د صحبت خان کیسه

sohbat-khan
د صحبت خان دومره پګړۍ وه
چې د “پلۍ” د جونو جوړ شو رومالونه
صحبت خان د سوات د الاډنډ اوسیدونکې و. د ده د تره زوی صدرالدین په ۱۸۵۰ م شا و خوا کلونو کی هندوستان ته لاړو. د ډيلي پرتخت تش په نوم باچا مغل بهادر شاه ظفرکیناستو ځکه ټول واک د انګریز سره و. صدرالدین لکه د ډېرو نورو پښتنو د ښه معاش لپاره په انګریز پوځ کې شامل شواو پخپل استعداد د معمولي عسکر نه “صوبیدار بهادر”عهدې ته ورسیدو.
په ۱۸۵۷ م د هند د خپلواکۍ په پاڅون(غدر) کې صدرالدین د خپلې دندې نه علاوه، ډېلي په چورتالان کی ډېرمال تر لاسه کړو. ده یوه جیني چی ممکن شهزادګۍ یا د شته من ټبر میرمن وه، په نکاح کړه. کله چې په ډېلي کی ارامي شوه نو صدرالدین د خپل انګریز کوماندان نه رخصت واخستو، د میرمنې او مال ودولت سره وطن ته روان شو.
د صدرالدین د شته منۍ او د شهرت خبر چی په کلي کی ډنډوره شو نو صحبت خان ورته وپسخیدو. هغه ویریدو چی د تره زوی به يې په وطن کی لکه د خان ګرځي. دا يې نشو زغملې او د څو ملګرو سره يې د هغه د وژلو سازش وکړو. صدرالدین د سوات په لاره یو سرای کی ایسار و چې د شپې پرې صحبت خان چپاو وکړو. په جګړه کی صدرالدین يې ووژلو خو هغه ښځه د یو خدمتګارپه مرسته تیښته کی کامیابه شوه. ځینې خلک وايي چې صحبت خان ښځه سوات ته راوسته او واده يې ورسره کوو خو هغه په څه طریقه وتښتیده او بیرته هندوستان ته لاړه. په ډېلي کی هغې د صدرالدین انګریز مشر ته ټول حال بیان کړو او مرسته يې ترې وغوښته. خو هغه وخت سوات د انګریز په لاس کی نه و، نو ښځې ته يې پینشن مقررکړو.
په الاډنډ کی صحبت خان د تربور په مال مزې چړچې شروع کړې او د خان ژوند يې کوو. متل دی چې پښتون سره د دوېم پرتوګ پېسې ووشي نو بل واده کوي. د صحبت خان یوه ښځه په کور کی وه خو دعېش لپاره د دوېم واده تکل يې وکړو. ده غوښتل چې د یو خان سره خيښي وکړي نود باجوړ د “پلۍ” کلي سنبل خان لور”تړکاڼۍ” يې وغوښته. هغه د ده خواستګاري وومنله او د واده نیټه وټاکل شوه.
د صحبت خان په میرمنې قیامت شو او ځان وژل ورته غوره و. خو بیا يې د خاوند نه بدل اخستو ته مټې راونغښتې. د صدرالدین یو بل تربور شیردل خان د هغه په میراث کی څه نه وو ترلاسه کړي. د صحبت خان ښځې شیردل ته بلوسه وکړه چې صدر الدین ستا هم تربور و خو صحبت خان درنه ټول مال واخستو او تا له يې هېڅ درنکړل. شیردل د وړاندې نه صحبت خان ته په زړه کې تاو لرلو، یا مال پسې لیونی و او یا وریندارې نه علاوه نورو خلکو هم ننګولې و. هغه هم د تره د زوی وژلو ته بډې ووهلې.
صحبت خان د واده جامې په غاړه او څلویښت ګزه اوږد پټکی په سر تړلې په اس سپور ناوې راوستلو له باجوړ ته روان شو. خبر نه و چی په لاره ورته شیردل کمین نیولې و. دی هم لکه د صدرالدین ناخبره د مرګ کندې ته پریوتو او په وینو لړلې جامې ترې پاتې شوې.
تړکاڼۍ سخر ته په ژړا شوه
کاکا زما د پایکړو مات شو میخونه
صحبت خان مړ ارمان يې وکړ
زاړه مې نه کړه سنبل خان د لور داجونه

د انصاف تله ستاسو په لاس کی ده. صحبت خان اتل و او که ډاکو؟
صفیه حلیم

سرچینه – د پښتونخوا د شعر هار و بهار-جم ډارمسټټر. درېم چاپ. خپروونکی، پښتو ټولنه. مهتمم، حبیب الله رفیع. د ۱۳۵۶ کال د زمری ۱۵.

د خپریدو نېټه. ۴ جنوري ۲۰۱۷ م

3 Comments

Add a Comment
  1. Correction….Palai is part of Malakand Agency (Not Bajwar)

    1. مننه- د انګریز د زمانې نه وړاندې کیسه ده- هغه وخت ایجنسۍ نه وې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.