زينت محل

zeenat
په ۱۸۳۷ م کې مغل سراج الدين بهادرشاه ظفر د انګريز پينشني باچا شو. دی د ۶۴ کالو و، ۳ نکاح شوې ښځې او بې شمېره مينځې يې لرلې. خو پرتخت يې لا دوه کاله نه و پورا شوي چې د يو نواب، ميرزا قلي خان ۱۹ کلنه لور يې وکړه او زينت محل لقب يې ورله ورکړو.
يو کال وروسته د دې ميرمنې زوی “جوان بخت” وزيږېدو او باچا د ډېلي په لال کنواں کې زينت محل ته يوه ماڼۍ (حوېلي) جوړه کړه. هلته يې يو ژوبڼ هم لرلو او کله چې ملکه په ډمامو د لال کلا نه هلته ورتله نو خلکو به د ملنډو نه “ډنکه بيګم” بلله. داسې ګنګوسې وې چې زينت محل په دغه ماڼۍ کې د ځوانانو سره ليدل. د دې په ګاونډ کې د وزيراعظم حکيم احسن الله خان حوېلي وه. د انګريز استاځې چارلس ميټکاف ته به يې ډوډۍ وراستوله او خلکو وئيل چې ۵۰ کلن ميټکاف هم د زينت محل يو عاشق و.
بهادر شاه ۲۲ زامن او ۳۲ لوڼې لرلې او جوان بخت د هغه ۱۵ زوی و. کله چې شهزاده د ۱۲ کالو شو نو زينت محل ورته، د خپل ورور وليداد خان لس کلنه لور وغوښته. په ۲ اپريل ۱۸۵۲ م کې ډېر په درز دغه ماشومان واده شول.
بل کال د بهادر شاه مشر زوی فتح الملک (ميرزا فخرو) د هند راتلونکې باچا اعلان شو او د انګريز دريو استاځو ورباندې ټاپه ولګوله. درې واړه، څو مياشتو کې په نس ناستي مړه شول. کله چې ميټکاف هم د خرابې خيټې له کبله مړ شو نو داسې ګنګوسې وې چې زينت محل ورته په ډوډۍ کې زهرورکړي وو ځکه هغې خپل زوی پرتخت غوښتو. وايي چې په يوې ميلمستيا کې حکيم احسن الله يو انګريز ته د خپل علم او حکمت غورې کولې او وې وئيل چې داسې زهر هم شته چې خوړونکې پرې نه پوهېږي او ورو ورو يې وژني. زينت محل خپله بنه تاج محل درې کاله په دې تور، بند کې وساتله چې د باچا د وراره ميرزا کامران سره يې عشق کوو.
په ۱۱ مې ۱۸۵۷ م کې د ميرټ او برېلي پوځيانو د انګريز پر ضد پاڅون وکړو چې دېر ژر د هند نورو برخو کې هم خپور شو. په ۲ جولاي، د برېلي باغي پوځ د بخت خان روهيله په مشرۍ خپلو وسلو او خزانې سره ډېلي ته ورغلل نوعلی قلی خان ورته د خواږو او د ميوو سره هرکلې ووئيل. باغيانو زينت محل د لارې باچا ته خواست وکړو چې د دوی مشر شي. د ملکې هيله پيدا شوه چې که باغيان کاميابه شول نو د دې زوی به د هند باچا وي. هغې د کلا دروازې باغيانو په مخ د پرانستو امر وکړو خو خپل زوی يې ترې ليرې ساتلو. د زينت محل سياست دا و، چې که پاڅون کاميابه نشو نو دا به انګريز ته وئيلې شي چې زما زوی پکې نه و او بايد باچا شي.
په ښار کې د تاو تپ د زياتيدو سره څو انګريزانو په لال کلا کې پناه واخيسته. د دوی پوځ د جمنا سيند نه وراخوا په يوې غونډۍ مورچه نيولې وه او نورو ښارونو نه يې کومک وغوښتو. شهزاده ميرزامغل د باغيانو درې ډلې جوړې کړې چې هره ورځ به د يو جنرل په مشرۍ د انګريزانو سره جنګ لپاره ورتلل. حکيم احسن الله، مولوي رجب علی او زينت محل به خپلو جاسوسانو په لاس، انګريزانو ته د ښار خبرونه ورکول. باغيانو د حکيم کور ته اور واچوو او د زينت محل شکايت يې باچا ته وکړو. هغه زينت محل ته امر وکړو چې د ميرزا جوان بخت سره لال کنواں کې ميشت شي او ۲۰۰ سپاره عسکر د هغې او حکيم احسن الله د حفاظت لپاره يې واستول. په لال کلا کې پناه اخستونکي انګريزان د حکيم په مشوره ووژل شول. انګريزانو ته پوځي کومک ورسيدو نو د هغوی تله درنه شوه. د مغلو خزانه تشه وه او پوځ ته د تنخواه ورکولو لپاره هم څه نه وو. په ۳ ستمبر پوځيانو ګواښ وکړو چې که زينت محل په ۱۵ ورځو کې دوی ته معاش ورنکړو نو هغه به بندي کړي. په ډېلي کې لوټمارشروع شو نو باچا د زينت محل حفاظت لپاره د ماڼۍ چاپېره توپې نصب کړې. ملکه پوهيده چې باغيان مات شوي وو نو انګريزانو ته يې پيغام وليږلو چې که هغې ته د خپل ټبر سره د ژوند ضمانت ورکړي او جوان بخت د هندوستان راتلونکې باچا وومني نو بهادرشاه به ورته تسليم شي.
جنرل بخت خان باچا ته وړانديز وکړو چې د ده سره لکهنو ته ورشي او هلته به خپله مبارزه جاري وساتي. خو حکيم او زينت محل باچا منع کړو او انګريز ته يې خبرورکړو چې جنګيالي له ښاره په وتلو دي. په ۱۹ ستمبر ناهيلې ظفر، نيمه شپه په کشتۍ کې د جمنا سيند نه پورې ووتلو. دی د نظام الدين زيارت ته لاړو چې هلته زينت محل هم ورسره يو ځای شوه او ورپسې همايون مقبرې ته يې پناه يوړه. په بله ورځ انګريز ډېلي ته ورننوتل او په ۲۲ ستمبر د ښار خلکو په وژلو يې لاس پورې کړو. يو پوځي افسر، “سانډرس” باچا ته د دې پيغام سره ورغلو چې بيرته کلا ته ورشي. باچا ورته ووئيل، “هرڅه چې راسره کوئ هم دلته يې وکړئ، زه بوډا يم او د نورسپکاوې د زغملو توان مې نشته- د خپل نيکه په مقبره کې به ناست يم.” باچا سره مل مولوي رجب علي ورته ډاډ ورکړو چې انګريز خپل قول پورا کوي. هم هغه وه چې بهادر شاه په يوې پالکۍ کې ښار لوري ته روان شو. په ډېلي دروازه کې انګريزانو دا قافله ايساره کړه. د باچا دوه زامن جوان بخت او شاه عباس چې ماشوم و، ورته پريښودل، ۸۴ بوډاګان يې د ساتندويانو په توګه باچا او ملکې سره بدرګه، لال کنواں ته ورواستول. په بله ورځ پاتې ټول شهزادګان يې چارماري کړل او د دوو سرونه يې په يوبکس کې بهادر شاه ته واستول. باچا دومره هېښ و چي هيڅ يې نشو وئيلې. خو زينت محل د پردې شا ته نه ووئيل چې ښه ووشول، اوس د هغې زوی به د هند باچا شي. د شهزادګانو سرونه د ډېلي په خوني دروازه يې وځړول او جسدونه يې د کوتوالۍ مخې ته د خلکو نندارې ته کيښودل.
د زينت محل ماڼۍ د پېرنګي عسکرو د سېل ځای شو چې کاواکه به ورننوتل او په باچا به يې ملنډې وهلې. چا به ورته امر وکړو چې ودرېږه او بيا به کينولو، چا به ورته ږيره راښکله.
که باچا څه خبره کوله نو زينت محل به وترټلو، چې “چپ شه”. زينت محل به د خپلو اړتياو لپاره انګريزانو نه پېسې غوښتې. خپل قيمتي شيان به يې پټ ساتل او انګريزانو ورته د تمبکو لپاره هم ۶ پېسې د ورځې ورکولې. جوان بخت پخپله انګريزانو ته ووئيل چې د هغه مور دروغجنه وه. يو ځل هغې د نويو جامو فرمايش وکړو نو انګريز د معاينې له ورغلو. زينت محل د پردې شا ته نه خپل لاس وروغځوو چې د هغې لستوڼي وګوري. وروسته يې وليکل چې د ملکې لاس نه اندازه وشوه چې دا ښکلې ښځه نه وه خو په خبرو کې چالاکه او سازشي معلوميده. د جوان بخت په وړاندې يوانګريز، شاهي خياط ووهلو چې بې اجازې رادننه شوې و نو شهزاده ورپورې خندل. انګريز ورته په قهر شو چې که بيا يې وخندل نو هم دغسې به يې ډبوي.
بهادرشاه، په دې تور محاکمه شو چې پخپل پناه کې انګريز پوځيان يې وژلي وو. هغه د دې پړه په حکيم احسن الله خان واچوله. خو حکيم ووئيل چې دا د باچا خپله فيصله وه. بهادرشاه ظفر د زينت محل، جوان بخت، شاه عباس، او د يوه انږور سره رنګون ته جلاوطن شو. څلورهندي ملازمان، چپړاسي، مشکي، دوبي او جمعدار د خدمت لپاره وو. هلته دوی څلورو کوټو په يو وړوکي کورکې ميشت شول. لږه موده وروسته باچا د سل په مرض اخته شو او زينت محل به شکايت کوو چې “بوډا” ټوله شپه ټوخېږي.
يو انګريزافسر “ډېوس” چې د دوی څارنه کوله، ميرمنه به يې کله نا کله د باچا تپوس له ورتله او وايي چې ملکه ښه جوړه او تکړه وه. زينت محل په ډېلي کې د خپل مال غم کوو چې تخمين يې ۲۰ لکه روپۍ و. انګريزانو ورته يو ليکلې سند ورکړې و چې تر څو دا ژوندۍ ده، د دې مال به خوندي وي. خو رنګون ته د تلو نه څو مياشتې وروسته د ډېلي کمشنر د زينت محل هرڅه سرکاري کړل.
بهادرشاه په ۶ نومبر ۱۸۶۲ م کې نامراده مړشو او يو ملا او دوو زامنو يې جنازه وکړه. زينت محل انګريزانو ته ووئيل چې دا بيرته دېلي ته تلل غواړي خو هغوی نه منل. مور او زوی دواړو اپيم خوړل او اخرد خپل ميړه نه شل کاله وروسته زينت محل په ۱۸۸۲ م کې مړه شوه. د هند وروستۍ ملکه د يوې ونې سره نږدې يې خښه کړه او دوه کاله وروسته ۴۲ کلن جوان بخت هم په فالج مړ شو.
د زينت محل حوېلي اوس هم ډېلي کې شته او د حکيم په ماڼۍ کې د جينکو يو ښوونځې جوړدې.
صفيه حليم
سرچينې
۱.جنرل محمد بخت خان روهيله- واقعات، دستاويزات، تجزيات. ډاکټر سعود الحسن روهيله. افغان ريسرچ سنټر، لاهور. ۲۰۰۹ م- ۱۳۰ مخ-۲۲۵ مخ او ۴۰۶ مخ- ۴۱۰ مخ
2. The Last Mughal. The Fall of a Dynesty,Delhi, 1857 by William Dalrymple.Penguin Viking 2006. Pages, 27, 42,113,115, 284, 369, 400, 481
د خپريدو نيټه- ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۶ م

One Response to زينت محل

  1. 8 June, 2017 at 3:37 PM

    « زینت محل د بهادرشاه ظفر ( وروستي مغل واکمن ) ملکه وه . ظفر له دي سره په داسې حال کې واده وکړ چې دا نولس کلنه او دی ۶۵ کلن و. دزینت محل پلار نواب احمد قلی خان نومیده. زینت په ۱۸۴۰ کال کې له ظفرسره واده وکړ، پرهغه مهال چې دی په لال کلا کې ځای پرځای اوواکمن و د انګریزانو له خوا دده د ځای ناستي جانشین خبره را پورته شوه ، طامس مټکاف په خپله دایري کې په دغه لیکلي : ( عزتمن او په سلامت پاچا په لال کلا کې په ښه شان ځلیږي، معظم الدوله ایجنت بهادر ته یې زباني پیغام استولی چې زینت محل بیګم د احمدقلی خان لورده ، او احمد قلی خان د احمدشاه دراني له کورنۍ څخه دی ، ځکه خو د زینت محل بیګم اولاد د پاچاهۍ لیاقت لري. له همدې امله یې دهغې زوی جوان بخت باید ولیعهد شي ) خو انګریزانو له دغه کار سره موافقه نه کوله ځکه چې هغوی دبهادرشاه بل زوی (میرزا فخرو) ددې کار لپاره غوره باله ځکه انګریزانو ته هغو شهزادګانو اهمیت درلود چې هغوی د دوی ځیره خواره وو او د دوی دځیره خورو په لست کې یې نومونه وو ، خو د دوی د زینت محل د د زوی په ټاکلو باندې راضی نه وو … » ددغه ټکی مطلب داو چې که دوی جوان بخت پرقدرت باندې ټاکلي وای ، زیات احتمال داو چې دوی به خپل عزیزانو ته چې کابل او کندهاریي په واک کې وو دمرستي بلنه او غوښتنه کړې وای، انګریزان له دغه ټکی څخه سخت ډاریدل ځکه چې دوی په دي نژدي وختو کې د افغان – انګریز د لومړۍ جګړې درز خوړلی و، ځکه یې د بهادرشاه ظفر په نیولو او بندی کولو باندې رضایت درلود خو له افغانستان اوافغانانو سره د بیا اړیکو دټینګیدو پلویان نه وو . د ظفرټوله تراژدي ، د جنرال بخت سره نه جوړ جاړي هم یوازې په همدغه ټکي و چې د افغانانو هیله او هڅه دهندوستان پرلور بیا راژوندۍ نه شي . »

    په دغه اړه یولړمعلومات په (بهادرشاه ظفر ) نومی اثر چې لیکوال یې اسلم پرویز او دډیلی ۱۹۸۶ کال چا پ دی کې هم راغلي دي .

    په درناوي

    رشید کانادا

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *