پښتانه يهودان نه دي

jewish mnuscript
په اوولسمې ميلادي پېړۍ کې د هند د مغلو يو لودي سردار خان جهان په امر ليکل شوې تاريخ په لومړي ځل د پښتنو د يهودي کيدو خبره واچوله. دا معلومات ورپسې نورو هم کاپي کړل. ورو ورو پخپله پښتنو هم په دې باوروکړو چې دوي د ” بني اسرايل” هغه لسو ورکو قبيلو نه دي چې د خپلې خاورې نه يې کډه کړې وه.
اوس ساينس دا خبره ثابته کړه چې د پښتنو او د يهودانو پخپلو کې هيڅ نسلي رشته نشته. د دې لپاره لومړۍ د پښتنو او د يهودانو د ډي – اېن – اې – څېړنه د بريطانيې پروفېسر( تیودور پرفیټ) په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کی وکړه.
په ۲۰۱۰ م کی د هندوستان د ممبیً د ایمیونو هیماټولوجی د ملی انسټیټوت د ارثی علومو ماهري شهنازعلی د اترپردیش ایالت په ملیح آباد کی چی پښتانه پکې اوسیږی، د اپريدو د وینو سامپلونه واخیستل. اپريدي د خپل تبر نه بهر واده نه کوي او ځکه د دوي د وينې سامپل مناسب وگڼل شو. دا يې په حیفا کی د اسراییلو د ټېکنالوجی په انستیتوت کی د ساینس پوهانو په مرسته د يهودانو د سامپلونو سره پرتله کړل. د دې دواړو نتيجې منفي وې. د لکهنئو پوهنتون یو استاد نورس اپریدی هم دا ډول څیړنی وکړې خو هیڅ نتیجه یې نه ده ورکړې.
وروستۍ ساينسي څېړنې د امریکا د حکومت د وراثتی شورا د ادارې لخوا په ۲۰۱۲ م کې وشوې. دوي د افغانستان او پاکستان د څو سوو پښتنو د وینو نمونې واخیستې او هغه یې په ډېرو پرمخ تلليو لېبارټرو کې معاينه کړل.
د ۲۰۱۲ د مارچ پر ۲۸ دې ادارې اعلان وکړو چی اوسني افغانان ( پښتانه) د پينځو زرو کالو راهیسی پخپلې سيمې کې اوسیږی او د بلې سيمې نه نه دي راغلي.
صفيه حليم
سرچينې

۱. د نثار احمد صمد ليکنه. په لرو بر ويبپانې کې. ۱۹ د اگست ۲۰۱۳م

۷ ـ ګارډي ین اخبار ، ۱۷ جنوري ، ۲۰۱۰ ، لندن ، انګلستان .

۸ ـ ویکی پیډیا ویبپاڼه، د پښتنو منشأ .

۹ ـ د امریکا د وراثتی شورا ( این. سي. بي. آی ) ویب پاڼه ، د ۲۰۱۲ د مارچ ۲۸مه

د خپرېدو نېټه
۲۱ ستمبر ۲۰۱۳ م

7 Comments

Add a Comment
  1. نثار احمد صمد

    محترمی خور صفیه حلیم السلام علیکم . دا چی د دغه حقیر او فقیر بنده د څیړنی یوه برخه دی اقتباس کړې ده او امانت داري دې پوره ساتلې ده ، ډیره ډیره مننه . خدای دی نور بری او سرلوړی هم درپه برخه کړی ـ آمین ، والسلام
    ستا ورور نثار احمد صمد

  2. له اغلی او او په وطن مینې خور صفیه حلیم ته د زړه له تله سلامونه او نیکې پیزوینې وړاندې کوم .او ددې لپاره ورڅخه منندوی یم چې د خپل سپیڅلي کلتور د ژوندي کولو هڅې کوي ،خدای (ج) د ورته اوږد ژوند ورکړي تر څو یې له معلوماتو راتلونکی ځوان نسل هم ګټه واخلي.
    امین

  3. ګل شاه صبری

    له ډیر وخت راهیسې مې دا خبره اوریدلی وه چې پښتانه په اصل کې یهودان دی. خو اوس په شوم چې دا هسې اوازه وه او حقیقت بل دی.له همدې امله ستاسو د
    نوموړي لیکنې منندوی یم
    په درنښت
    ستاسو ورور ګل شاه صبری

    1. عبړالقاسم بارکزى

      له اغلى صفيه حليم څخه يوه نړۍ مننه چې د پشتو لپاره يي دومره کار وکړ او دوام هم لري وقيعا چې استعداد لرونکي ميرمنه ده او الله ج دي ورته نور هم توفيق ورکړي دي ټولنې او ګران وطن افغانستا ن لپاره نور هم د خدمد مصدر وګرځي او مونږيي ملاتړ کوو . مننه

  4. صفیه خور خدای د تل ژوندی لره او نور دی هم وس درکړي چی خبل ارزښتناک خذمت ته دوام ورکړی
    په درناوی زصمیم

  5. سلامونه او نیکې هیلی! صفیی خورکې مننه له دې علمی لیکنه خخه مو الله دې روغه جوړه لره او دعلمی لیکنو چاپریال کې درته قوت او حوصله غواړم او ستا درنې کورنی ته هوسا او له سوله ډک ژوند هیله ند یم

  6. آغلي حلیم :
    یوه نړۍ مننه چې د پښتنو د ریښې په اړه فکري روښانتیا رامنځته کړه .
    په باوري ډول سره اوس هم ډېر لېکوالان په دې اند دي چې پښتانه له اسراییلو سرچینه اخلي .

    ستاسو له معلوماتو څخه یو نړۍ مننّه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *