بخت نامه او امیرجان


دا ځل د څلرم بارک په ځای په دوېم بارک کې وم. دلته یو سړی زما په خوا کې په وټله اوسېده. امیرجان نومېده، د ژوب د کلا سیف الله کاکړ و. په سر کې خو به ځکه زما ورته زیات پام و چې ده ته يې په جېل کې سرې جامې ورکولې چې د دې نخښه وه چې دی کله د جیله تښتېدلې دی. وروسته مې بیا نورهم زړه ورسره ولګېدو. یو خو ښه پوهه، بې غمه او شرمناک سړی و. بله مې یوه ډېره ناپېښه خبره ترې ولیدله چې که د هرچا مې لیدلې وای، اندیښنه به يې کېدله. هغه دا چې دې سړي به په بارک کې ماښام ترهغه وخته چې بیدېده یوه پنسوره مخ ته نیولې وه او ډېرځیر يې ورته کاته چې ګوا ډېر په مینه (استغراق) يې لولي چې څه ناپیښه کار نه و…..
خو خبره تردې ناپیښه وه. یو وخت زه بې پامه د ده ترشا تېرسوم، څه کار مې و. چې وه مې کاته، ده د پنسورې پرمخ څه اوږده وېښتان پراته وو او ده څه لوستل نه- لغړ يې هغو ته کتل. زه ډېرهک پک پاته سوم چې دا لا څه دی. ګومان مې سو چې چا ټګ به خطا ایستلې وي او څه کوډې موډې يې ورښوولې وی. ځکه چې بېرته راغلم، تپوس مې ترې وکۍ چې ته لوستې يې که نه؟ دی پوهه سو چې ده زما پنسوره لیدلې ده. څه هاں هوں جواب يې راکۍ او چې ما نېغ تپوس ترې وکۍ چې دا وېښتان څه دی نو يې وویل. خانه! دروغ نسم درته ویلې خو چا ته به واې نه، دا جیل دی، هسې نه چې څه تاوان را ورسېږي او یا دا لږ ډېر ساتېري (تفریح) هم راباندې ودرېږي. ما ویل، “ښه نه به وایم” ویل يې لوستې نه یم او نه څه لولوم، دا د هغې ښځې وېښتان دی، د چا پر سر چې زه بندي یم. چې جېل ته راتلم- د نوښانۍ په توګه مې ترې راوړل.
ښځه بخت نامه نومېدله، ده راتښتولې وه، په لارې نیول سوی وو. دی بندي سوې و او هغه پاته او د ده لپاره د یو سردارپه کور کې ناسته وه. دی یو وار د سېوۍ له جېله غورځېدلۍ خو بېرته نیول سوۍ وو. وی بس په جېل کې مې ژوند د دغو وېښتانو په دید تېرېږي ځکه مې ته وینې چې ترڅو ویښ یم، دوی ته ګورم. د روزی په کارخانه کې هم چې کله وار پیدا کړم، را وا يې خلم او ورته ګورم. خلګه چې وایی، دی پنسوره یایی، زه دوی ګورم.
ما ویل په دې دی څه سوده کېږي؟ ویل، هو دومری سوده مې په سی چې زیاتره چې دوی ته ګورم په ځان او په شاو خوا جهان نه یم خبر. اوس هم چې ته ولاړ سوۍ يې زما تر شا تېر سوۍ يې او بېرته راغلۍ يې، زه نه یم در پوه سوۍ. کنۍ ما به دا وېښتان پټول.”
وروسته مونږ ترې ولاړو او امیر جان دالته پاته سو. دغه امیرجان بیا جېل والاو په وهلو ټکولو وژلۍ وو. هغه دا شان چې په کال ۱۹۳۱ د جېل واکوالانو یوې خوا ته د بندیانو د راشن نه په ډېره غلا ګوتې پورې کړی وې. لږ لږ غلا خو دوی تل کوي خو کله کله ځینی واکوالان ډېره زیاته غلا پېل کی. په دغه کال يې غلا دومره زیاته کړې وه چې تر ډېره يې بندیانو دغه کال د لوږې کال باله. بلې غاړې ته چې به بندیانو د لوږې نالښ کاوه نو هغوی به په وهلو ټکولو او شرمولو- لکه جامې ترې ایستل یا انیمه ورکول او داسې کارو به يې چپ کول.
