه ووځې، سړي به ږيرې ساتي، غربي لباس ممنوع او هر څوک به پټکي په سروي. که چا سرغړونه کوله نو هغه به يې وهل ټکول. هغه ټوله ماليه معاف کړه او اعلان يې وکړو چې د زکات نه علاوه به څوک حکومت ته پېسې نه ورکوي. خو د ملک د چلولو لپا ره د ده پېسې پکارې وې نو له چارواکو، شتمنو تجارانو او زمکه والو نه يې پېسې شوکول پېل کړل.
په دې کې شک نشته چې د افغانستان د ختيځ پښتنو او په تېره شينوارو د کلکاني ملاتړ کاوه او د هغه تاجک ټبر ورته مهم نه وو ځکه هغه د دوی د دښمن امان الله خان دښمن و. په څو مياشتو کې پښتنو د سقاو نوم ځان له يو پيغور وګڼلو او د جنوب نه وزيرو د کابل لوري ته مخه کړه. ځينې وايي چې دوی د جنګ لپاره ورغلي وو خو شواهد ښايي چې د دوی هدف چور چپاول وو. په کابل کې خانه جنګي پېل شوه، حبيب الله پغمان ته ووتلو او خپل پوځ يې بيا ترتيب کړو، په قبايلو يې يو بريد وکړو او ماتې يې ورکړه.
ترسپتمبر پورې امان الله خان له سره خپل پوځ ترتيب کړو. خپل اوښی شاه ولي خان او د ده ورور نادر خان يې د اروپا نه راوبلل، د جنوب قبايل هم ورسره مله شول او په کابل يې بريد وکړو. په اکتوبر کې دوی ارګ ونيولو او حبيب الله خپل کلي ته مخه کړه. جنرل نادر خان هغه ته بخښنه اعلان کړه او د ډاډ لپاره يې ورته يو قران ورواستوه چې ورباندې لوظنامه شوې وه.
pledge on Quran
حبيب الله پرې باور وکړو خو کله چې ارګ ته راغلو نو د خپلو ملګرو سره يې ونيولو. دی يو څو ورځې بندي و او پوښتنې ګرويږنې ترې کېدې. حبيب الله پخپل دفاع کې وويل ” زه امان الله خان نه وم او نه محمد زی سردار وم، زه نه وم خبر، چې باچاهي څنګه کېږي ځکه زه د غل نه باچا شوم.” يو پوځي افسر ترينه پوښتنه وکړه چې آيا تا جرم کړی دی او که نه؟ نو حبيب الله ورته وخند ل او په زمکې يې وتوکل. بيا يې هغه د غرغرې ځای ته يوړو او ورته يې وويل چې د خدای نه دې بخښنه وغواړي. هغه په زمکه کيناستو او وويل، “زه د خداې نه هيڅ نه غواړم، هغه راته هر هغه څه راکړل چې ما يې ارمان کړی و. خدای زه باچا کړم”
په ۱ نومبر ۱۹۲۹ م کلکاني د خپل ورور او لسو نورو باغيانو سره غرغره کړل شو. د هغوی مړي څو ورځې په لاره کې ځوړند وو. وروسته يې هغه په پټه کلکان کې خښ کړل. دا چې حبيب الله خان د يو منصف باچا پر ضد بغاوت وکړو او هغه يې ملک نه وشړلو، لويه ګناه وه خو هغه په خپلې عقيدې ټينګ و. په قران ليکل شوي لوظنامه يې ومنله او په لومه کې راګير شو. خو د سقاو باچاهي اوس هم د افغانستان د تاريخ يو نه هېرېدونکی باب دی، هغه پخپل مرګ کې اتل شو. په جولاۍ ۱۹۳۰ م کې د پېښور پرکاش مهره سټوډيو د حبيب الله کلکاني تصوير په يو پوسټ کارډ چاپ کړو چې خلکو په پېسو اخستو. جنرل نادر خان د کابل تخت امير امان الله ته بېرته ورنکړو او پخپله د نادر شاه په لقب د افغانستان باچا شو. د عبدالخالق په نامه یو زده کوونکي د ۱۹۳۳ کال د نومبر په اتمه نېته د کابل په دلکشا ماڼې کې د سندونو د وېش پر مهال د تماچې په ډز ووژلو.
دا بازار د دنياګۍ فاني فاني دی
سرچينې
۱. بې اصوله لوبې، د افغانستان توضيح شوې تاريخ. تميم انصاري، د امريکې متحده ايالات- اولسي چارې- ۲۰۱۲ م -۱۲۷ او ۱۲۸ مخونه.
۲.افغانستان او سرحد- يوه تاريخي جايزه، پروفيسر عبد الحئ- د صوبه سرحد د تعليم د شعبې کالجونو ډپټي ډايريکټر- حاجي فقير محمد اينډ سنز- يونيورسټي ټاون پېښور-۳۷۱ نه تر ۳۷۳ مخ
د خپريدو نيټه
۲۸ دسمبر ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

1 Comment

Add a Comment
  1. عبدالی نورزی

    د افغانستان په تاریخ کې تل فاسدو بیعقلو او ځانغوښتونکو پښتنو ملکانو ، سیاستوالو پخپله د پښتنو پت او ناموس ته تاوان رسولی او د نیکونو نیکونو پیړی پیړی زیار او تاریخ یی ورک کړی نسکور کړی او د پيسو په بدل کی له هرڅه تیر شوي . الله دی هغه تباه برباد کړي چی اوس یې هم له میراثه ځينی داړهماران اشرف غنی سره او جمعیتانو سره ولاړ دي .
    الله دې نور خاین پښتانه لدې فاني مځکې پورته کړی چې ولسونه سره متحد شي
    اوس خو بیا مغلو او فارسیانو هیواد گډوډ کړی او پښتانه لا هم نه يوځای کېږي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *