اويستا د هند د “وېدونو” په شان د اويستا مناجات هم “ارياي” خلکو ته منسوب دي چې شاو خوا درې زره کاله پخوا ويل شوي و. هغسې چې وېد د برهمني يا هندو دين بنسټ جوړو ، اويستا د زردشت يا د اور لمانځونکو لرغونې صحيفې دي. په دې کې لويه اسطوره ” اهورا مزدا” نومېږي […]
د هندو کش غرونه د غرونو دا لړۍ د افغانستان منځ برخه جوړوي چې د پاکستان تر شمال غځيدلې ده. دا غرونه په يوناني ژبې کې “پاراپاميساداي” او په سانسکرت کې “پري ياترا پرواتا” ( د ښاپيرو د ليدوغر) نوميدل. د هندوکش نوم په لومړي ځل ۱۳۳۳ م کې د مراکش سېلاني ” ابن بطوطه” پخپلو ليکنوکې وکاروو. دې […]
هند، هندو، هندوستان د “هند” تورې نه د سانسکرت ژبې دې، د هند په يو ژبې کې هم نه موندل کېږي، د اريايانو په وېدي سندرو کې نشته او نه يې څوک په اويستا کې پيدا کولې شي. دا تورې د “هندودين” سره هم څه تړاو نه لري. په وېدونو کې اباسين ” سندهوس” نوميدو او د اويستا […]
د زابلستان جونا د څلورم ميلادي پېړۍ په وروستيو کې يفتليانو د امو نه واخلې تر اباسين په خلکو ناتار گډ کړو او بودايي عبادت ځايونه يې لوټ او ويجاړ کړل. هغه برهمنان چې د بودايي دين سره يې سيالي وه، لاس بر شو او يو وارې بيا په دې سيمه کې راتاند شول. د اباسين په ختيځ […]
غمژن کول- خلاصه د عبد الله حسين دا ناول په ۱۹۶۳ م کې له چاپه راوتلو. غم ژن نسلونه د وېش نه وړاندې د هند د دوو ملگرو د کورنيو کيسه ده چې د نولسمې پيړۍ په پاې کې د پنجاب په يو کلي کې اوسيدل. د يوه ملگري زوې ډېلي ښار کې مېشت شي خو په کلي […]
د ميروېس نيکه کلا کله چې د افغانستان او د هغه دخپلواکۍ نوم اورو، نو د ملي قايد او ستر مبارز، حاجي ميروېس نيکه نوم مو خامخا په ذهن کې راګرځي. د افغانستان د تاريخ دغه دوره لکه څومره چې ډېره مهمه ، له وياړونو ډکه او د افغان ملت د خپلواکۍ لمر څرک ګڼل کيږي، هغومره پوره نه […]
د بولان دره د زرگونو کالو راهيسې افغانستان نه هند ته د تلونکو مساپرو، کوچيانو او يرغلگرو د تېرېدو لنډه لاره په بولان وه. د خېبر نه پخوا خلک به په بولان درې ختيځ ته ورتلل او د ځينو نښې يې اوس هم د لارې په سر ليدل کېږي. د بولان دره د سپين بولدک نه ۱۲۰ کلوميټره […]
د پښتو مجلې او ورځپاڼې په ۱۸۸۴ م کې د سوات نه د پښتو ژبې لومړۍ مجله ” اسلام ” په نوم خپره شوه چې پکې زيات د فارسي او اردو مقالو ژباړې کيدې. د دې خپروونکې د سوات يوه ديني مشرعبد الغفور ( سېدو بابا) و. ورپسې کلونو کې دوه نورې د پښتو مجلې ” انجمن پيام حق” او […]
د کابل اورگاډې په ۱۹۱۹ م کې د امان الله خان د باچا کېدو سره د افغانستان د ماډرن کولو پروسه پېل شوه. په دې کې د اور گاډي جوړول هم و. په ۱۵ دسمبر ۱۹۲۲ م د کابل نه تر دارالامان پورې شپږ ميله د وړوکي بر پاټلۍ جوړه کړې شوه. په دې کې هغه مواد وړل […]
غنم غنم هغه لومړيو وحشي بوټو نه و چې تخم يې انسان په زمکه کې وکرلو او د دې حاصل يې واخيستو. د لرغونو تمدونونو څېړونکو تراوسه دا معلومه کړې ده چې د غنم دانه په يوولس زره کاله پخوا انسانانو د ترکي جنوب ختيځ په ښيرازه زمکه وکرل شوه. خو د دې نه شل زره […]