پنج دیهه


د ۱۸۸۵ م په سپرلی کې روسي پوځ د کشک سیند پر غاړه یوې حملې کې په سوونو افغان پوځیان ووژل. په تاریخ کې دا د پنج دیهه پیښه بلل کېږي.
۱۹ پېړۍ کې برطانيې د هند لویه وچه کې پښې وغځولې نو روس د مرکزي ایشیا ټول ملکونه ونیول. په ۱۸۸۲ م کې برطانیه او روس د افغانستان د شمالي سرحدونو د ټاکلو لپاره یوکمیشن جوړ کړو چې روسي له خوا جنرل ذیلینویی او انګریزانو له خوا پیټرلمسډن مشران وو. د دوی لومرۍ غونډه د ۱۸۸۳ م په اکتوبر کې سرخس (سي رخس) کې پکار وه خو وځنډیده ځکه د ایران دا پوسټه روسانو ونیوله.
په ۱۸۸۴ م کې دوی د مرو تاریخي ښار ته هم ننوتل چې په لویدیځ کې يې هری رود او ختیځ کې د مرغاب سیندونه دي. پنج دیه یا ۵ کلي هم دلته اباد وو. د هرات والي په” ماروچک” کې جنرل غوث الدین ته امروکړو چې د پوځ او دوو توپو سره پنج دیهه ته ورشي. هم هغه وخت ۴۰۰ روسي سپاره “پل ختن” او یو روسی افسر د ۸ سپارو سره د پنج دیهه په پوله ورسیدل. هلته افغان سرحدي ځواک ایسارکړل چې د دوی په خاوره به قدم نه ږدي او ښایی ښکنځلې يې ورته وکړې. قهرژن روسانو سره بله هیڅ لاره نه وه او بیرته لاړل.
لمسډن په ۴ نومبر ۱۸۸۴ م د ۴۵۰ پوځیانو په بدرګه تهران نه هرات ته روان شو او کله چې په ۸ نیټه سرخس ته ورسیدو نو کوماروف ورته د افغان پوځ شکایت وکړو. انګریز پوځي افسر”کرنل ریج وي” چې په غوریان کې و، د قاضي سفید الدین د لارې افغانانو ته پیغام ورکړو چې د روسانو سره په تونده لهجه خبرې ونکړي. غوث الدین ته د قاضي لیک ورسیدو نوده جواب ورکړو، “روسان په غرورچلن کوي اوهم هغسې جواب به ورکوو. که ایسارمو نکړل نو څنګه چې د ایران نه يې سرخس واخیستو، مونږ به هم له دغه ځایه وباسي. ریج وې دغه اندیښنه روسانو ته څرګنده کړه. خو هغوی په سیمه کې خپل پوځي ځواک نورهم پیاوړې کړو. د خیوه ۶۰۰۰ پوځ مرو ته ورسیدو. د مرغاب سیند په ختیځه غاړه د دوی ۱۵۰ سپارو او هم هغه هومره په لویدیځه غاړه، ګشت کوو.
غوث الدین د مرو والي علی خانوف ته سخت لیکونه استول او په جواب کې هغه هم ورته ګواښونه کول. د هرات والي خبر شو نوغوث الدین يې تهدید او لیکونو نه يې منع کړو. لمسډن په ۳ دسمبر آق تپې ته لاړو او قاضی سفید الدین ورته د سیمې معلومات ورکړل. دا چې پخوا د مرو او سرخس حاکمان تل افغانستان ته پتمن وو نو ځکه دا دواړه سیمې د افغانستان سره پکار دي. لمسډن جواب ورکړو چې پخوا خو مشهد هم د افغانستان سره و نو تاسو به اوس هغه هم غواړئ؟ قاضی دلیل ورکړو چې دا د انګریزانو سستي او بې غوری ده چې روسانو دا ځایونه ونیول.
د پنج دیهه حاکم امین الله خان د سیمې د خلکو په منافقت ویزاره و چې په پټه روسانو او علی خانوف سره اړیکې ساتلې وې. نو دنده يې خپل ورور “یلنګتاش” ته پریښوده. په ۱۵ دسمبر لمسډن زاړه پنج دیهه ته ورغلو او په بله ورځ د هرات والي د ۲۰۰۰ سپارو سره را ورسیدو. لمسډن والي ته مشوره ورکړه چې د پنج دیهه نه پوځ وباسي چې د روسانو اندیښنه ختمه شي. که روسانو پرې حمله وکړه نو برطانوي پوځ به ورسره مرسته کوي. د سرورخان په غوښتنه لمسډن هغه ته دا هر څه په یو کاغذ ولیکل. والي په ۲۲ دسمبر د بالا مرغاب د لارې بیرته روان شو او په ۶ جنوري هرات ته ورسیدو.
هغه وخت د ساریک قام له خوا یوه لیکلې سند راورسیدو چې پل ختن د افغانستان سیمه وه. هلته د هرات حکومت یو چارواکې قلیچ خان تیموري له خوا جوړه شوې مناره د دې ثبوت و. بله دا چې د پل ختن خلکو اوس هم هرات ته ګمرک او د زمکي مالیه ورکوله.
انګریز کمیشن دا معلومات یو ځای کول او ژمې يې په بالا مرغاب کې تیر کړو. سرور خان د کندهار یو کنډک مرغاب ته واستاو چې هلته خپل بیرغ لوړکړي او روسانو ته خپل زور وښایی. بیا ۴۰۰ کسان په ماروچک کې پاتې شول، ۲۰۰ عسکر او ۲۰۰ توپچیان د ۲ شتر نال سره د تیمور شاه خان په مشرۍ مرغاب کې ایسار شول. د دې نه علاوه ۶۵۰ نورې پوځي ډلې په آق تپه او پل خشتي کې ځای په ځای شول. په دهانه زوالفقار کې ۱۰۰ سپاره میشت وو.
روسانو د آق تپې نه ۲ میله جنوب په “قزل تپه” کې یوه کلا لرله چې جنرل کوماروف ۱۵۰۰ پوځ سره پکې ایسار و. علی خانوف افغانانو سره د خبرو لپاره “آق تپې” ته ورغلو خو هلته افغانانو ورته سپکې سپورې وویلې او چې بیرته تلو نو ډزې يې پرې وکړې.
په ۱۵ فروری ۱۸۸۵ م یو روسی افسر د ۴۵ سپارو سره دهانه زوالفقار ته ورننوتل. هم هغه وخت یوه کومکي دسته د هرات نه دغې سیمې ته واستول شوه. د روسي پوځ ۱۰۰ سپاره “ایماق جر” ته لاړل او په ښکنځلو او بدو ردو يې هلته نه ۴۰ افغان ګارډ په زوره وشړل.
لمسډن لندن ته یو تار واستاو او کرنل ریج وې ته يې امر وکړو چې روسانو سره خبره وکړي. د تار خبرسینټ پیټرزبرګ ته لاړو او (زار) باچا معلومات وغوښتل. روسي پوځ باچا ته جواب ولیکلو چې په سرحد ځایی خلکو اور لګولې و نو یوه وړه دسته د هغې وژلو لپاره لاړو. روسي پوځ آق رباط او زوالفقار ته هم ورننوتو خو د باچا په تار کې خپل پوځ ته په شا کیدو امر کړې وو. روسان د پل ختن نه علاوه نور هرځای نه ووتل.
لمسډن ولیدل چې د پنج دیهه خلکو د روسانو پلوي کوله. هغه قاضی ته وویل چې که د امیر اجازه وي نو د پنج دیهه اوسیدونکي روسانو ته وسپارئ. دا سیمه به تشه کړئ او د افغانستان د نورو سیمو خلک به پکې اباد شي. امیرعبد الرحمن دغه مشورې سره مخالفت وښودلو، چې د دې پایلې به منفي وي. دغسې خبره روسانو هم کړې وه چې امیر ته مناسب کار نه ښکاریدو. امیر په ۸ مارچ ۱۸۸۵ م د لاړد ډفرن سره خبرو لپاره کابل نه راولپنډۍ ته روان شو.
هغه وخت د میمنې نه یو تښتیدلې افغان چار واکې “یزدان قل”، په مرو کې د علی خانوف سره ملازم شو. ده د پنج دیهه خلک راپارول چې افغانستان د دوی ملک نه دی او د هغه ځای مخه ورو ته يې لیکونه استول چې که روسانو سره یو شي نو انعام به ورته ورکوي.
په ۱۶ مارچ امیرعبد الرحمن قاضي ته ولیکل چې که روسان ډېر هم جارحانه چلن وکړي، افغان پوځیان دې ورسره مقابله نه کوي بلکه هغه پوسټه دې ورته پریږدي. که مرغاب کې درباندې حمله کوي نو بیا میمنې ته دې ورشي. ځکه که افغانان جنګ کې بریالي شول نو بیا هغه سیمه نشي ساتلې. که ماتې يې وخوړه نو دا جنګ به ترهرات خپور شي.
جنرل کوماروف تیمورشاه خان ته ګواښ وکړو چې آق تپه دې خوشې کړي ګني جنګ ته تیار شي. تیمور شاه خان سمدلاسه جواب نشو لیکلې او هغه وخت واورین باران هم وریدو نو د دفاع څه تیاري يې ونکړه.
د ۱۹ مارچ په شپه روسان آق تپه نیولو له روان شول. دوی د لیرې نه ډزې کولې او افغان پوځ داسې وګڼله چې نور کله په شان دوی به بیرته لاړ شي. خو ډزې بندې نه شوې نو افغانانو په ټوپکو کې رانجه ډکول پېل کړل چې باران سره خټه کیدل. روسانو یوه لویه حمله وکړه، د ۳۰۰ نه زیات پوځ او ۶۱ اسونه يې ووژل. په دوی کې دوه افسران، کرنل شاه مرد خان او علي اکبرخان هم شامل وو. ۷۳ پوځیان او ۷ اسونه ټپي شول. ۸ ټپي پوځیان روسانو ونیول چې درملنې نه وروسته يې پریښودل. دوی ۸ توپ ګاډی هم یوړل. د ۴ توپو لپاره چې کوم ۱۰۴ افغان توپچي ساتل شوي وو هغه ټول هرات ته وتښتیدل.
په هغه ورځ د برطانوي کمیشن ډله په ګلران کې وه او ددوی نه ۴۲ افغان پوځیان وتښتیدل. روسانو د آق رباط او زوالفقار نیولو ته مټې ونغښتې. هلته محمد امین خان افشار د دوی د مخ نیوي هڅه وکړه خو څنګه چې ورته امر شوې و، پوسټه يې پریښوده.
د اپریل په ۷ نیټه دا خبر انګلستان ته ورسیدو نو وزیر اعظم ګلېډسټون د روس سره جنګ لپاره پارلیمان نه ۱۱ میلینه پاونډ وغوښتل. اخوا د روس باچا د روغې او منځګړتوب مشوره ورکړه چې برطانیې ورسره ومنل او د یو لوی جنګ مخه ونیول شوه. لمسډن له دې خبرو وویستل شو او د هغه په ځای ” کرنل ریجوی” د سرحد د ټاکلو کار په غاړه واخیستو. امیر لیکي، “په مې کې وایسرای راته ولیکل چې روسان د پنج دیهه په بدل کې “زوالفقار” راته پرېږدي.”
د افغانستان شمالي سرحد د ایران “سرخس” نه پېل او ۲۷۰ میل ختیځ او شمال ختیځ کې د آمو په غاړه ” خواجه صالح” کې ختمېږي. په ۲۲ جولای ۱۸۸۷ م کې د روس او افغانستان تر منځ وروستی پروټوکول دستخط شو. په ۱۸۹۰ م کې روسانو پنج دیهه کې خپله چاوڼۍ جوړه کړه او لس کاله وروسته يې د مرو سره اورګاډی په پاټلۍ ونښلوو. افغانستان د برطانیې او روس ترمنځ یو بفرزون شو.
په ۱۹۲۱ م کې د افغانستان او شوروي اتحاد ترمنځ د ملګرتیا تړون له مخې هغه ټولې سیمې چې په ۱۹ پېړۍ کې د افغانستان نه په زوره يې اخیستې وې، بیرته به ورکوي خو تراوسه دا کار نه دی شوې.
صفیه حلیم
سرچینې
۱.سراج التواریخ. فیض محمد کاتب هزاره. انګریزي ژباړه.رابرت میچسني او محمد مهدی خرم. دویمه برخه. ۲۰۱۲ م . آنلاین.
۲.تزک عبد الرحماني- پروفیسر عزیز محمد بګټي. ۲۴۸، ۲۴۹ او ۲۵۰ مخ.

3. The A to Z of Afghan Wars, Revolutions and Insurgencies. L.W Adamac. P 249-250.
د خپریدو نېټه- ۲۴ جنوري ۲۰۱۸ م

One Response to پنج دیهه

  1. Muhammad Sohail
    24 January, 2018 at 10:30 AM

    Very good article , to understand , the Present situation , enlightened by the Recent History

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *