د هند او د پارس ترمنځ په تجارتي قافلو کې د ” زون يا زن” زيارت کوونکي هم و. هره قافله چې بست کې به يې پړاو وکړو، د “زنداور” لپاره خلک به ترينه بېل شول.
هلته په يوې لوړې غونډۍ د نمر د اسطورې ” زون” لوې عبادت ځاې و. ځينې لرغون پوهان باور لري، چيناي راهب خوان زانگ (هيون څانگ) په ۶۴۰ م کې د ” سوناگير” نومې عبادت ځاې په زنداور کې ليدلې و.
د “زن” نه د ” زنبيل او زندبيل” نومونه جوړ شول چې د افغانستان په جنوب کې د واکمن ټبر لقب و. دوي د اوومې نه تر نهمې ميلادي پېړۍ پورې په واک کې پاتې وه. د زنبيل په لقب د دې سيمې يو شمير باچاهان و چې وران شوې بڼه يې ” رتبيل” ده.
زنبيل شاهان پخپله د يو دين پيروان نه و خو د ” زن” اسطوره يې نمانځله او د دوي په ملک کې بوداي، برهمني زردشتي او پخواني نور ادعيان منل کيده. دوي د زابلستان او د کابل شاهانو خپلوان و. چيناي راهبان لکه هوي چاو ليکي چې د دې ټبر يو باچا بره تگين چې دوه زامن يې لرل، يو د گندهارا – کاپيسا او بل د زابل باچا شو.
کله چئ هيون څانگ په اتمې ميلادي پېړۍ کې کابلستان او زابل کې د ” سورا” يا د نمر د اسطورې د معبدونو شته والې يادوي او ليکي چې خلکو به د دوي نمانخنه کوله. په ” زنداور” کې د اوسني زرنج، هلمند، غزني او تر کابل سيمې گډې وې.
د اوومې ميلادي پېړۍ په نيمايي کې د عبد الرحمان بن سمره په مشرۍ د شپږو زرو عرب جنگيالو يو پوځ دې سيمې ته ورسيدو او د زرنج حاکم ” مرزبان” ته يې ماتې ورکړه. د نهمې پيړۍ په پاې کې عرب تاريخ ليکونکي احمد بن يحيا بلاذري ( ۸۹۲ م کې ومړ) د سيستان او د کابل د عرب فتوحاتو په اړه ليکي،
“په ۳۰ هجري ( ۶۵۰ ميلادي) ربي بن ذياد حارثي عرب حاکم سيستان ته ورغلو. د ده نه دوه نيم کاله وروستو عبد الرحمان بن سمره د ذرنج والي وټاکل شو. هغه د ” الرخج” داور ( زنداور) واک په لاس کې واخيستو او د “ذور” په غر کې د ” داور” خلک يې کلا بند کړل. هلته د دوي نه يې د ” ذور” مجسمه په زوره واخيسته چې د سوچا سرو زرو جوړه ه او په سترگو کې يې لعلونه لگيدلي و. هغه د مجسمې لاسونه بېل کړل، د سترگو نه يې لعلونه وويستل او ” مرگرو ( مرزبان) ” ته يې ووئيل، زما هدف دا و چې تا ته وښايم دا مجسمه نه چا ته گټه او نه تاوان رسولې شي.”
په راتلونکو سلو کالو کې د دې سيمې واکمنو د عربانو سره څو وارې جنگونه وکړل تر څو په ۸۷۰ م کې دوي يو وارې بيا د عربانو تر حملو لاندې راغلل او د دوي وروستې باچا د يعقوب سفاري سره په جنگ کې ووژل شو.
د کندهار په شمال لوېديځ کې د موسا کلا رود پرغاړه اباد کلي په وړو وړو ويالو خړوبېږي. دا ټوله يو وخت د “زنداور يا د زمينداور” سيمه وه. په دې کې د هلمند سيند ښې غاړې ته بغران، نوزاد، کجکي او سنگين د دراني پښتنو د عليزو ټاټوبې دي او نورزي، بارکزي، الکوزي او د کوچيانو ځينې قامونه هم پکې پراته دي.
په نولسمې پېړۍ کې د زنداور کنټرول د انگرېزانو لپاره ډېر مهم و ځکه دا د کندهار په لاره و. په ۱۸۸۰ م کله چې سردار محمد ايوب خان د انگرېز پر ضد د جهاد چيغه خپره او کندهار يې محاصره کړو نو د زنداور قامونو ورسره ملاتړ وکړو. دې خلکو د احمد خېلو په جگړه کې د انگريز يو کنډک چې مشر يې “ډونلډ سټيورټ” و، ماتې ورکړه. اوس دلته د امريکاي پوځي ډلې جنگېږي.
پارسي تاريخونو کې د “زنداور”تورې په “زمينداور” واړول شو چې وروستو نورو هم کاپي کړو. ځاي خلک اوس هم دې سيمې ته زنداور او يا “داور” وايي. له دې توري په سيمه کې نور نومونه هم شته چې يوه يې “زن خان” ولسوالي ده.
د موسا کلا نه درې ميله جنوب کې د ” دېهه ذار” کلی دی. دا کلې په دوو برخو وېشلې دی چې يوه يې ” ذار اوليا” او بل يې ” ذار سفل” نومېږي. هم دلته په يوې غونډۍ پخوانۍ کنډوالې دي چې ځاي خلک ورته ” کافر کلا” وايي او ممکن د زون معبد و.
صفيه حليم
سرچينې
۱. په زمينداور کې د زور او د زون معبد. عبد الحۍ حبيبي. ۱۹۶۹ م . د علامه حبيبي ډاټ کام نه.
۲. د مغلي سلطنت نه وړاندې د بوديزم او د اسلامي کلتورونو تر منځ تاريخي اريکې. د اليگزانډر برزين مقاله . ۱۹۹۶ م. د مرکزي ايشيا تمدن. يونيسکو چاپ.
۳. سيستان د عربانو په لاس کې. د عرب فتوحات نه تر سفاريانو پورې. د سي- اي- بوسورت مقاله.( ۳۰- ۲۵۰-۶۵۱- ۸۶۴) روم ۱۹۶۸ م.
د خپريدو نېټه
۲۲ ستمبر ۲۰۱۳ م