شامي پیر


د ۱۹۳۸ م جون په ۳۰ د وزیرستان “کاڼيګروم” د انګریزانو پوځ کلابند کړو. د یوخانقاه نه يې ځوان پیر ورسره په پوځي ګاډي کې کیناستو او د کوهاټ هوای ډګر ته لاړل. دغه کس څو اوونۍ وړاندې د هند په خاوره قدم ایښې و او په قبایلو کې د “شامي پیر” په نوم مشهور شو.
د شامي پیر اصل نوم محمد سعدي او پلار يې عطاءالله ګیلاني نومیدو. دوی د شیخ عبد القادر ګیلاني له ټبر نه و. دده یو تره حسین ګیلاني په بیت المقدس کي مفتی اعظم و. د ده بل تره محمد صالح ګیلاني د ملکې ثریا د ترور(عمه) سره واده کړې و. محمد سعدي په ۱۹۰۱ م کي دمشق کي وزېږېدو او هم هلته يې سبق وویلو. د ۱۹ کالو په عمر کې جرمني ته لاړو او هلته په زراعتو کې يې لوړې زدګړې تر سره کړې. هم هلته د جرمني د یو پولیس افسر د لور سره يې واده وکړو.
په ۱۹۱۵ م کې یو جرمن ډپلومېټ، ډاکټر وان هینټیګ، د هند او ترکي ډلې سره افغانستان ته د دې لپاره ورغلې و چې په لومړی نړۍ وال جنګ کې ورسره مله شي. خو امیر حبیب الله خان ورسره و نه منل. شل کاله وروسته هینتیګ د جرمني په خارجه وزارت کي د منځني ختیځ د چارو د څانګي مشر او د محمد سعدي ګیلاني سره په رابطه کې شو.
په ۱۹۳۷ م کې جرمني، ترکي او ملګرو يې د انګریزانو خلاف څو ځایونو کې پټ فعالیت شروع کړې و. په اطالیې کې جلاوطن د افغانستان امیر امان الله خان د دوی لپاره یو مهم لوبغاړې و. په پښتنو او په تېره بیا قبایلو کې د هغه ملاتړي ډېر وو. د تصوف قادریه طریقه په ټولې نړۍ کې مریدان لري او په افغانستان کې يې هم حلقه پراخه وه. د ۱۹۳۸ م په سر کې سعدي ګیلاني هند ته ورسېدو نو انګریزانو يې هر کلې وکړو.
هینټیګ د ده د سفر لپاره ورته ټولې لارې برابرې کړې. د پېسو وړل لویه ستونره وه ځکه قبایلو کاغذي نوټ نه منل. هغوی د ټانک نواب ته د مرستې وویل چې په سیمه کې شته من کس او انګریزانو نه يې امتیازات اخیستل. سعدي ګیلاني د هند نه کاڼیګرم ته لاړو چې په ۱۶ میلادي پېړۍ کې د پیرروښان میشتځای و.
وزیرستان او جوختو سیمو کې هغه وخت ګډوډی وه.
میرزاعلي خان (فقیرایپي) د اطالوي پېسو په زور د انګرېزانو خلاف جهاد پېل کړې و. د مسیدو او وزیرو ترمنځ جګړې روانې وې. سلیمان خیلو د افغانستان حکومت په ضد راپورته شوی وو ځکه په تجارتي مال ټیکس (محصول) يې نه غوښتو.
سعدي ګیلاني په ۱۹۳۸ م جون په سر کې د کاڼیګروم ملکانو او ملایانو سره خبرې وکړې، پېسې يې پرې وویشلې او یو لنګريې جاري کړو. د لمانځه نه وروسته به ده خلکو ته تقریر کوو چې د افغانستان د تخت اصل حقدار امان الله خان و. خلکو ورته د “شامي پیر” لقب ورکړو. د جون په ۲۵ د خالي په ورځ هغه په کاڼيګروم کې یوه جرګه را وبلله او د جهاد په اړه يې تقریر وکړو. د سیمې د ټولو قامونو په ګډون د ۵۰۰۰ یو لښکر د میران شاه په لوري روان شو خو ایپي فقیر ورسره ملاتړ ونکړو. شینوارو او مومندو ته هم د افغانستان باچا په ضد جګړه بې ځایه معلومیده.
د افغانستان وزیراعظم هاشم خان له وړاندې نه قبایلو سره د جورجاړۍ لپاره ګامونه اخستي وو. ملا شوربازار او داخله وزیر محمدګل خان مهمند د یو ډپلومېټ، الله نوازخان سره یو ځای سرحدی قبایلو ته ورغلل او د خبرو نه زیات پېسې اغیزمن شوې. ورسره د افغانستان حکومت انګریزانو ته دا خبردارې ورکړو چې که شامي پیر د سیمې نه يې و نه شړلو نو سفارتي اړیکې به ورسره پرېکړي. هم هغه وه چې انګرېزانو خپل پوځ شمالي وزیرستان ته واستوو. د جون په ۲۴، مرکچیانو د شامي پیر سره خبرې پېل کړې او ورسره برطانوي الوتکو په اسمان ټیټ پروازونه کول. دوی پاڼې هم غورځولې چې ورباندې کواښ شوې و چې که چا د شامي پیر سره ملګرتیا وکړه نو کور به يې بمباري شي. مرکچیانو شامي پیر ته د ۲۰ زرو پونډو ورکولو ژمنه هم وکړه.
شامي پیر ځان انګریزانو ته وسپارلو. بیا خپل پټکی او خرقه يې لیرې کړل، ږیره يې وخرېله او اروپای کوټ پتلون يې په غاړه کړل. انګریزانو د ده تصویرونه واخیستل او د پخواني عکس سره په یوې پاڼې چاپ کړل چې د زرګونو په شمېر قبایلو کې يې ووېشل. شامي پیر يې د هند نه وویستلو نو هاشم خان د فرانس حکومت نه د هغه د نیولو غوښتنه وکړه. د ۱۹۳۹ کال ستمبر په ۱۲ چې دوېم نړۍ وال جنګ پېل شوې و، د فرانسې پولیسو شامي پیر او دده مېرمن قید کړل. خو د جنګ زمانه وه او بله د ګیلاني ټبر هغه وخت ډېر زور لرلو نو ژر يې پریښودل.
د شامي پیر مبارزه ناکامه شوه خو د افغانستان حکومت تله درنه وه. انګریزانو د هاشم خان ته ” په کال کي پنځه میلیونه کلداري رشوت ومانه او له افغانستان سره یې په کال کي ۱۷۰ زره پونډه مالي مرستي ژمنه وکړه.” د دې نه علاوه ۲۰ جنګي الوتکې يې په افغانستان خرڅې کړې.
وروسته د محمد سعدي ګیلاني پخپل دفاع کې وویل چې، ” د برټانوي مقامات په دې مداخلې خوشحاله وو.” یعني هغه د انګریزانو په خوښه وزیرستان ته ورغلې و. بیا وایی چې ” د وزیرستان قبایلو ورڅخه وغوښتل چي د فقیر ایپي پرځای دي د هغوی مشرتوب پرغاړه واخلي.”
د ده نه پوښتنه وشوه چې “که دغه ښورښ بریالی سوی وای نو ده به څه کړي وای؟ ده په ډېره ساده توګه جواب ورکړی وو چي د خپل ځان او کورنۍ لپاره به یې پاچهي نیولې وای ځکه چي قادریه طریقه په افغانستان کي ډېرزیات مریدان او پیروان لري.”
صفیه حلیم
سرچینې
۱.افغانستان او سرحد-یوه تاریخي جایزه. پروفیسر عبد الحئ. حاجی فقیر محمد اینډ سنز- یونیورسټی ټاون پیښور.۱۹۸۸ م. ۳۸۸ او ۳۸۹ مخ
۲. پټهان- سر اولف کېرو.(اردو ژباړه.سید محبوب علی) پښتو اکیډمي پیښور.۲۰۰۸ م چاپ.۵۹۹-۶۰۰-مخ
۳.شامي پیر څوک و؟عبدالباري جهاني.مقاله -۱ نومبر ۲۰۱۶ م. تاند ویبپاڼه.

4. Afghanistan: A study of political developments in Central Asia
William Kerr Fraser-Tytler.
5.The Kaiser’s Mission to Kabul: A Secret Expedition to Afghanistan in World War I.
by Jules Stewart. I B Tauris. 2014. pp 333.
6. Adamec W. Ludwig. Historical and Political Who’s Who in Afghanistan

د خپریدو نېټه- ۹ فروري ۲۰۱۸ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *