وهابيان څوک دي؟

د سعودي عرب مرکزي برخې او د پلازمېنې رياض نه ۳۰ کلومټرشمال لوېديځ کې يوه سيمه الدرعيته” نومېږي. په اتلسمې ميلادي پېړۍ کې د اوسني شاهي کورنۍ مشر هم دلته ژوند کوو. د دې په يو وړوکي کلي ” العينيه” کې د يوې مذهبي کورنۍ ماشوم په ۱۷۰۳ م کې وزېږېدو چې محمد ابن عبدالوهاب […]

دنيا – ناول

د دنيا کيسه ډېره لنډه وه. ما غوښتل چې د خپل وړوکي کتابگوټي په يو څو پاڼو کې به يې خلاص کړم. خو کيسه اوږده شوه او څومره چې مې هڅه وکړه چې راټول يې کړم، لا پسې وغځېده. يوې ملگرې ته مې ووېل نو راته يې مشوره راکړه چې څومره يې ليکلې شې ، […]

يوناني ژبه

“اېلې نيکا” د ژبو هغه ټبر دې چې په څو لهجو د جنوبي بلقان او ورسره د نورو ټاپوانو او يونان کې وېل کېده. لکه د پښتو د هرې سيمې خپله لهجه او توري و چې د يو بل نه يې لږ توپير لرلو. يوناني له دې ټبر نه پرمختگ وکړو او د هندي اروپاي […]

ميرزاکه

په ۱۹۹۲ م د پکتيا په يو کلي کې چا د منگي نه اوبه راواړولې نود زړې زمانې يوه سکه هم ورسره راولوېده. اوبه د يوې کوهي (څاه) نه راوړل شوې وې. دا خبره خله په خله شوه او د کلي واړه زاړه هغه کوهي ته ورمات شول. چا د ځان سره بيلچې او کودالونه […]

د پېښور ميوزيم

ياد مې نه دي چې زه د څو کالو ووم خو د دې ميوزيم هغه تالار او په دې کې ايښې بوتان راته ډېر لوې ښکارېدل. مونږ ماشومان به پلار سره دې ميوزيم ته ډېر تلو، چې يوه لويه کوټه وه او راته به يې هلته پراته توکو په اړه معلومات راکول. د “گوتم بوت […]

شکارپور

د کندهار د زوړ ښار جنوبي دروازه “ښکاپر دروازه” نوميده چې د وخت په تېرېدو خلکو “ښکاپر بازار” کړو او اوس يې ځينې ” کاپر بازار” بولي. دا د “شکارپور” وران شوې بڼه ده چې اوس د پاکستان د سنده په صوبه کې د يوې ضلع او د ښار نوم دې. د سندهه د دشتو […]

د رڼا غر

د ميلادى کال ١٨٤٩ د جون په مياشت کى د لوېديځ پنجاب سيک جنگيالو ډلو د انگرېز پوځ نه ماته خوړلې او په تېښته و. د لاهور په شاهي کلا کې مهاراجه رنجيت سنگه دولس کلن زوې مهاراجه دليپ سنگه د خپل مور راني جند کور او يو څو خدمت گارانو سره پاتې و. د […]

د کاپيسا روانې شگې

د کابل نه اويا کلوميټرشمال کی د کاپيسا ولايت يو کلې د “ريگ روان” په نوم شهرت لري. په دې کلې کی يوه کيسه مشهوره ده چې امام حنفيه غازي ( د حضرت علي زوې) د اسلام په دښمنانو کې راگير شو خو د تېښتې لاره يې نه موندله نو خداې ته يې دعا وکړه. […]

په مس اينک کې څه و ؟

د کابل نه ۳۵ کلوميټر جنوب کې د زمکې نه اوو زره فټه لوړه غونډۍ چې “مس اينک” نومېږي د يويشتمې پېړۍ په لومړيو کلونو کې د لرغون پوهانو د پام وړ شو. خو ستونزه دا وه چې دا غونډۍ د مسو لوې زېرمې لري او افغان حکومت په ۲۰۰۸ م کې يوې سرکاري چينايي […]

په افغانستان کې د کچ دوديزې لارې

په هره ورځني ژوند کې د وړو توکو، لکه د جامو گنډلو او د اوبدلو لپاره د اوږد والي او پلن والي دا اندازې وې چې د انسان د بدن له غړيو اخيستل شوي دي. موى يا وېښته، ناخون يا د يو نوك سور، انګشت يا د يوې ګوتې سور، بليست يا لوېشت، ( ټوکر […]