اغا خان څوک دې؟

د نړۍ تر ټولو شتمنو خلکو په لسټ کی یوولسم نمبر نوم د کريم اغا خان دې چې په اروپا کې په سلګونو نسلی اسونه، بې شمېره فارمونه، د تفریحی بیړیو یو لوی کلب، شخصی ټاپو (جزیره) دوه جېټ الوتکی او یوه هیلی کوپټر لري. د ده “علمشار” نومې تفريحي بېړۍ سل ملیونه ډالر ارزښت […]

کميونيزم

د لاطيني “کميوناز” چې مانا يې “د ټولو لپاره” ده، په شلمې ميلادي پېړۍ کې د يو غورځنگ نوم شو. د دې پلويانو غوښتل چې داسې ټولنه جوړه شي چې پکې نه څوک غريب وي او نه شته من. زمکه دې هم د ټولو وي او د دې په توليد د ټولو حق وي. هر […]

مهرگړ

د بولان درې په جنوب کې د اباسين لوېديځې غاړې ته د جنوبي ايشيا تر ټولو لرغوني ښار مهرگړ کنډوالې ښکاري. دا د کلات، کوټې او د سېوۍ په منځ کې پرته يوه پراخه سيمه ده او په ۱۹۷۴ م کې د فرانسوي لرغون پوهانو ژان فرانسوه او کاترين جاريج له خوا رابرسېره شول. دلته […]

د تاج بيگ ماڼۍ

په ۲۷ دسمبر ۱۹۷۹ م کې کله چې روسانو په افغانستان بريد وکړ نو د دوي يوې ډلې چې پکې ۷۰۰ پوځيان شامل و، کابل کې د مهمو ودانيو د کنټرول اخستو دنده وسپارل شوه. هغه شپه د روس د استخباراتو، کې – جي – بي د ” سپيتناز ځانگړي ځواک ” ۵۴ غړو ته […]

اخترې

د وړوکي اختر ورځ وه. د ښار په لوې عيدگاه کی لمونځ خلاص شو نو يو ډېر شته من سړې راپاڅيدو او خلکو سره يې د اختر مبارکي او روغبړ پېل کړل. د عيد گاه نه بهر څو غريبان هم ولاړ و او يو نيم کس به ورته د سرساې ( فطرانې) پېسې په پټه […]

د شېر شاه ښار: حصار فېروزه

د ډېلي نه يو سل او شپيته کلوميټر لوېديځ او د پاکستان د “کسور” ښار نه شپېته کلوميټر ختيځ کې يوه مهمه چاوڼۍ فېروزپور نومېږي. تر څوارلسمې ميلادي پېړۍ دا سيمه يوه لويه دشته وه او تجارتي قافلو به ترينه ډډه کوله. د ډېلي باچا فېروز شاه تغلق په ۱۳۵۴ م کې دلته د يوې […]

سواستيکه

په اروپا او امريکه کې دا نښه د کرکې او د نفرت احساس راوپاروي ځکه د جرمني هټلر د شلمې پېړۍ په نيماي کې دا د اريايي نسل د بري په توگه وکاروو. د دې لپاره هغه په زرگونو بې گناه انسانان او په تېره يهودان ووژل. خو دا سمبول د جرمني نه و او […]

د افغانستان لومړی کاغذي نوټ

د ۱۹۲۵ كال د مارچ ۱۸ نېټه وه، د ماسپښين په دوو بجو د حكومت د ادارو استازي، سوداګر، صنعتګر او د بزګرانواستاځي د کابل د “ګلخانې ماڼۍ” كې سره راټول شوي او د افغانستان د امير امان الله خان خبرې يې اورېدې. پاچا ورته د وزن، کچ او د سکو د اندازو په اړه […]

د ضحاک کلا

په شپږمې ميلادي پېړۍ کې جوړه د باميانو د ضحاک کلا د هغو نسواري او سوربخنو تيږو نه جوړه ده چې هم د دې غره نه يې توږلې وې. دا د “شهرضحاک” او ” شهر غلغله” په نومونو يادېږي او هر يو يې لپاره خلک بېلا بېل کيسې لري. ضحاک د افغانستان هغه باچا و […]

مامونۍ حلالوينه

دا کيسه د باجوړ په ناوگۍ کې پېښه شوه او د پښتو ولسي سندرو د لارې ترې خلک خبر شول. په ناوگۍ کې د ولي محمد مشره لور مامونۍ (مېمونه) نوميده چې په ماشومتوب کې يې د خپل د تره زوې او همزولې شېر عالم سره لوبې کولې. هغه ډيره زړه وره او ښايسته وه […]