یوناني تهېټر


زمونږ رهنما به تل دا تجربه کوله. د ایتهنز نه علاوه نورو ښارونو کې هم راته به يې وویل چې د تهیټر وروستۍ لیکې ته ورشۍ. یو کاغذ يې په لاسونو کې و مروړلو نو د هغې شغارې به اوریدی شو. ان تر دې چې د یو کس د ساه غږ مو هم اوریدلو.
د نیمې دایرې په شکل میدان چاپېره د تیږو پوڼۍ د یوناني جوړښت یو شاهکار ګڼل کېږي. دغه “تهیټر” (تیاتر) د سندرو، ناټک او ډرامو لپاره جوړیدو چې شروع يې په ۷ ق م پېړۍ کې وشو. هغه وخت په ایتهنز کې د ” ډایونایسس” اسطورې په ویاړ یوه میله کیده چې پکې، نڅا، د لوبو مقابلې، پوځي پریډ او ناټک لیدو ته خلک راټولیدل. ځینو سندرغاړو د خلکو ګڼې ته د خدایانو کیسې زمزمه کولې او هره کیسه به “ټریجډي” (سندره) نومیده. دوه سوه کاله وروسته د عامو خلکو په اړه هم سندرې وویل شوې چې کامیدي (ولس) په نوم مشهورشول. بیا په ولسي ناټک کې په سیاسي څټو، او پوځیانو ملنډې هم بدرګه شوې نو “سېتایر” (طنز او طنزیه) بڼه يې واخیسته.
د تهېټر سره د خلکو شوق دومره ډېر شو چې یو لوی میدان چاپېره د تیږو شمېره په زیاتیدو شوه. ځینې باچاهان او پوځي مشران هم دغو ناټکونو ته ورتلل او د دوی سرپرستي به يې کوله. بیا د نندارې لپاره یو پراخ میدان غوره کړې شو او د ناستې نه علاوه د هنر مندانو کوټه او تهیټر ته د ورننوتو لارې وټاکل وشې. د میدان د ښې لاس نه به باچا او د لوړې طبقې خلک راتلل. د ګس لاس لاره به د غریبو او عوامو لپاره وه.
کله چې د تهیټر په پوڼیو بره وخیجې نو لاندې په دایره کې ولاړ هنرمند لکه د ګوډۍ وړوکې ښکاري. خو عجیبه خبره دا ده چې د هغه غږ تر بره وروستي قطار هم صفا اوریدل کېږی. د دایرې په هر ګوټ کې د غږ انګازې یو شان وي. د یونان نه د تهیټر کلچر روم ته کډه وکړه او ورپسې هر هغه سیمه چې دوی نیوله، پکې د حمام نه علاوه یو تهیټر هم جوړیدو. د دغسې تهیټرونو کنډوالې د شمالي افریقه نه واخلې تر منځني ختیځ لیدل کېږي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه.۲۲ فروري ۲۰۱۸ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.