جيمز پرينسپ

james_prinsep
د نولسمې ميلادي پېړۍ په سرکې د هند په لويه وچه لرغونې کنډوالې د اروپايانوته په زړه پورې وې. هلته موندل شوي توکي د تيرو وختونو د تاريخ کيسې کولې او په تيره بيا لوی شمير سکې چې ناشنا ژبه پرې ليکلې وه.
هغه وخت په کلکتې او بنارس کې د برطانوي هند د ضراب خانې يو کار کوونکي، جيمزپرينسپ په لومړي ځل يوناني او باختري سکې وپيژندلې او د دې له مخې کشان باچاهانو نومونه يې ولوستل.
جيمز په ۱۷۹۹ م کې زيږېدلې او د خپل پلارلسم اولاد و. د سبق نه علاوه د ده انځورونو جوړولو سره شوق و او وروسته د تعميراتو (ارکيټک) مضمون يې ولوستلو.
په ۱۷۷۱ م کې پلار يې هند ته کاروبار لپاره لاړو او وې ليدل چې هلته په نوې ټکسال (ضراب خانه) کې مسلکي کسان پکار وو. جيمز پرينسيپ د سترګو ناروغۍ له کبله مهندس کيدې نه شو او کيميا د زدکړونه وروسته په ۱۸۱۸ م کې د لندن په ټکسال کې کار شروع کړو. کال وروسته د پلار د يو ملګري په واسطه، د کلکتې په ټکسال کي يې کار وموندلو او د خپل ورورسره هند ته لاړو.
جيمز پرينسپ په سکو کې د سپينو او د ژيړو کچ د معلومولو لپاره يوه ساينسي آله جوړه کړه. د هغه په مشوره ايسټ انډيا کمپنۍ په لومړي ځل د سپينو(نقرې) روپۍ ضرب کړه. يو کال وروسته دی د بنارس ټکسال ته يې ورواستاو او تر ۱۸۳۰ م يې هلته کار کوو.
د پرينسپ لوی کمال دا و چې د هند د تاريخي ځايونوانځورونه به يې ډېر په مهارت جوړول. هغه د هند پخوانۍ ژبې لکه پالي، خروشتي او په برهمني ليکلې مسودې ولوستلې او د دې ژبو کليد (کوډ) يې پېدا کړو. ده د لرغونو سکو ژبه هم لوستله او د تاريخ په حساب يې سره بيل کړل.
هغه په هند کې درې ډوله سکې په نښه کړې، يوهغه چې ورباندې د مهر ټاپه لګيدلې وه (پنچ مارک) دوېم ضربي سکې(ډاي سټرک) او درېم قالبي (کاسټ) سکې. په سر کې د هغه دا خيال و چې په هند کې خپلې سکې نه جوړيدې خو وروسته چې ټاپه دار، د سرو او سپينو سکو يې وليدلې نو خپله مفکوره يې بدله کړه. خلکو به د هند له ګوټ ګوټ پخوانۍ سکې اړولې او ده به پيژندلې چې د کومې دورې دي.
جيمز د ستورو د علم نه علاوه د هوا حالت هم څارلو او د تودوخۍ او د باران کچ کولو لپاره يې آلات جوړ کړل. ده په اوسپنې د زنګ مخنيوي لارې لټولې او تجربې به يې کولې. په ۱۸۲۲ م کې ده د بنارس يوه سروې وکړه او د هغې له مخې يې په لومړي ځل د دې ښار مستنده نقشه جوړه کړه. د پرينسپ يوه مهمه ونډه په بنګال کې د ايشيايي ټولنې د مجلې بنسټ ايښودل و چې دی يې پخپله لومړی مدير شو.
د ۱۸۳۶ م نه تر ۳۸ پورې جيمز د هند په لر و بر کې هغه پخواني متنونه ولوستل چې په ډبرو او ستنو ليکل شوي وو. د پښتنو په سيمو کې د خروشتي ژبې ډبر ليکونه د ده په زيار کشف او ولوستل شول. که پرينسپ دا متنونه نه وې لوستې نو ممکن د هند د شاهانو په اړه څوک خبر نه واې. هغه د يوناني تاريخ نه هم استفاده وکړه او په افغانستان کې دهغه دورې د باچاهانو ټبر معلوم کړو. وروسته اليګزانډر کننګهم د ده د معلوماتو په بنسټ ۱۸۷۷ م کې نور کاروکړو، د افغانستان او شمالي سيمو لرغونې جغرافيه يې کشف کړه. جيمز پرينسپ د باختري سکو په اړه معلومات په يو مسوده کې ليکل. دی په ۱۸۳۸ م کې انګلستان ته ناروغه حال يوړل شو او درملنه يې کيده. د ژوند تر وروستيو جيمز د سکو په اړه ليکل او په ۲۲ اپريل ۱۸۴۰ م کې د ۴۱ کالو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.
د ده ورورهنري پرنسپ په ۱۸۴۴ م کې د ده مسوده په کتابي بڼه چاپ کړه. د ده د کارونو ستاينې لپاره يوه بوټې د هغه په نوم “پرينسېبيا” ونومول شو او په کلکتې کې د “هوګلي” سيند پرغاړه د هغه په وياړ يوه ستنه ودرول شوه. د پرينسپ راټولې شوې سکې اوس د برطانيې په ميوزيم کې ايښي دي.
صفيه حليم
ويبپاڼو نه
د خپريدو نيټه- ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۶ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *