ځينې به ووايي چې شاه شجاع د لومړي افغان انگليس جنگ پر وخت په بالا حصار کې ووژل شو او ممکن مړې يې د مېکناټن غوندې په لارو کوڅو کې راښکل شو.
د شاه شجاع نوم د ډېرو افغانانو په زړه کې د نفرت او د کرکې احساس راپاره کړي. هغه د انگرېزانو غلام او گوډاگې گڼل کېږي چې د خپل وطن سره يې بې ننگي وکړه. ځينې کسان اوس په انټرنېټ کې د شاه شجاع په عکس د ” غدار” توري په ليکلو وياړي.
خو حقيقت دا دی چې شاه شجاع د خپلو ټولو کمزوريو او اشتباهاتو سره هم د انگرېزد ملگري کيدو لپاره نه و وژل شوې. دې د سياه سنگ سره نږدې د يو ځوان له خوا ځکه ووژل شو چې د هغه پلار ته يې د درنښت ” شال” يا خلعت نه و ورکړې.
د احمد شاه ابدالي نمسې شجاع الملک په ۴ نومبر ۱۷۸۵ م کې وزيږيدو او ځانگړو ښوونکو سره يې سبق وويلو. د ده مور يوسفزۍ او د پلار تيمور شاه نه يې د شعر وئيلو سليقه زده کړه.
شجاع د دولسو کالو و چې لومړې د هرات او بيا د پېښور والي وټاکل شو. په ۱۷۹۹ م کې د کندهار سرداران يو ځاې شول او دی يې په پېښور کې د افغانستان باچا اعلان کړو. هغه وخت دی د ۱۴ کالو و. د ده سکه ورور شاه زمان د کابل او جلال اباد تر منځ د شينوارو په کلا کې نيول شوې، سترگې يې ړندې او شاه محمود له خوا د کابل په بالاحصار کې بندي و.
څو ځلې د ناکامه هڅو نه وروستو په جولاي ۱۸۰۳ م کې شاه شجاع کابل ونيولو، شاه زمان يې د زندان نه رابهر کړو او د هغه پر ځاې يې شاه محمود بندي کړو. شپږ کاله وروستو دی کندهار کې و چې شاه محمود بيا د کابل پر تخت کېناستو او شاه شجاع څه موده پېښورکې و.
په ۱۸۰۹ م کې په هند د نپولين او د روس د ممکن حملې پر ضد شاه شجاع اعلان وکړو چې افغانستان به د انگريز سلطنت سره ملگرتيا وکړي.
په ۱۸۱۱ کې د اباسين ته نږدې جهان داد باميزي له خوا په اټک کلا کې بندي وساتل شو. له هغه ځايه د عطا محمد خان سره کشمير ته ولاړو. په بل کال شاه محمود او وزير فتح خان د مهاراجه رنجيت سنگه د پوځ په ملاتړ په کشمير حمله وکړه. شجاع سيکانو ته ځان تسليم کړو او د دوي د پوځ په بدرگه لاهور ته راغلو. يو کال په لاهورکې د رنجيت سنگهه تر نظارت لاندې پاتې شو چې د پينځو زرو روپو په بدل کې ” کوه نور” الماس يې ترې واخيستو.
رنجيت سنگهه د ده سلطنت په بحال کولو کی ورسره د ملاتړ لوز کړې و. خو نوره خزانه يې تری ورو ورو بوت کړه. د شجاع کورنۍ په پټه د لاهور نه لوديانې ته ووتله نو د شجاع چاپيره د محافظانو ۷ کړۍ تاو کړې شوې. ان تر دې چې وسله وال به د څراغونو سره د شپې د ده کټ چاپيره ولاړ و. هغوي ته يې د رشوت په ورکولو دی د بې شميرو ديوالونو او يو ټونل نه واوړيدو، د لاهور د لوې بد رفت نه په خوسا اوبو کی تير شو او کله چې خوندي بلې غاړې ته ووتلو نو په خټو او مرداريو لړلې و. دی له هغه ځايه د غرونو د لارې لوديانې ښار ته ورسيدو.
” لوديانه کی په هغو ورځوکی د شاه شجاع جلوس هم په سړکونو راوتلو. دی به په پورا شان او شوکت يا په اس سپور او يا بگۍ کی ناست په سړک روان و. خپل محافظان، پوځيان او عام خلک به ورپسې و…. باچا خپل استوگنځې کی يو باغ د بالا حصار په ډول جوړ کړې و. ( جوسايا هارلن)
په ۱۸۲۶ م کې افغانستان د بارکزو لاس ته ورغلو او امير دوست محمد خان په ۱۸۳۳ م کې د رنجيت سنگهه سره تړون وکړو چې که د ده پوځ ته له پنجاب د تيريدو اجازه ورکړي نو پيښور به هغوي ته وسپاري.
په بل کال شجاع د خپلو پت منو په ډاډ کندهار ته روان شو او سيکانو د پوځ سره چې هري سنگهه نالوه يې مشر و، په پيښور حمله وکړه. په کندهار کې د شجاع مقابله د دوست محمد ځواک وکړه او ده جنگ وبايللو.
ده د کابل تخت بيرته اخستو لپاره پوځ ته اړتيا لرله اوپه لوديانه کې د انگريزانو استاځي کلاډ وېد ورته ډاډ ورکړې چې دوي به ورله پيسې ورکړي.
په ۱۸۳۸ م کې ده د انگريزانو په مرسته، د پينځو زرو پوځيانو يوه ډله جوړه کړه او د سيکانو او انگريزانو په ملاتړ دېرش کاله وروستو کابل ته ورسيدو. هغه وخت په افغانستان کې د انگرېزانو لومړۍ چاوڼۍ په شېر پور کې جوړه شوه.
په ۵ اپريل، ۱۸۴۱ م کې کله چې په کابل کې د انگريزانو پر ضد پاڅون ووشو نو شاه شجاع په وار وار انگرېز استاځي مېکناټن ته وويل چې خلک د دوي په شتو خوشاله نه دي او په اوړي کې دې افغانستان پرېږدي. دی پخپله هم ناارامه و خو هغه ورله ډاډ ورکړو چې دوي خوندي و او پخپل پوځي توان يې پورا باور و. هغه وخت امير دوست محمد خان هم ځان انگرېزانو ته سپارلې و او د ده زوې محمد اکبر خان د خپلو جنگيالو سره په کابل بريدونه کول.
اخر ولس راپاڅيدو او هرې خوا ته باچا گړدي شوه. په ژمي کې د انگرېزانو سفير مېکناټن د اکبر خان سره روغې لپاره ولاړو او په دوکه ووژل شو. هم هغه وه چې د انگرېز پوځ مشر د شېر پور چاوڼۍ نه د وتلو فېصله وکړه. شاه شجاع ورته مشوره ورکړه چې په ژمي کې د کابل نه وتل ځان وژل دي نو ښه به دا وي چې هغوي په بالاحصار او د دې شا وخوا ځاې پر ځاې شي چې د جنگ په حالت کې خپله دفاع وکړې شي
خو هغوي د ده خبره و نه منله.
د انگرېز پوځ د جلال اباد په لاره د واورې او کړاونو له لاسه تري تم شو او په کلکتې او انگلستان کې يې واکمن هېښ کړل. شاه شجاع داسې فکر وکړو چې انگرېزانو ورسره دوکه کړې وه ځکه د ده او د تبر د ژغورنې پړه انگرېزانو پخپله غاړه اخيستې وه. هغه ناهيلې او اندېښمن د باغيانو سره خبرې پېل کړې. د دوي د يو مشر امين الله خان لوگري ته خپل زوې شهزاده شاهپور ورواستوو. نواب زمان خان ته يې د دوو لکو روپو او د وزارت ورکولو ژمنه وکړه.
په ۱۷ جنوري ۱۸۴۲ م په بالاحصار کې لوگري، زمان خان او شاه شجاع د يو تړون لپاره راټول شول او باچا په جلال اباد کې انگرېز کوماندان جارج ميکگرېگر ته پېغام ورواستوو چې هر څه د ده په کنټرول کې دي
خو تر بلې مياشتې د انگرېزانو يو پوځ د غچ اخيستو لپاره غزني کې مېشت شو چې مشر يې جنرال ناټ و. شاه شجاع خپل زوې شهزاده تيمور ورواستو چې د نور جنگ مخه ونيسي. .
خو شاه شجاع د انگرېزانو ملاتړ ته اړ و ځکه دوست محمد خان د انگرېز سره يرغمل و او ده غوښتل چې هغه ته د بغاوت سزا ورکړي. انگرېز دوست محمد ته اړ و ځکه د دوي بنديان د هغه د زوې محمد اکبر خان په لاس کې و.
کله چې د انگرېز تازه پوخي کومک جلال اباد ته ورسيدو نو ملايانو د جهاد ناره پورته کړه. د مارچ په مياشت کې امين الله خان او نورو مشرانو شاه شجاع ته وويل چې دوي سره د انگرېز د ټکولو لپاره جلال اباد ته ورشي. د مارچ په ۱۸ نېټه امين الله خان لوگري، او نور بارکزي بالاحصار ته ورغلل او شاه يې مجبور کور چې د هغو اتو زرو لښکرو مشري دې وکړي چې د کافرانو سره د جنگ او محمد اکبر خان سره د يو ځاې کيدو لپاره تيار شوې و. خو شاه شجاع اوس هم د باغيانو په نيت شکمن و ځکه د ځان په اړه د خلکو د احساساتو نه خبر شوې و.
په هغه شپه نواب زمان خان خپله مېرمنه د يو پوښلي قران سره شاه شجاع ته ورواستوله چې که هغه د جهاد لپاره راووتلو نو يواځې به يې نه پرېږدي. په بله ورځ د ” سياه سنگ ” سره د شاه لپاره شاهي خېمه ودرول شوه خو شجاع يوه اوونۍ نور هم د پېښور نه د انگرېز جنرال ” پولک” د ځواب په انتظار په بالاحصار کې پاتې شو چې د روغې لاره وباسي.
په ۳ اپرېل د جمعې په خطبه کې مير حاجي ( د مير مسجدي ورور) په هر مسلمان جهاد فرض کړل او د جلال اباد په لار يې خپله خېمه ټک وهله. په ۴ اپرېل شاه شجاع خپل زوې شاه پور پخپل غياب کې د کابل والي او د امين الله خان لوگري زوې نصر الله د ده وزير وټاکل او د شپې خپل د باور وړ څو کسانو سره په اس سپورسياه سنگ ته ورغلو.
هغه د ځان سره دوه لکه روپۍ او سردارانو ته د خلعت ( د وياړ جامه) ورکولو لپاره ارزښت ناک شالونه وړي و. ده د لښکر د جوړښت او د کوماندانانو په اړه ځان خبر کړو. بيا ټول مشران ورته راټول شول او ده لکه د يو دربار خپلې خبرې وکړې. بيا مهمو کسانو ته يې د هغوي د رتبې او مقام په حساب پېسې او د وياړ شالونه په اوږه وغوړول. تر ټولو زيات امين الله خان لوگری يې ونازوو چې اوس د ده با اعتباره سردار و. په حاضرو کسانو کې نواب زمان خان او د ده زوې هم و خو هغوي ته يې شال او پېسې ورنکړې.
بيا شاه شجاع بېرته بالاحصار ته ولاړو چې خپل ورور نابينا شاه زمان او د خپل ټبر د نورو غړو سره خداې په اماني وکړي. ټولو ته يې ډاډ ورکړو چې په بله ورځ سهار سياه سنگ ته د لښکر سره يو ځاې کېږي.
شجاع خبر نه و چې د نواب زمان خان د امين الله لوگري سره ورانه وه او هغه ته د شال ورکول به ورته څومره گران تمام شي. د نواب زمان خان مشر زوې چې په زېږيدو يې شاه شجاع ورته پخپله خله ” شجاع الدوله ” نوم ورکړې و، هغه دربار کې ولاړ و او سخت په قهر و چې دوي د شال نه ولې بې برخې پاتې شول. پلار ته يې وويل چې باچا زمونږ نوکران ونازول او راته يې سپکاوې وکړو. که زما گوتو له راغلو نو مړ به يې کړم. پلار ورته وويل چې اوس د دې خبرو وخت نه دې او مونږ د خپل دښمن انگرېز سره د جنگ لپاره يو ځاې شوي و. خو شجاع الدوله د ځوانۍ په قهر اخته د باچا د وژلو پلان جوړ کړو. ده خپل پينځلس ملگري د دې کار لپاره ځان سره کړل.
بله ورځ سهار د صفرې د مياشتې په ۲۳ نېټه کله چې شاه شجاع د خپلو محافظانو په بدرگه يو تسکره کې د سياه سنگ لوري ته روان و نو شجا ع الدوله او د ده ملگرو ورته لاره نيولې وه. هغوي ته يې د ودريدو وويل نو باچا د تسکرې پرده ليرې کړه او بهر يې وکتل چې څه کيسه وه. هم هغه وخت ورباندې ډزې پېل شوې او شاه په يوې گولۍ ولگيدو. هغه بهرټوپ کړل او يوې خوا ته يې منډه کړه چې ځان له هغه ځايه ووباسي. حمله کوونکو هم ډزې بندې کړې او په تېښته شول خو يو کس باچا وليدو او شجاع الدوله ته يې په نښه کړو.
شجاع الدوله ورپسې وځغستل او په باچا پرېوتو. بيا يې ورباندې د تورې گوزارونه کول او ويل يې، ” اوس هغه خلعت راته راکړه” هغه د مړ باچا نه کالي ( گوتې، بازو بند او جيغه) وشوکول او د مړې يې په راښکلو راښکلو يوې کندې کې غوځار کړو.
د باچا يو ملازم شاهنواز چې دوه کسان يې ټپي کړي و، وليدل چې ميدان خالي او محافظان هم د ځايه تښتېدلي و. د باچا سفري بکس ته د چا پام نه و شوې چې پکې پېسې او نور قيمتي شيان و. ده ژرهغه بکس واخيستو، په منډه بالا حصار ته ولاړو او دا يې يو ځاې پټ کړو چې وروستو به يې خرڅ کړي. خو هلته چا وليدو او هغه بکس هم د قاتل او د ده پلار نواب زمان خان لاس ته ورغلو.
د بارکزو په لښکر کې دا خبر خپورشو او ملا مير حاجي خپله خېمه په دې اعلان ليرې کړه چې ” لوې سردار خپل وړوکي سردار( ميکناټن) سره يو ځاې شو.” نورو يو بل ته امبارکۍ وئيلې چې انگرېزانو ته يې ماتې ورکړې وه. د شاه شجاع مړې ټوله ورځ هم هلته پروت و خو يو کس دا خپل فرض وگڼل چې د خپل بادار جنازه وکړي.
د باچا ” مشکي” ( اوبه وړونکې)، مهترجان ساکزې، چې په لوديانه کې هم د شاه سره و، ماښام د پيښې ځاې ته ورغلو او ټوله شپه يې د مړي ساتنه کوله چې څوک يې خراب نکړي. سهار د شاه يو بل پتمن ملازم عرض بېگي عظيم گل خان د کفن او نورو توکو سره هلته ورغلو. د شاه شجاع مړې يې نږدې يو زوړ جومات ته يوړو، وې لامبولو، په کفن کې يې تاو کړو، جنازه يې وکړه او هم هلته په جومات کې يې ورته قبر وکنستلو.
په هغې قبر يې څو تيږې او ورباندې د باچا شاهي تسکره کېښودل. په کوم ځاې کې چې باچا وژل شوې و، د نښې لپاره يې هلته هم تيږې چاپېره کېښودې.
دا دواړه ملازمان به کله نا کله د شاه شجاع قبر ته په پټه ورتلل او څو مياشتې پرې تيرې شوې. يو وخت د سدوزو له خوا چا دا جرات وکړو چې د شاه شجاع مړې يې له هغه جومات يوړو او د پلار څنگ ته يې خښ کړو.
اوس هم په کابل کې د تيمور شاه په مقبره کې ښکته درې نور قبرونه دي چې يوه يې د شناختې تيږه نه لري.
صفيه حليم
سرچينې
۱. د کابل د سلطنت بيان. ماونټ سټورټ ايلفنسټون. ۱۸۱۵م – لومړۍ برخه. بيا چاپ . انډس خپرونې، کراچي. ۱۰۳ او ۱۰۴ مخونه
۲. غزني، کابل او افغانستان ته د شخصي سفر حال. جي-ټي- ويگنې. ۱۸۴۰م . بيا چاپ سنگ ميل خپرونې لاهور. ۱۹۶۹ م ۹ او ۱۰ مخونه
۳. د يو باچا ستنېدل. د افغانستان لپاره جنگ. ويليم ډارليمپل. بلومزبري لندن ۲۰۱۳ م. نهم څپرکې ” د يو باچا مړينه. ”
ډېره په زړه پورې لیکنه مو کړې ده، ښايي زه هم د هغو کسانو په ډله کې وم چې فکر ګنې شاه شجاع له انګریزانو سره د ملګرتیا او ملاتړ له کبله وژل شوی او بیا یې مړی پر لارو کوڅو را ښکل شوی دی.
تاسو دغه موضوع د موثقو سرچېنو په ښودلو ښه څېړلې او شنلې ده.
زما له نورو افغان لیکوالانو او څېړونکو همدا غوښتنه ده چې نورو لیکنو تر څنګ دا ډول تاریخي پېښو ته پام ډېر کړي.
dear Safia Haleem Sahib i really liked your Website very useful information, please do continue your writing we all need these kind of information, i have learned a lot form your website.
لیکه ریښتیا هم په زړه پوری وه . ددی لپاره چه تیر اولسونه او اوسنی موجود پیړی ته داخبره روښانه نه وه چه شاه شجاع د یوی چپنی په خاطر وژل شوی ا و بیا دومره څوک نه پیداکیږی چه دده جنا زه وکړی او په سموا سلامی او فغانی
اصولو یی خاورو ته وسپاری
که ریښتیا سره وه وایو او څوک دی داسی نه اګیری چه خدای مه کړه زه د خپلو مشرانو سپکاوی کوم نن سهار می دستاسی په پاڼه کی د امیر عبدالرحمن خان د ځانګړی معالج لیکنه لوستله نوداسی راته څرنګده شوه چه ددی پادشاهی کورنی اکثره شاهان عیاش او ځان غوښتونکی وو نه د هیواد غم ورسره وه او نه دملت
ملت هم ملامت وو چه دی ډول شاهانو ته ټوله ورځ لاس په نامه ولاړ وو زه فکر کوم د هم هغه وخت اثرات تر ننه دوام لری د دولت کارکونکی ۸۰ سلنه د خپل جیب په غم کی دی او ۲۰ سلنه د هیواد لپاره کار کوی او هغه هم پدی اند چه راځه هسی شپه تیره وه چاته به پاتی وی او دا یوه ترلویو وجو څخه ده چه پښتنو په خپلو مشرانو باور د لاسره ورکړی
دا درى جګړي د چا په ګته وى او تاسو د انګريزانو مرګ ژوبل ولى نه ده لىکلى
د دې پاڼې په بل مضمون” لومړی افغان جنګ” کې يې تفصیل شته. تاسو يې لوستی شئ.