آتما رام

دا انځور په ۱۸۴۱ م کې یو انګریز جیمز رېټري په افغانستان کې کښلې دی. یو سپین ږیرې هندو آتما رام د کورپه بره برخه کې ناست بهر ننداره کوي. دی د پیښور اوسیدونکې او د کندوز حاکم مراد بیګ ( وروسته د بخارا امیر) وزیر و. په دې انځور کې آتما رام په غاړه […]

کنجاړه

په دودیزه توګه د شړشمو تخم نه غوړ(تيل) د زبېښلو وروسته پاتې مواد، کنجاړه یا “کهلۍ” نومېږي. کله چې د جوميا، بنوله، السي، نمرګل، ذیتون او د بادامو نه د غوړو ایستل پېل شول نو د هغې پاتې شونې هم کنجاړه نومېده، لکه د بادامو کنجاړه یا د ذیتونو کنجاړه. د شلمې پېړۍ په وروستيو […]

د هډې ملا

د ۱۹ میلادي پېړۍ له نیمايي، په افغانستان کې د پېرنګي خلاف مبارزه کې د هډې ملا ډېر شهرت لرلو. د هډې د ملا خپل نوم عبدالقدير، په خټه کاکړاخونزاده د غزني د شلګراو اوسېدونکې و. د ده پلار محمد حسن اخونزاده نومېدو چې ځینې نمسي او کړوسي يې وروسته په مومندو کې مېشت شول. […]

زند اویستا

اویستا د ذردشتي دین سپېڅلې صحیفې او ذند د هغې تشریح او تفسیر دی. د زردشت د تعلیماتو ذکر د یونان هېروډوټس نه وړاندې د لیډیا( ترکي) “ژانشس” نومې لیکوال په ۵ ق م پېړۍ کې کړې و. هغه وخت د پارس واکمن بې دینه وو خو د یونان په سیالۍ کې د ذردشت صحیفې […]

د جمرود جنګ

دا جنګ په ۱۸۳۷ م د اپریل په میاشت کی تر ۱۲ ورځو روان و. د نولسمې میلادي پېړۍ له پېل سره په پنجاب کې سیکانو د مغلو نه واک واخستو او مهاراجه رنجیت سنګ پرله پسې ملتان، کشمیر او د اباسین ختیځې سیمې ونیولې. تر ۱۸۳۰ م د اټک کلا او د هزارې په […]

د کوټې شراب

د ۱۸۵۷ م د هند د خپلواکۍ پاڅون نه وروسته په پنجاب کې د انګریز زرګونو پوځیانو لپاره د شرابو اړتیا پېدا شوه. برطانوي انجینیر “پروبي کاټلي” او جنرل “ویلیم اولفرټس” د پیر پنجال په غرونو کې د بیر د کارخانې تابیا وکړه. په ۱۸۶۰ م کې دوی “ایډورډ ډایر” ته دا کار وسپارلو چې […]

دستر خوان

د غرمې ډوډۍ په وخت مور به مې په شکور کې پروت دسترخوان او پېسې راکړل او زه به د کوڅې نه بهر نانوایی (تنور) ته په منډه شوم. دسترخوان د ۱ مربع میټر د “سان” ټوټه، چې ورباندې سور رنګ ټاکې او هم هغسې سره حاشیه وه. د نانوایی مخ ته به هر ماشوم […]

اشرفۍ او مهر

اشرفۍ (اشرپۍ) د سرو زرو هغه سکه چې په ۱۵ میلادي پېړۍ کې د مصر مملوک باچا له خوا ضرب شوه. سلطان “اشرف برسباي” د ۱۴۲۲ م نه تر ۳۸ پورې د اسلامي خلافت په نیمايي واکمن و. د ده په وخت کې د یورپ او عرب ملکونو تر منځ کاروبار وده وکړه. د سمندري […]

ملکه حلیمه

بي بی حلیمه او د امیر عبد الرحمن وروستې میرمن وه. امیر د خپل ژوند په وروستیو کې د هغې په اړه وئیل، “اوس په افغانستان یو کس د حکومت جوګه دی اوهغه دا ښځه ده.” د دې نازولې لقب ملکه سلطان، د امیر دوست محمد خان د لور شمس جهان او د میرعتیق الله […]

بازیره

د سوات مینګورې نه ۲۰ کلومیټرجنوب کې اوسنی بریکوټ ۲۵۰۰ کاله پخوا “بازیره” وه. اوس دلته ۲۵ زرو خوا شا خلک مېشت دي. په ۱۹۸۴ م کې څو اطالوي لرغون پوهانود ” بریکوټ غونډۍ” ته پام شو نو یوه سروې يې وکړه. بیا په یو هیکټار زمکې کې کنستون پېل شو چې د پخوانۍ بازیرې […]