پښتنه جینۍ


دا تصویر د ۱۹۰۰ او ۱۹۱۰ تر منځ واخیستل شو. د آر-بي هومز له خوا
په تصویر کې یوه ماشومه (پیغلوټې) سپینه بورقه په سر ولاړه ښکاري. ښایی دا د پیښور په عکاس خانه کې اخیستل شوې وي. د شلمې میلادي پېړۍ په سر کې د هند خلک فلمونو او عکسونو سره دومره لیوالتیا ښودله چې هر ښار کې عکاس خانې جوړې شوې. په داسې ځایونو کې به انځوریز تختې وې چې یوه به يې د مشتریانو شا ته ودروله. ورسره د کاغذي ګلونو ګلدانۍ، ټوپۍ، کتاب، او دغسې نور شیان پراته وو.
د پښتنې جینۍ په عکس کې پرده غرونه او د دې په بېخ کې څو تیږې د دې لپاره دي چې وښایی هغه بهر ولاړه ده. هغه وخت عکسونه به تور او سپین وو نو ځکه د پردې انځور څرګند نه دی.
دغې ماشومې د هغه وخت د فیشن نری د ململو کمیس او ګیډی پرتوګ اغوستي دي. درې میټره اوږد چاپه دار ململو لوپټه د ځان نه يې تاو کړې ده. په پښو يې تیله دار پڼې دي او د جامو او ببوزي نه ښایی چې دا عکس په اوړی کې اخیستل شوې دی.
د جینۍ ګاڼې د سپینو او سرو زرو دي چې د غاړې تعویذ تر نامې د زنځیر سره تړلې دی. په لیچو يې یوه غټه د سرو زرو کړه او ورسره دوه د سپینو دسبندونه دي. هم دغسې د نتکۍ نه علاوه په پوزه د سرو زرو غټ “چارګل” هم لري. په تندي وړې د سرو ټیکۍ په یو لړکې ښکاري.
د ښې لاس د شهادت په ګوته یوه غټه “شیش ګوته” يې د بورقې پلو سره ښکاري. دغسې د سرو زرو ګوته به په پیښور کۍ د کویژدن په وخت د هلک له کوره جینۍ ته د نښې په توګه ورکړې کیده. د ګوتې شیشه به د “زړه په شکل وه او دې ته به يې ” نشاني” ویل.
داسې ښکاري چې جینۍ د خپل کویژدنې په ورځ د تصویر لپاره عکاس خانې ته یوړل شوه. هغوی به دا عکس لوی چاپ کې خپلوانو ته ورکړې وي خو اصل تخته یا “نیګیټو” به د هومزعکاس خانې سره پاتې وي. په هغو ورځو کې تور او سپین عکسونه به خلکو د شیشې او لرګي په چوکاټ کې بنداو او په المارۍ یا میز به يې ایښې و چې خلک يې وګوري. د هومز سټوډیو په ۱۹۲۳ م کې هغه ته د پلار له مړینې وروسته میراث کې پاتې شو. دی پخپله هم په نیوزیلینډ کې مړ شو نو خپلوانو يې د عکاس خانې ټولې تختې او ناچاپ تصویرونه برټش میوزیم ” ته وسپارل. هغوی ترینه ۸۰ شا و خوا عکسونه بیرته چاپ او یوې نندارې ته وړاندې کړل.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۳۱ دسمبر ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *