افغانستان ته هجرت

Movement
په ۱۴ اګست ۱۹۲۰ م شا و خوا ۷۰۰۰ خلک چې زيات يې پښتانه وو، د لنډي کوتل بازار نه تورخم لورې ته پلي روان وو. آپريدو ورته په لاره د ګوړې د يخ شربت خاورو جامونه ورکول. د هرې ډلې مشر سره شنه جنډه او کله کله د افغانستان زنده باد ناره به يې پورته کړه.
خو پینځه ورځې وروسته، په سوونو خلک بیا په بيړه پيښور ته تلو لپاره د تورخم په پوله راټول وو. دغه ناکام هجرت د اميرامان الله خان او د انګريزهغه سياسي اشتباه وه چې د پښتنوخوا خلکو ترکلونو هېره نه کړه.
په ۱۹۱۹ م کي د هند مسلمانانو د ترکي خلافت په ملاتړ او د انګريز په ضد يو پاڅون وکړو چې “خلافت تحريک” نومېږي. په فروري ۱۹۲۰ امير امان الله خان د خپل پلار د تلين په موقع خلافت لپاره د سر ورکولو ژمنه وکړه او وې وئيل چې که هند نه څوک افغانستان ته راځي نو دوی يې هرکلې کوي. د اپريل په مياشت کې محمود طرزی د انګريزانو سره خبرو لپاره په “مسوري” کې و. هغه د جمعې له لمانځه وروسته خلکو ته خطاب وکړو چې دوی ترکي کې باانصاف صلح غواړي. د هند ورځپاڼو د امان الله د پخواني تقريرمتن د طرزي د خبرو سره یو ځای خپور کړو چې د هند ملايانو په مسجدونو کې خلکو ته واورولو.
د هند نامتو ملايانو، مولانا ابوالکلام آزاد اوعبد الباري فتوی ورکړه چې هند دارالحرب ياني د جنګ کوردی او که د چا ناموس او دين په خطر کې وي نو یو مسلمان ملک ته هجرت کولې شي. هم هغه وخت په ډېلي کې د غلام محمد عزيزپه مشرۍ د “خدام المهاجرين” په نوم دفتر جوړشو. په لويو ښارونو کې ناظمان وټاکل شول چې خلک د هجرت لپاره راوهڅوي او پلان يې دا و چې دوی به د افغانستان د لارې ترکي ته ورځي.
غلام محمد د هند وايسرای ته ټيليګرام واستاو چې دوی هجرت ته تيار دي او مخه به ورته نه نیسي. په ۱۴ مې پيښور کې د حاجي جان محمد په مشرۍ “هجرت انجمن” مهاجرو سره تر تورخم بدرګه تلو لپاره رضا کاران وټاکل. پښتانه خو هسې هم “لوړې نه په داو وي” نو د خبریدو سره په منډه او تر ۲۶ جون ۲۸۳ کسان جلال اباد ته رسېدلي وو. نور د تهکال ارباب رضا خان په مشرۍ ډکې ته لاړل چې هلته د لال پورې خان اکبر خان ورته هر کلې ووئيل.
په سندهه کې يو وکيل جان محمد جونيجو په ۱۴ نيم زره روپۍ اورګاډې په کرايه کړو. ۷۵۰ کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې وو دغه ګاډي کې د لاړکانې نه پيښور لورې ته روان شول. جان محمد پخپله هم ورسره و چې ۴ لکه روپۍ نغدې يې له ځانه سره اخستي وو. دغه ټرين ځای ځای ودريدو، خلک يې هر کلي ته ورتلل او اسلامي نارو به يې رخصت کړل.
مهاجرو سندرې او شعرونه جوړکړل.
برباد هوں، پرواه نهیں
ناشاد هوں، پرواه نهیں
جو کچهه بهی هو، اے دوستو
کابل چلو کابل چلو
افغان حکومت د مهاجر لپاره يو پلان جوړ کړو چې لومړۍ درې مياشتې به دوی هيڅ کار یا تجارت نه کوي، هر څه مفت او په جبل سراج کې به مېشت وي. کروند ګرو ته به مفته زمکه ورکوي او حکومت به تر دريو کالو دوی سره مالي مرسته کوي. د ډکې نه تر کابل په لاره ۳۰۰ عسکر د مهاجرو د حفاظت لپاره ودرول.
د هجرت مشرانو افغان حکومت ته خبر ورکړو چې ممکن ۲۵ نه تر ۳۰ زره خلک هند نه افغانستان ته لاړ شي. خو د پښتنو ملايانو په جوماتونو کې يې اعلان وکړو چې که چا هجرت ونکړو نو ښځه به پرې طلاقه وي. ناڅاپه د مردان، صوابۍ ، پيښور او نورو سيمو خلکو خپلې زمکې خرڅولې. د ۱۰ زرو زمکه په ۱۰۰ روپۍ او د ۲۰۰ روپو ميښه په ۴۰ روپۍ شوه.
د لاړکانې ټرين په ۸ جولاي د پيښور نه جمرود ته روان شو نو پکې ۸۴۶ مهاجر او په وروستي ډبه کې ښځې او ماشومان وو. د کچه ګړۍ په سټيشن، يو انګريز پوځي دغه ګاډي ته وروختلو اود مسافرو ټکټونه يې کتل. د تنګي اوسيدونکې حبيب الله د پوځي مخ ته ودريدو چې دننه به نه ځي. هغه پرې ډز وکړو او دی ووژل شو. دا پيښه هيښوونکې وه او ناڅاپه د پنجاب نه د مهاجرو شميره راټيټه شوه. دهجرت او خلافت غورځنګ ته یو شهید هم په لاس ورغلو او د حبیب الله په جنازه کې په زرګونو خلکو ګډون وکړو.
حاجي جان محمد د پيښور نمک منډۍ په يو دکان کې د هجرت دفتر جوړ کړو او ۱۲ نه زيات کسانو چې په مټو يې زرغون پټۍ تړلې وې په جوش د مهاجرو مرسته کوله. په مردان کچه ګړۍ کی هم کیمپ جوړشو چی د زیدې عبد العزیز خان يې انچارج و. هلته د سرکاري پوځ او مهاجرینو تر منځ جګړې هم وشوې.
کابل ته په رسيدو مهاجرد “لاهوري دروازې” مخ ته د ونو لاندې پراته وو. د چارواکو سره رابطې لپاره، د مهاجرو د ۱۶غړويوه کميټه جوړه شوه چې ارباب رضا خان او باچا خان هم پکې وو. د ترنګزو حاجي صيب هم هجرت کړې و. باچا خان د شبقدر د لارې ګنداو، کامې، جلال اباد خوګياڼو نه بيا کابل ته ورغلې و. خپل کتاب کې ليکي چې په لاره يې ځينې مهاجر وليدل چې بيرته روان وو. د مهاجرو په منځ کې د انګريز مخبران وو چې نااتفاقي به يې اچوله. باچا خان د امير امان الله سره وليدل او هغه ورته په شمال کې د زمکو نه علاوه د پوځي روزنې وړانديز وکړو.
د پيښور انګريز کمشنرهېملټن ګرانټ خپل حکومت ته وليکل چې د مهاجرو شمېره مخ په زياتيدو ده او امير ته بايد خبردارې ورکړې شي. د مهاجرو اورګاډي د بندولو او د کوټې چمن د لارې ورليږلو مشوره يې ورکړه. خو د بلوچستان انګريز کمشنرسکوټ انکار وکړو. په مهاجرو کې ۸۵ في صد پښتانه او نورد پنجاب او سندهه نه وو. افغان حکومت پښتنو ته د بیرته تلو غږ کوو چې د دوی سیمې خوهسې هم افغانستان سره وې. پښتانه چې په کومې تادۍ کابل ته لاړل، له هغې زيات په بيړه بيرته راتلل. د هند مهاجرو جهاد لپاره وړاندې تلل غوښتل خو د کابل حکومت ورته اجازه ورنکړه. دوی ته يې د افغانانو په شان تذکرې (شناختي پاڼې) جوړې کړې چې هندي شهريت يې د لاسه ورکوو.
د اګست تر نيماي ۳۰ زره خلک د هند نه ووتل او ۴۰ زره نورهجرت ته تيار وو. د خيبر سیاسي استاځي (پي- ای) د ډکې حاکم ته پيغام واستاو چې په سرايونو کې ځای نه لري او د مهاجرو شمېره دې هره ورځ ۱۰۰۰ ته زیاته کړي. بل خوا د تورخم نه تر کابل لوی شميرمهاجر د سړک دواړو غاړو ته پراته وو. اخر په ۹ اګست اميرامان الله يو فرمان جاري کړو چې نورخلک دی نه راځي. په دې فیصله خلافت مشرانو کې بدګوماني پيدا شوه. داسې ګنګوسې وې چې افغان حکومت به د هند باغيان لاس تړلې انګريز ته سپاري او هغوی به په بدل کې افغانانو ته مالي او تخنيکي مرستې يا د قبايلي سيمو کنټرول ورکوي.
ګرانټ په ۱۲ اګست هجرت انجمن ته خبردارې ورکړو چې نورې قافلې دې خيبر ته نه پريږدي. په پېښور کې افغان استاځې نمک منډۍ ته لاړو چې مهاجر وړاندې تلو نه منع کړل نو خلکو په تيږو وويشتلو. د ۷۵۰ کسانو يوه قافله خيبرته روانه شوې وه او رضا کار ورپسې لاړل چې دوی بيرته راوګرځوي خو مهاجرو د کافراو جاسوس په نارو بدرګه کړل. په ۱۴ اګست سهار ۷ بجې دا کسان تورخم ته ورسيدل نو افغان عسکرو ورته د ټوپکو شپيلۍ تاو کړې. بيا سرکاري امر وشو چې دا خلک دې راشي خو حکومت به ورته هيڅ مرسته نه ورکوي.
له دې وروسته پيښورکې هرکس د هجرت لپاره نوم ليکلو په وخت ۵۰ روپۍ افغان استاځي ته ورکولې. شا و خوا ۴۰۰۰ خلک چې د تلو لپاره تيارشوي وو، په دی اعلان، غلې خپلو کورونو ته لاړل. په بنو کې ۲۰۰۰مهاجروته خپل استاځي د خوست نه خبر راوړو چې افغانستان کې به د ولوږي مړ شي. هلته مسيد او وزيرمهاجر، د ډوډۍ لپاره خپلو پسونو خرڅولو ته اړشوي وو.
د مهاجرو سره ورغلي ملایانو، په خلکو کی اوازه ګډه کړه چې که دوی بيرته لاړل نو انګريزان به ترې غوږونه پرېکري اوښځې به ورله بې پته کړي. په زرګونو خلک د مومندو د لارې بیرته روان شول او يوه ډله، حليم زو ولوټله، درې کسان يې ووژل او څو يې ټپي کړل. هم دغسې په ډکه کې د مهاجرو يو کس يې ووژلو او مړې يې په کابل سيند کې وغورځوو.
بېرته ستنېدونکو مهاجرو، د افغان پوليسو د ظلم کيسې کولې. دوی ته اجازه نه وه چې پخپله خوښه وګرځي، که څوک يې ونيول نو ۵ روپۍ به يې غوښتې او په زوره يې ترې شوکولې. ځينې مهاجر دومره په قهر و چې په ډاګه يې وئيل چې کور ته په رسیدو لومړې به د کلي ملا وژني. ځينو د ډوډۍ لپاره خپلې جامې هم خرڅې کړې، د لوږې او تندې د لاسه که څوک مړه شول نو د سړک په غاړه يې خښول.
انګريزانو جلال اباد کې ميشتو مهاجرو ته پيغام واستاو چې که واپس راغلل نو هيڅ به ورته نه واي. ۳۰۰۰ کسان بيرته روان شول چې ۱۵۰ پکي مړه او په لاره بی کفنه يې پريښودل. دغه وخت د خوست نه ځينې افغانان پيښور ته لاړل او انګريزانو نه يې زمکې او پېسې وغوښتې ځکه د دوی په قول، افغان حکومت د دوی زمکې مسيدو مهاجرو ته ورکړې وې. په پيښور کې د دوو نيمو زرو نه زيات درخواستونه راټول شول چې بیرته راغلو مهاجرو پکې د زمکې او استوګنځي خواست کړې و. ګرانټ د حکومت له خوا ورته هيڅ نشو ورکولې خو ځان ښودنې لپاره يې د خلکو په پېسو يو خېريه فنډ پرانستو. انګريزانو ته دغه مهاجر ګټه ور وو ځکه يو خو د دوی د پروپاګنډ لپاره کاريدل او بل انګريز ته پتمن وو.
د مهاجرو یوه سندره وه چې،
کریں گے هجرت چلیں گے کابل
امیر غاذی بلا رهے هیں
د دوی مخالفانو ورته دغه جوابي سندره جوړه کړه چې،
مرو گے بهوکے، کهاو گے جوتے
یه جورج پنجم سنا رهے هیں
په ۱۹۲۰ م کی د هند نه څومره خلکو افغانستان هجرت وکړو، څرګنده نه شوه. د افغانستان تخمين ۵۰ زره او د انګريز ۱۸۰۰۰ خلک و. په دې کی د بلوچستان مهاجر شامل نه وو. د ګوتو په شمېر هندي مهاجر په افغانستان کې پاتې شول او پښتنو ته يې د پوځ نوکري ورکړه. د هند د کميونسټ ګوند بنسټ ايښونکې، ايم- اين رای پخپل کتاب کې ليکي چې هغه ۷۰ تنه مهاجر چې د افغانستان نه بخارا ته د تښتيدلي وو، د ترکمن باغي پوځ نه مې وژغورل. وروسته د دغو کسانو په مټ د هند کميونسټ ګوند بنسټ يې کيښودو.
د ۱۹۲۰م هجرت د افغان او انګريز ترمنځ په لومړي ځل د ملګرتيا فضا جوړه کړه. انګريز خوشاله و چې په هند کې تاوتپ سوړ او ملايانو نه نفرت پيدا شو. ولس د دې هجرت د ناکامه کیدو ټوله پړه په افغانستان واچوله چی د هند حکومت کامیابي وه. دې هجرت سره د هندو او مسلمان ترمنځ اختلاف پېل شو او مسلمانانو ځان له د يو بېل ملک جوړولو اړتيا وليده. که امیر امان الله خان د خلافت او هجرت تحریک کې ځان نه وای ګډ کړې، نو ممکن پاکستان به نه جوړیدی.
صفیه حلیم
سرچينې
۱.زما ژوند او جدوجهد- عبدالغفارخان(باچا خان) د افغانستان د کلتورودې ټولنه- جرمني، ۲۰۰۸ ز (۱۳۸۷ل) ۱۵۸ نه تر ۱۶۴ مخ
۲.ډاکټرعبد الغنی(جلالپوری) عبد القدير نجفی- مکتبه معارف نجف لاهور. ۱۹۸۹ م. ۱۴۰ مخ.
۳.د صوابۍ تاریخ. ډاکټر بشری خاتون. پښتو اکیډمي پیښور. ۲۰۱۵ م ۱۹۸ مخ.
4. Hijrat. The flight of the faithful. A British file on the exodus of Muslim peasants from North India to Afghanistan in 1920. Dietrich Reetz. Berlin 1995. pp 9-
5. The Pathan Unarmed. Mukulika Banerjee. OUP. 2000. Pp 49,50.
د خپریدو نېټه- ۲۰ جنوری ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.