د اقصی جومات

Masjid Al Aqsa
ډېرخلک د القدس طلاي ګومبد د اقصی جومات ګڼي خو په دغو دوو ځایونو کی توپیردی. د مسلمانانو “القدس”یا”بیت المقدس” او د یهودانو “یروشلم” هغه لرغونې عبادت ځای دی چی طلای ګومبد پرې جوړ دی او ورلاندې د معراج تیږه پرته ده. الاقصی د دې ګومبد په څنګ کې او خلک ورته په عقیدت “حرم الشريف” بلي.
په اسلامي نړۍ کې درې جوماتونه ډېرسپيڅلې دي چې دعقيدې له مخې هلته د لمانځه ثواب ډېروي. خانه کعبه، د مدينې نبوي جومات او مسجد الاقصی. د معراج په پيښه کی جبريل عليه السلام حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د شپې دغه عبادت ځای ته وروستلو چی د ټولو پيغمبرانو د لمونځ امامت وکړي. دغه جومات ته لومړۍ قبله هم وایي. د هجرت په ۱۷ مياشت قبله بدله شوه او مسلمانانو ته امر وشو چی عبادت لپاره به خانه کعبې ته مخ اړوي.
په ۶۳۸ م کی کله چی حضرت عمر (رض) د یو فاتح په توګه القدس ته وردننه شو نو هلته د مسلمانانو جومات نه و خو د معراج تیږه موجوده وه. په القدس کی پخوانو پیغمبرانو لکه حضرت داود علیه السلام او د حضرت سلیمان علیه السلام هم عبادت کړي و نو ځکه حضرت عمر(رض) د دی په جنوب کی یو داسې وړوکې ځای د جومات لپاره وټاکلو چې د معراج تيږه يې مخې ته نه راتله او د امام مخ هم کعبې ته و. یو روایت دی چی خلیفه هغه د نورو مسلمانانو سره یو ځای پخپلو لاسونو پاک او بیا يې هلته مونځ وکړو. ده د یو ساده څلور ګوټیزه جومات بنسټ کیښودو چی وروسته الاقصی (ترټولو ليرې) په نوم مشهور شو.
د اميرمعاويه په وخت يې دا جومات پراخه کړو او د لرګي په چت يې وپوښلو. خلیفه عبد الملک د جومات په ځای د معراج تيږه زياته سپيڅلې ګڼله او په ۶۹۰ م کې ورباندې يوه لويه ګومبده جوړه کړه. د ده زوی الوليد د الاقصی د جوړولو لپاره دمشق نه مسلکي کسان راوغوښتل، پخپله به يې څارنه کوله او ۷۰۵ م کی يې مکمل کړو. هغه وخت اقصی جومات ۱۱۲ ميټر اوږد او ۳۹ ميټر پلن و. د دې د لرګي لهاړي او تيرونه د لبنان او قبرص صنوبر نه جوړ و او د حضرت عمر(رض) د وخت محراب هم هغسې وساتل شو.
په ۷۱۳ او ۷۱۴ م کلونو کې القدس پرله پسې زلزلې وزپلو او د الاقصی ختيځه برخه زيانمن شوه. د دې د رغولو لپاره نورې پېسې پکارې وې نو الولید په امر د ګومبد سره زر يې ورته ويلي کړل.
په ۷۴۶ م کې د يوې سختې زلزلې له کبله اقصی جومات ټول ړنګ شو او ۷ کاله دغه جومات وران و. په ۷۵۳ م کې عباسي خليفه جعفر المنصور د جومات په دروازه لګيدلي د سرو او سپينو زرو تختې خرڅې کړې او په هغو پېسو تر ۷۷۱ م د دی د رغولو کار روان و. په ۷۷۴ م کې بيا زلزله راغله او د المنصور جوړښت يې تاواني کړو. عباسي خليفه المهدي په ۷۸۰ م کې ټول الاقصی بیا د سره جوړ کړو. د دی اوږد والې يې کم او پراخوالی يې زیات کړو. هغه وخت ددې جومات د جوړيدو حال هم وليکل شو. په ۹۸۵ م کی يو عرب جغرافيه دان المقدسی لیکي چی نوی جوړ جومات کی ۱۵ محرابونه او ۱۵ دروازې دي. د دې چت د لرګي او یوه ګومبده لري. پکی ۱۲۱ د رنګینو شیشو کړکۍ او ۴۵ ستنې دي چی ۳۳ يې د مرمرو او ۱۲ د تیږې دي. د ګومبد د پاسه او ښکته موذېک او مرمر کارول شوي دي.
په ۱۰۳۳ م کې يوې بلې زلزلې کې د جومات زياته برخه ړنګه شوه او فاطمي خليفه علی الظاهر له خوا ورباندې تر ۱۰۳۶ م کار کیدو. هغه وخت هم د دې جومات په جوړښت کی بدلون وشو. محرابونه يې ۷ کړل او په مرکزي تالار کی يې ۴ ستنې ودرولې چی چت يې راټينګ کړو. اوس هم دغه ستنې د جومات بنسټ جوړوي.
کله چې صليبي ځواکونو په ۱۰۹۹ م کې بيت المقدس ونيولو نو دوی الاقصی د يوې ماڼۍ په توګه کاروو او د تيږې ګومبده کې يې کليسا جوړه کړه. په ۱۲ پيړۍ کی ذنګي سلطان نورالدين له خوا د جومات منبر د عاج (هاتي غاښ) نه تیار کړې شو. خو د هغه ترمرګ الاقصی د مسیحیانو په لاس کی وه. په ۱۱۸۷ م کې صلاح الدين ايوبي القدس د مسیحیانو نه بیرته واخستو نو دغه سپین منبر يې په الاقصی جومات کی کیښودو. په مملوک او عثماني سلطنت کی د الاقصی رغولو ته ډېرپام کیدو. په ۱۹ پېړۍ کی د جومات چارې د یوې اسلامي شورا په غاړه وې. ددی پخوانۍ شيشه او لرګی يې خوندي کړل. په ۱۹۲۷ او ۳۷ م کی زلزلو ورته بیا تاوان ورسوو خو دواړه ځلی يې بیرته جوړ کړو. په ۱۹۴۸ م د اسرايل له جوړيدو وروسته د اردن او فلسطين ګډ اسلامي وقف د جومات ساتنه کوله او د رغولو لپاره د مصر او ترکي ماهرانو پکې کار کوو.
په ۲۱ اګست ۱۹۶۹ م د آسټریلیا یو وګړي ډینیس مایکل روحان چی القدس ته د سېل لپاره ورغلې و، الاقصی ته اور ورته کړو. ده د مسیحي عقیدې هغه بشارت پورا کول غوښته چی حضرت عيسی علیه السلام به بیرته دنیا ته راشي او په غونډۍ به د یهودانو معبد بیا جوړ شي. روحان ونیول شو او د ذهني ناروغۍ روغتون کی داخل کړو. دغه اور په مسلمانانو کی ډېره ناارامي راوستله او په رباط کی د اسلامي ملکونو یوه غونډه وبلل شوه. ددې مشري د سعودي عرب باچا فيصل کوله او په نتيجه کی په ۱۹۷۲ م کی د اسلامي همکارۍ سازمان (او- آی – سي) جوړ شو.
په ۱۹۸۰ م کی د اقصی او معراج د تیږې په بمونو د ړنګولو لپاره دوو یهودانو، بن شوشان او یهودا اتذیون پلان جوړ کړو. دوی هم د جومات په ځای د یهودانو معبد جوړول غوښته. له هغه راهیسې دغه جومات څو واری د ګواښ سره مخ شواو په زرګونو فلسطینیانو د دی د ساتلو لپاره خپل سرونه وبایلل. د “روحان” په اور کی د سلطان ذنګي هغه سپین منبرهم اوسوځیدو او په ۲۰۰۷ م کی د دې په ځای یو ساده منبر ولګول شو. دا د اردن جمیل بدران جوړ کړی و او د ذنګي منبر لرګینه کاپي ده چې میخ پکی نه دی کارول شوی.
اوس هم د فلسطین ټول جوماتونه د اقصی جومات نه وروسته اذان ورکوي. د اردن باچا عبد الله غواړي چی د دی په څلورو منارونو کی پینځم مینار هم ورزیات کړي. ښايي په نړۍ کی د الاقصی نه ذیات قیمتي جومات به بل نه وي.
صفیه حلیم
د خپريدو نېټه- ۲۵ جنوري ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.