په دغه وخت کې د دغه امیرجان به پزه وینې کېدله. هسې هم د جېل د واکوالانو او درمانیانو د بندي رنځ زړه ته نه لوېږي – وایی “ټګي کوي” یا يې خپله کړی دی…
… نو د امیرجان چې به پوزه وینېدله ده له دا خبره لاښه جوړوه. څه وختې په درمانتون کې هم ساتلې وو او درمان يې ورله کړې و او چې وینه يې نه وه بنده سوې نو يې دا جوړه کړې وه چې دا دی په هسکارکوي او د درمان په ځای يې د جېل سزاګانې او وهل او کوټل ورپېل کړي وو. تر دې چې دی په دغه خوږو (نکسیر) هلته مړ وو.
دا ګردی خبرې څه ناښوده نه وه. ناپېښه دا وه چې کله بخت نامه د ده په مرګ خبره سوې وه نو له دې ډاره چې اوس خو به پښتانه هیڅ کله ما بې واده پرېږدي نه او زه د امیرجانه پس بل مېړه نه کوم او نه کولې سم.
دا ځوانه، ښکلې او ډېره سوګړه ښځه وه. نورخو پرېږده، خپله سردار ذرغون خان جوګیزی دې ته ناست و چې دا د ځان کی.
دې د ډېره سوچ پس دا پرېکړه کړې وه چې زه د امیرجان غم ته بل ځای نسم او زګارېدای- بې جېله- او جېل له ما څوک نه بیای. ترڅو چې ما ډېرغټ تور، په زیاته بیا سرکاري تاوان نه وي کړۍ.
نو يې د سردار له کوره، چیرې چې د جرګې له مخې، د امیر جان په ژوند اوسېدله، د هغه توپنګچه را اخستې او د کلا سیف الله بازار له راغلې وه. زړه يې دا و چې څوک سیک سرکاری نوکر به وژنې- …ځکه چې په دې او امیرجان پسې د تېښتی او نیولو په پلا چې کوم پولیس وتلی وو، د هغو زیاتره سپاهیان سیکان وو. دغه وخت د کلا سیف الله سرکاري درمانی هم سیک وو. نو بخت نامه وار له واره هغه له ورغلې وه چې مړ يې کړي. ښه نیژدې ورته کیناستلې وه او په پړونی کې دننه توپنګچه ورته برابره کړې وه چې ویشت يې- خو ځکه چې بیا هم بهادره پښتنه وه. پام يې کړې دی چې دا سړی که څه هم سیک او سرکاري سړی دی او زما د جېل مراد په پوره کېږي خو ځکه چې دی د پښتنو او د خدای د پیدا (مخلوق) خسمانه کوي نو د ده مرګ بد کار دی. چیرې بل سیک کتل پکار دی. نو هغه يې پریښې و او ترې راوتلې وه. او په بازار کې دوه که درې نور سیکان ویشتلي وو، چې یو پکې د پولیسو سپاهي و او هغه مړ سو.
دا يې ونيوله او جرګې اوږد بند ورکۍ چې د دې مراد و.
چې زه په کال ۱۹۳۷ کې بیا جېل ته ورغلم، دا هورې وه.
یو وخت سپرلی، یو کاکړ بندي، چې په درمانتون کې يې کار کاوه او د درمانی سره به ګرځېده. د تول په ورځ زما ځای ته د درمانی سره راغۍ. ما چې رنګ ته وکاته، سړي ژړلي وو. تپوس مې ترې وکۍ چې هلکه ولی دی ژړلي دي؟ ګومان مې وو چې د جېل واکوالانو به وهلۍ یا کنځلۍ وي. دی بیا په ژړا سو. وې خانه! خدای دې کور وران کي د دې ښځې. چې هر کله زنانه جېل ته ورسم، ټوله ورځ مې په ژړا تېره سي. ما وې، ” ولې څه چل دی او څوک ده ښځه؟
وې، ” هغه بخت نامه څه ده، کلونه يې په جېل کې دا دی وسو. خو بس چې کله دغه د درمانتون “تله” مونږ د تول لپاره وروړو، دا په ژړا سي او راسي دا تله مچ او ښکل کي. په زوره زوره ساندې وایی چې زما امیرجان به هم په دې تله باندې د تول په وخت خپلې ښکلې پښې لګولی وي او داسې په ارمان ژاړي لکه امیرجان چې نن مړ او د دې نه بېل سوۍ وي. ځکه زما او د نورو پښتنو بندیانو زړه هم اور وکي او بیا مو درسته ورځ ژړا نه درېږي…
… د بخت نامې خور د ریښتینې مینې او پاک ژوند دا خونده وره بودهه به نیمګړې پاته وي که دا لا هم و نه لیکم چې که څه هم دې مېړه مخې پښتنې خپل د اوڅاری ښکلې ځوانۍ ډېرکلونه د یو ناچاره بندي په توګه د جېل د بدو او بې سره بندیانو او بد کارو سپاهیانو، جمادارانو او واکوالانو په میان کې د “مچ” په جېل کې تېر کړل، چېرې چې ډېرو نورو زنانو ته بدې بدنامۍ پیښې سولې. خو… خپله ما هلته لس میاشتې سره د نورو داسې تېرې کړې چې یو دېوال مو ترمیان وو خو مونږ د دې پښتنې په زوره ږغ هم نه دۍ اوريدلۍ. او بل وخت چې ښاغلی ارباب عبد القادرخان کاسی په څه کامی (قامي) تور کې دالته یو کال یواځې بندي و. او یو وخت يې ښومیا نیولې وه نو دغې مېړه مخې پښتنې خپل د پښتونوالی او کامی ننګ له مخې ځان په خبر کړې وو. مونږ يې بهر په خبر کړلو او تر پایه يې د ده او باهر دنیا ترمیان د خت خبر کار کاوه. څه وخت پس دا د جېله ژوندۍ ووتله خو هله چې سپین سرې سوې وه او د مېړه نه وه.
کیسه لیکونکې- عبد الصمد خان اڅکزی.
وټله (په ګډه)
ناپېښه(عجیبه)
بیدېده(ویده کېدو)
پنسوره(پنج سوره)
کاته(کتل)
ګوا(ګني)
نه څه لولوم- (نه څه لوستی شم)
نوښانۍ (نشاني)
د روزي کارخانه (ډوډۍ کوټه)
سوده (سود)
نالښ (شکایت)
درمانیانو (ډاکټرانو)
لاښه (لانجه)
هسکار (قصد)
ناښوده (نالیدلې)
سوګړه (سلیقه مند)
هوری (هلته)
ساندې (ویرجن شعر)
بودهه (کیسه)
ږغ (غږ)
ښومیا (د ولوږې هړتال)
میان(منځ)
زما ژوند او ژوندون ( دوېم ټوک) بابای پښتون- خان شهید اودل سمد خان اڅکزی. ۱۳۸۳ ل.(۲۰۰۴ ع) یونائټیډ چاپځی کوټه. د ۲۲۲ نه تر ۲۳۲ مخ.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۱۴ فروري ۲۰۱۸ م

.

One Response to بخت نامه او امیرجان

  1. Muhammad Sohail
    14 February, 2018 at 5:03 PM

    Arman de arman ,,,, Dunia faani Da . …… her chaaa na paatay ,,,, khqolay zwaneee Da

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *