وسلې ته مخه ښه- خلاصه ” اې فېر وېل ټو ارمز ” ياني، “وسلې ته په مخه ښه” د انگرېزي ژبې يو شاهکار ناول دې چې په ۱۹۲۹ م کې چاپ شو. د ناول ليکوال ارنسټ هيمينگوې په ۱۸۹۹ م کی د متحده ايالاتو په ايلينوي کی زيږيدلې و. د زدکړو نه وروسته ده څه موده د ژورناليسټ په توگه […]
حج او روغتيا سږ کال د سعودي عرب حکومت هغو بوډاگانو ته چې پخپلو پښو نشي گرځيدې، د حج ممانعت او نورو ته يې د حج د فرايضو پر وخت “ماسک” يا نقاب کارول ضرور کړي دي. د دې سبب د سږو او د تنفس هغه ناروغي ده چې په لومړي ځل سعودي عرب کې ځينې کسان وژلي […]
ټويټر – د خبر سرچينه پخوانيو ژورناليسټانو به سهار ورځپاڼې ولوستلې چې ځان د تازه پېښو نه خبر کړي. اوس زيات يې د کمپيوټر د لارې هر وختې چې يوه پېښه ووشي، سمدلاسه ترې خبر جوړولې او خپرولې شي. په دې کې “ټويټر” تر ټولو وړاندې دې. د ټويټر لپاره د ” نيټ ورک” (د اړيکو جال) تورې کارېږي چې […]
ساکايان څوک و؟ دوه نيم زره کاله پخوا کله چې انسانانو د اوسپنې په دوره کې ژوند کوو نو د تورې بهيرې او د قفقاز د غرونو منځ پراخه سيمه په يوناني ژبې کې د “سيتيا” په نوم پېژندل کيده. دا د اوسني اوکراين خاوره وه چې پکې کوچاني قبايلو ژوند کوو ” سيتيان” نومېدل. دوي د اسونو […]
اخوان المسلمون په ۱۹۲۸ م د مارچ په مياشت کې د مصر په ” اسماعيليه” ښار کې “حسن البنا” نومې يو ځوان استاد (معلم) د خپل ماشومتوب ملگري احمد اسکري (تلفظ اسوکه ري) او څو کارگرانو سره د يو داسې غورځنگ مخکښان شول چې سلو کالو کې يې د نړۍ په سلو ملکونو کې ريښې وځغلولې. د […]
د کابل تاريخچه د دې سيمې د نورو ښارونو په څېر، کابل د لرغونې تاريخ په پاڼو کې د بلخ او هرات په شان شهرت نه لرلو. دا د ختيځ لوري ته د حمله کوونکو او کډوالو په لاره کې د دمې ځاې و او داسې اټکل دې چې د برونزو په دوره کې خلکو دلته ژوند پېل […]
سوشل ميډيا – فېسبوک په ۲۰۰۴ م په سر کې د امريکې د هارورډ پوهنتون يو زده کوونکي ” مارک زکربرگ” د خپلو ملگرو او نورو محاصلينو سره د اړيکو ساتلو لپاره جوړ کړو. په پېل کې يواځې د هغه پوهنتون پورې محدود و خو وروستو د بوسټن ښار ته وغځول شو. ورپسې د امريکې او د کاناډا پوهنتونونو […]
د پېښور حمامونه نه مې يادېږي چې زه د څو کالو وم، خو پېښور هغه وخت هم د بريطانوي هند يو سرحدي ښار و. ممکن د اتو يا نهو کالو به وم چې د خپلې نيا (د مور مور) سره په يوه ټانگه (د اس گاډۍ) کې ناسته د چاوڼۍ نه د مرکزي بندي خانې مخې نه تېره […]
اغا خان څوک دې؟ د نړۍ تر ټولو شتمنو خلکو په لسټ کی یوولسم نمبر نوم د کريم اغا خان دې چې په اروپا کې په سلګونو نسلی اسونه، بې شمېره فارمونه، د تفریحی بیړیو یو لوی کلب، شخصی ټاپو (جزیره) دوه جېټ الوتکی او یوه هیلی کوپټر لري. د ده “علمشار” نومې تفريحي بېړۍ سل ملیونه ډالر ارزښت […]
کميونيزم د لاطيني “کميوناز” چې مانا يې “د ټولو لپاره” ده، په شلمې ميلادي پېړۍ کې د يو غورځنگ نوم شو. د دې پلويانو غوښتل چې داسې ټولنه جوړه شي چې پکې نه څوک غريب وي او نه شته من. زمکه دې هم د ټولو وي او د دې په توليد د ټولو حق وي. هر […]