شپوله

shpola
د خیبردرې مشهوره سټوپا چی چاپېره ترې ټوله سیمه څارل کیدېشي، “شپوله” نومېږي. شپول په پښتو کی ګول یا ګردۍ ته وایی. د لنډی کوتل او علی مسجد ترمنځ شپوله د قافلو د پخوانۍ لار نه ۵۰ فټه لوړه او ۶۰ فټ زمکه کی جوړه ده. ددې جوړښت د کوشاني دورې وروستي کلونه په ګوته کوي چی د ۳ نه تر ۵ میلادي پیړیو يې حکومت کوو. په دریو طبقو جوړ دغې سټوپې ممکن د یفتلیانو په حملې کی زیان وموندلو خو ورانه نشوه. په شلمې پېړۍ کی انګریزانو له دې ځایه څو پخواني توکي وموندل چی په پیښور میوزیم کی وو. د علی مسجد په غونډۍ هم د یو بوداي خانقاه نښې رابرسیره شوې.
د مغلو او پښتنو ترمنځ په جنګونو کی په شپوله هم د څار برج جوړ و. د قبایلوتر منځ جنګونو کی به هم دلته مورچې جوړې شوې چې سټوپا يې رژولې ده. دې ته نږدې کلې “ذرۍ” نومېږي او په شلمې میلادي پېړۍ کی انګريزانو د غونډۍ سره نږدې اور ګاډي پاټلۍ جوړه کړه. خو لنډي کوتل ته تلونکې ټرېن سفر د ختمیدو له کبله ستوپا ته دومره تاوان و نه رسیدو. د پېرۍ تر پای دغه شپوله په ښه حالت کی وه خو د غیر قانوني کیندنو او خزانې په لټون اوس د رژیدو په حال ده.
دې ته نږدې د ملیشیا چيک پوسټ هم جوړ شوی دی خو د صوبې یوحکومت هم دا د یو ملي ودانۍ په توګه د ساتلو غم نه دی کړې.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۸ جنوری ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *