د عبد الرحمان او د مجنون کيسه

Manuscript 2

د باړې سيند پر غاړه د ” بادر کلي” پروفېسر خواجه سايل يو وړوکې کتابتون لري. په دې کې څو خطي نسخې هم شته چې يوه يې ” تذکرته العاشقين” نومېږي.
په دې کې د عبد الرحمان او د مجنون د مينې کيسه ښاغلي سايل د يوې وړې رسالې په بڼه چاپ کړې ده او په سريزې کې دا يو فرضي داستان په توگه ولوستونکو ته پيژندلې دی.
عبد الرحمان په ۱۶۵۳ م کې د باړې د سيند پر غاړه بهادر کلي کې وزيږېدو او د پلار نوم يې عبد الستار و. هغه وخت په دې سيمه کې ډېرو خلکو ليک ولوست نه و زده او د مغلو پر ضد جنگونه روان و. عبد الرحمان نه يواځې ولوستې و بلکه د هغه وخت د ځينو نورو پښتنو شاعرانو لکه خوشال خټک، دولت لواڼي، ارزاني او د مرزا انصاري شاعري ولوستي او پخپل شعر کې يې د دوي ذکر هم کړې دې.
په پښتو شاعرانو کې عبد الرحمان د ” رحمان بابا” په نوم د ولي او د صوفي شاعر مقام لري. دی په ۱۷۱۱ م کې مړ شو او په مقبره يې هر کال درې ورځې سېمينار او مشاعره کېږي.
د پېښور د پښتو اکېدمۍ مشر عبد القادر خان د رحمان بابا د لومړي چاپ ديوان په سريزه کې د مجنون نومې هلک سره د ده د ملگرتيا خبره وليکله. يو بل پخواني شاعر عجب خان هم د دوي د مينې په اړه وليکل او په بادر کلي کې هم په دې اړه کله نا کله خلکو خبرې کولې.
پروفېسرسايل ” تذکرته العاشقين” د شلمې ميلادي پېړۍ په ورستيو کې تر لاسه کړه. دا په ۱۳۳۰ ه ( ۱۹۱۲ م ) کې عبد الله نومې کس کښلې او د کتاب په پشتي يې ليکلي چې د ده د مړينې نه وروستو محمد امين اخونزاده ته دې وسپارل شي. دا دواړه کسان د “موسی زو” اوسېدونکي و.
په دې تذکره کې د مينې نور داستانونه لکه ليلا مجنون هم منظوم ( شعر) ليکل شوي دي.
د عبد الرحمان او د مجنون داستان داسې دې.
په بهادر کلي کې د خوش اروا خان دوه زامن و چې يو يې عزيز خان او بل عبد الرحمان و. عبد الرحمان د ځوانانو په محفل کې کېناستو چې د مجنون په نوم يو ډم چې ډېر ښه رباب يې غږوو، د عبد الرحمان خوښېدو او ورته يې وئيلي و چې
ستا ديدن که په ما قات شي
زر به ورک له ما حيات شي
د حجرې نور ځوانان هم د مجنون سره ملگري و او ټوکې ټقالې به يې ورسره کولې چې دعبد الرحمان ترې ښه نه راتلل. يوه ورځ يې مجنون ته ووئيل چې دوي به د نورو نه جلا د سيند پر غاړه کښېني او هلته به خپل مجلس کوي. دواړو د باړې سيند په غاړه يو خاې غوره کړو. هلته يوه چونتره يې جوړه کړه چې دواړه به پرې ناست و.
يو چا د عبد الرحمان ورور ته دا خبر ورکړو. هغه ورته نصيحت وکړو.
ورته يې وې عبد الرحمانه
خوشې مه کړه واوره ما نه
له دې ډمه لاس په سر که
دروند خوي کوه هنر که
خو عبد الرحمان منع نشو او کله چې خپل پردي ټول ترې خبر شول نو دوي د کلي نه د تېښتې پلان جوړ کړو. د دې لپاره چې څوک پرې شک ونکړي، مجنون به لومړې له کلي تلو او په اټک کې به يې د عبد الرحمان انتظار کوو.
دی اټک لره روان شو
څوک پرې پېښ په هغه ان شو
چې مجنون يې وليدنه
چې تنها په لاره تلنه
په داو راغې هغه ځوان
عزيز خان ته شه گويان
د مجنون يواځې تگ سره ورور اندېښمن شوچې عبد الرحمان هم د تېښتې هوډ کړې دې. هم هغه وه چې دی يې په کور کې بند کړو.
اخوا مجنون چې اټک ته ورسيدو نو دوه درې ورځې عبد الرحمان راتلو ته په انتظار و. اخر ناهيلې شو او داسې يې وگڼله چې هغه به وړاندې تللې وي نو دی هندوستان ته روان شو.
تمام هند يې وکتنه
ده رحمان کله موندنه
خاوند پېښ په يو ځنگل که
چې مجنون پسې منزل که
يو دروېش يې وليدنه
دې ځنگل کې وسېدنه

مجنون په بد حال کې هغه درويش مخې ته کېناستو او د رباب سره خپل د بېلتون غزل يې زمزمه کړو. دی پخپل رباب کې دومره بېخود شو چې په هوش راغې نو هغه فقير نه و او د ايرو په ډېري يو لعل ( ياقوت) پروت و. مجنون داسې فکر وکړو چې هغه ورته د زړه سوي له کبله لعل پريښې او پخپله تللې و. دی وږې و نو لعل يې واخيستو او بازار ته ولاړو.
دا فقير نو شاه شرف و
چې ښکاره په هر طرف و
د د غه ځاې نامه وه
په تحقيق لکهۍ ځنگل وه
مجنون هغه لعل يو ساهوکار ته يوړو چې خرڅ يې کړي. هغه يې په ليدو حېرانه شو او څلورو نورو کسانو ته يې ورښکاره کړو چې د دې ډېر ارزښت يې وښودلو او وې وېل چې يو انسان هم د دې بيه نشي ورکولې.
ساهو کار پوهه شو چې لعل بې بها و او څه کرامت لري. هغه دا په اوبو کې واچوو او د څښلو لپاره يې مجنون ته ورکړې. د اوبو په څښلو مجنون په ځان کې نوې توان احساس کړو، د لعل د خرڅولو نه يې ډډه وکړه او نانواي ته ولاړو. هغه ته يې لعل ښکاره کړو نو ورته يې د خوړلو لپاره کباب او ډوډۍ ورکړل.
هلته د شاه يو نوکر هم ولاړو چې لعل يې وليدو نو خپل بادار يې خبر کړو. باچا دوي دواړه ځان ته وروبلل.
نانبايي او مجنون دواړه
شول حاضربادشاه ته واړه
نانبايي ته بادشاه ډېر
قهرېده له حده تېر
چې تا لعل ولې بې فنه
له دې ځوان دې اخيستنه

نانواي باچا ته قناعت ورکړو چې هغه ترينه لعل د امانت په توگه ساتلې و او د تلو پر وخت به يې ورکوو. ده ځان خلاص کړو نو باچا د لعل په اړه د مجنون نه پوښتنه وکړه او ده ورته ټوله کيسه تېره کړه. باچا ورته وويل، ته ريښتيا واې ځکه دا لعل څلور وارې زما لاس ته راغلې دې. بيا د مجنون سره هغه ځنگل ته ولاړو چې د دروېش ځاې يې ورته په نښه کړو.
په ايرو يې لعل پټ کنه
نور بادشاه ووې مجنونه
نن د عېش رباب تيار که
په هر تار نازل بهار که
مجنون د رباب د تړنگ سره يوه نغمه پېل کړه او بيا بې خوده شو. کله چې نغمه يې ختمه کړه نو هغه دروېش يې وليدو چې په ايرو کې ناست و. مجنون په زړا د هغه پر پښو پريوتو.

شاه شرف په شا گزار
ورله ورکړه دوه درې وار
هغه درنگه يې ولي کړو
او له غېرو يې خالي کړو
مجنون ته زمکه او اسمان روښانه شول او سوال يې وکړو چې د خپل يار درک ورته ورکړي. دروېش ورته وويل چې هغه پخپل کور کې بند دی او تر څو چې دی نه وي تللې، هغه نه خوشې کېږي. مجنون ترې پوښتنه وکړه چې خپل يارته څه دالۍ کړي نو دروېش ورته وويل چې د رباب هغه نغمې ورله يوسه.
دولس کاله وروستو مجنون بېرته خپل کلي ته ولاړو او هم هغه چونترې ته يې مخه کړه. عبد الرحمان هم هغه وخت له بنده خلاص او چونترې ته روان و. دواړو په هغه چونترې يو بل له غاړه ورکړه.
چې مجلس د دوي تمام شه
نو رحمان په دې کلام شه
اې زما مجنونه ياره
يو نغمه کړه را دوڅاره
چې بيا عېش وعشرت کړونه
تېر په مونږ شول ډېر غمونه

مجنون چې رباب وغږوو نو عبد الرحمان بې هوشه پرېوتو. مجنون په ځنکدن شو او وروستۍ سلگۍ يې وهلې. د کلي خلک راټول شول.
هم خبر شه عزيز خان
ورله راغې هغه ان
ده رحمان کور ته بوتنه
او مجنون يې وسپارنه
د مجنون له برکته
رحمان شه عالي همته
اشنا داسې وفاداره
دې په کار واوره هوښياره.

” لکهي ځنگل” اوس د هند په پنجاب کې د ” بټينډه ضلع” يوه برخه ده. دا ځنگل ۳۶ ميله پلن او هم هغه هومره اوږده زمکه کې خپور دی. په ۱۷۱۸ م کې سيکانو له دې ځايه په مغلو حملې کولې.
په بادر کلي کې زه د باړې سيند پر غاړه هغې چونترې ليدو ته ولاړم چې رحمان بابا ورباندې کېناستو. اوس دا چونتره د يو کور په دېوال کې دننه او په سيمټو پوښلې ده.

Chauntra

سرچينې

۱. د باړه مومند. تاريخ. خواجه محمد ساېئل. بهادر کلې پېښور. ۲۰۰۱ م .

۲. د رحمان بابا کليات. حنيف خليل. دانش خپرندويه ټولنه. ۱۳۸۴ ه ، ۲۰۰۵ م
۳. د عبد الرحمان او د مجنون د مينې داستان. چاپوونکې. خواجه محمد سايل، بهادر کلې، پېښور. جنوري ۲۰۰۰ م.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۱۶ ستمبر ۲۰۱۳ م

2 Comments

Add a Comment
  1. In the third Para ‘Abdul Qadir Khattak’ has been mentioned as ‘Mashar’ of Pushto Academy. Is he the same ‘Maulana Abdul Qadir’ or some one else as Maulana Abdul Qadir was not Khattak? Thanks

    1. دا تير وتنه مو سمه کړه- مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published.