چترال


د زمکې په کچ چترال د صوبہ خیبر پښتونخوا ترټولو لویه ضلع (ولسوالي) خو د دې دغرونو یواځې ۴ فی صده زمکه کرهڼې او نور د خپلو شنو ځنګلونو لپاره نوم لري. د نیم میلین وګړو دغه سیمه په ځایی ژبه کې ” چھترار” تلفظ کېږی چې مانا يې “له پټي پریکړې” وي. خو د دې څه علمي وضاحت نشته.
د چترال په شمال او لویدیځ کې واخان، نورستان او بدخشان، په ختیځ کې ګلګت هنزه او بلتتستان- سوات او کوهستان او په جنوب کې يې د “دیر” ضلع ده. د چترال په سلو کې ۶۹ خلک سنی مسلمانان، ۲۹ اسمعیلی او ۱ فی صد کیلاش او د نیمایی نه زیات يې لوستي دي.
د هندو کش غرونه د چترال او افغانستان ترمنځ واقع دی. د چترال د غرونو نامتو څوکې تریچمیر، قوشاق، استورونال، سر اغرار، لنګرزوم، نومېږي. د غرونو یوه بله سلسله هندوراج د سوات، دیر، او یارکند پورې تللې ده. د قراقرم درو نه به آریايي قامونه تیرېدل چې شندور، لواري، بشګل او بروګل يې مشهور دي.
چترال تر ۱۹ میلادي پېړۍ خپلواکه سیمه وه خو انګریزانو د روس د حملې له ویرې په ۱۸۹۵م د خپلې خوښې واکمن (مهيتار) سره د امتیازاتو په بدل کې لوظنامه وکړه. بیا يې هلته خپل پوځ ورواستاو چې په لاره ورسره د پښتنو څو جنګونه هم وشول. هغه وخت د پښتو دغه لنډۍ مشهوره شوه چې،
چرته انګریز چرته چترال
بې ننګي زور شوه انګریزان چترال ته ځینه
د وېش نه وروسته چترال د پاکستان لاس کې شوه. د دې ځای مهیتار تر ۱۹۶۹ م هلته پاتې شو او بیا دا ریاست ختم کړې شو. په چترال کې د ونو په بې دریغه پریکولو، د دې په غرونو کې ځینې وحشي ځناور اوس نه موندل کېږی. د دې نه علاوه د کیلاش خلکو د “چیلم جش” میلې کې هر کال په زرګونو سېلانیانو د ګډون له کبله دلته چاپېریال ته سخت تاوان رسېږي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۴ جنوری ۲۰۱۸ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.