د ګوډین هټۍ د پیښور صدرپه ارباب روډ سل کاله پخوا څو د زیړ رنګ هټۍ، چې مخې ته به يې برنډه وه، په یوه لیکه کې جوړې وې. په ټولو د انګریزي ژبې لوحې د دوی کاروبار په ګوته کوو. د کرپا رام وریښمو او طله ټوکر، علیګ کافې، ګلاب رای کتابونه، او د کې- اې ګای […]
قيرووین په نړۍ کی تر ټولو پخوانی پوهنتون چی تراوسه کار کوی، د مراکش “جامعته القرووین” دی. د دی بنسټ په ۸۵۹ م کی د “فاس” په ښار کی کیښودل شو چې لګښت يې یوی میرمنې فاطمة الفهرية ورکاو. د فاطمې پلار یو شته من تجار و او د ټیونس نه يې مراکش ته کډه کړې […]
د میراث عملیات د ۱۹۴۷ م اګست په وروستیو کې د ډېلي اسمان په تورو لوګو کې پټ و. دا د هند د ویش د شخړو اور نه و بلکه د برطانوي حکومت د ودانیو شا ته په زرګونو دوسيې (فایلونه) په اور کې سېزل کیده. په بله ورځ د هند لویو ورځپاڼو کې د دې خبر خپورشو […]
چمنی خان د خوبه پاسه چمني خانه*** دا ستا ملګري ستا د مرګ تړي بندونه *** د پیښور نه ۴۵ کلومیټر شمال ختیځ کې د “سنډاسر” کلي یو سپین ږیري راته د پوخ سرک نه نیم کلومیټرلیرې څوبوساړې په ګوته کړې. د اګست په ۲۸ نېټه ۱۹۳۵ م دلته یو جومات کې د انګریزانو یو مفرور چمنی […]
د پيښور سازش د پینځو مقدمو(قضیو) لرۍ په ۱۹۲۱ او ۱۹۲۲ م کې د پیښور یوعدالت فیصله کړل. ملزمان د برطانوي هند حکومت د کمیونسټ کیدو او بغاوت په تور نیولي وو. په ۱۹۱۷ م کې د روس کمیونسټ انقلاب د هند په ځوانانوهم اغېز وکړو. یوه داسې ټولنه چې مالدار او غریب پکې یو شان حق ولري […]
مشروطه غورځنګ جوهرشاه غوربندي او لعل محمد کابلي ډېر په باور د امیر مخې ته ولاړ وو. په دوی د بغاوت تورلګیدلې او امیر ورته په قهر و. هغوی په زړه ورتیا د ولس ستونزې ورته په ګوته کړې خو امیر نمک حرام وبلل او هغه وخت د دربار یو کس دا دواړه د تماچې په ډزو […]
سربلند خان اڅکزی دا تصویر په ۱۸۷۹ م کې یو انګریز جان برک اخستې دی چې د برطانوي پوځ سره افغانستان ته ورغلې و. په دې کې د اڅکزو یو مشر سربلند خان او ۵ نور کسان ښکاري. سربلند خان او دده شا ته ولاړ سپین ږيري د دودیزه جامو د پاسه د وړۍ چپن اغوستې ده چې […]
د کعبې جنګونه په خانه کعبه لومړې جنګ په نومبر ۶۸۳ م کی مسلمانانو ترخپل منځ وشو. په ۶۸۰ م اکتوبرد کربلا له پيښې وروسته په دمشق کې د امیه دوېم خلیفه یزید د واک اعلان وشو. د دې فیصلې خلاف د مدینې خلکو د احتجاج په توګه د امیه ټبر ۱۰۰۰کسان له ښاره وشړل. امیه د بدل […]
د خټو مولی د ایران میرمن شیرین عبادي په ۲۰۰۳ م کې د امن نوبل انعام اخستو په وخت تقریر کې وویل، ” کوروش (سایرس) باچا ۲۵۰۰ کاله پخوا اعلان کړی و چې که خلک يې نه غواړي نو دی به ورباندې باچاهي نه کوي.” بیا په ۲۰۰۶ م کې د امریکې صدر جورج بوش د سایرس یادونه […]
باز او شهباز باز(ایګل) د مارغانو هغه ټبردی چې غوښه خوري. د باز ۶۰ نه زيات قسمونه دي او د نړۍ هرګوټ کې موندل کېږي. باښه (باخه) چرغ، ګوربت، شیکرا او ټپوس ټول له یوه کورنۍ دي. د باز سترګې زيړې یا خړې وي او په ښکاریا غوښې ناڅاپه غوټه وهي. شهباز د عربي عقاب، د فارسي شاهین […]