غرونه او سياست

په افغانستان کې د پرنګیانو او د دوي په لاس جوړو شويو ډلو ترمنځ د شريکو ګټو پاليسي کابو دوه پیړئ پخوا د هند په خاوره پیل سوی چې په يوشتمې پېړۍ په سر کې خپل اوج ته ورسېدو.
د دی نوی پرنګئ (امریکایی) لوبی د تفصیل لپاره به هغه لوبغالې په نښه کړو چه کوم ځای کی دا لوبه روانه ده.
د لوبی اصل لوبغاړي د اسماعیلی ډلی هغه خلک دي چه پرنګې کریم آغا خان د خپل امام او لارښود په توګه مني. د لوبی ځای هغه ده چیری چه د آسیا هسک غرونه د آسمان سره خبری کوي. دا هغه بام او تخت دی چه که چیری د پرنګي تر پښو لاندی شو نو بیا د آسیا ټول واک او زیرمی به په پیړیو د هغوی په خدمت کی وي.
په افغانستان کی اسماعیلی ولس په کابل، بامیان، د بغلان په کیان دره (سید کیان )، بدخشان او د واخان په هغه لرغونی سیمی کی میشت دې چه افغانستان د تاجکستان ، چین او د شمالی پښتونخواه د ګلګت بلتستان سره نښلوي. د اهمیت وړ سیمی واخان ، پامیر او بدخشان دي چیری چه آغا خان د غربیانو په مرسته خپلی هڅی ګړندی کړي، خپلې پروژی یی په کار اچولي او په نژدی وختونو کی یو پل یی هم په دریای پنج باندی جوړ کړ کوم چه د شمالی بدخشان او د تاجکستان د ګورنو ولایت سره نښلوي او د دی دواړو خوا اسماعیلی شیعه ګان میشت دي.

د تاجکستان شرقی سیمی لکه ګورنو ولایت هم داسماعیلی شیعه ولس ځای دی او ورسره د پامیر نښتی سیمی هم. په نژدی وختونو کی آغاخان څو کرته دی سیمی ته پخپله تللی او سیمه ییز خلکو ان سجدی هم ورته کړي او د خدای په سترګه ورته ګوري. آغا خان “د منځنی آسیا پوهنتون” په نوم یو ځانګړی پوهنتون هم جوړ کړی چه د هغه شاخونه د تاجکستان په ګورنو او دوشنبه، همدا راز په قرغیزستان او قزاقستان کی هم دي. پدی دری واړه هیوادونو کی اسماعیلی شیعه میشت دي.
پدی ځانګړي پوهنتون کی آغا خان د همدی غریزو سیمو په شمول د افغانستان اسماعیلی هلکان او نجونی راجلبوي او بیا یی غربی نامتو پوهنتونو ته هم لیږي چه د راتلونکی لوبی ښه او تکړه لوبغاړی ورنه جوړ کړي.

د پاکستان د پښتونخواه ایالت هغه شمالی غریزي سیمی دي چه د ګلګت بلتستان په نوم پیژندل کیږي، د چترال او کوهستان او د افغانستان د نورستان ، بدخشان او واخان سره هم نښتي دي. په دی سیمو کی هم اسماعیلی شیعه ولس شتون لري . دلته دوی ډېر فعاله او د “بلورستان” په نوم یو ځانګړی غورځنگ لري چه د ا مریکا د نظارت لاندی د پاکستان او چین پر ضد کار کوي او د سیمی خپلواکی غواړي.
نژدی وختونو کی په اسلام آباد کی د امریکا د سفارت ځنی دپلوماتان او د بريطانيې شهزاده چارلس هم دی سیمی ته ورغلی ؤ چه د خلکو او سیمی د حال جاج واخلي.
د واخان ختيځ ته د چین د سنکیانګ او “یوغور” سیمی دي چه هلته هم اسماعیلی شیعه ګان د کریم آغا خان د امامت لاندی شتون لري. چین د “هنزه” ډیره سیمه نیولی چه هلته هم اسماعیلیان مېشت دي. د کشمیر ښکلی غریزه سیمه هم ورسره نښتی ده چې له ډیری مودی راهیسی پکې د هند او پاکستان تر منځ شخړه روانه ده.

یادی شوی ټولې سیمی ځنی گډې ځانګړتیاوی لري. دا ټولی غریزی ښکلی سیمی د آسیا بام او تخت جوړوي، چه د نړئ تر ټولو ستراتیژیک موقعیت دی او له دی ځایه ټوله آسیا څارلی شي، سره د چین، روس، کوریا، افغانستان او نور.
دا د آسیا هغه غمی دې چه د نړي لویی معدنی زیرمی لکه یورانیم ، طلا، قیمتی کاڼي او داسی نور لري. یواځی د ګلګت بلتستان سیمی د زیرمو اندازه ۵۰۰ تریلیونه ډالره ده. پرنګیان د آغا خان په مرسته غواړي چه د افغانستان، تاجکستان، چین، شمالی پښتونخواه (پاکستان) او د متنازعه کشمیر دا ټولی نښتی غریزي سیمی چه اسماعیلی شیعه ګان پکی میشت دي ، سره یو ځای کړي او د یو مستقل هیواد حیثيت ورله ورکړي.
دا به د “آسیا سویس وي” دلته به کریم آغا خان ناست وي په مزکه د خدای د سیوری په حیث او تر شا به یی پرنګیان وي.
کریم آغا خان همدا اوس پردی پراخه پروژه تود کار پیل کړی او په اړوندو سیمو کی په چټکی سره کار روان دی. خوار افغانان او تاجکان یی پروژو ته ګډیږي خو خبر ندي چه د ډول د غږ تر شا د دوی د جنازی غږ هم ورسره مل دي.

د پښتنو په خاوره، استخباراتي شبکې، طالب ،ځانمرګي او القاعده ټول د همدی لویی لوبی پوری تړلې دي چې لکه د شطرنج د “مهرو” دیخوا او هغه خوا ته خوزیږي. ځکه خو له پامیره تر بولانه دا لوی غوبل روان دی او تاوان پکې د چا دې؟ د پښتون او که د بل چا؟

سباوون ستورې

د خپرېدو نېټه
۲۳ ستمبر ۲۰۱۳ م

Aghan Khan in Afghanistan

1 Comment

Add a Comment
  1. رښتياهم دغې يادې سوې پرګنۍ باندې ښه تربسه کار روان دې څو ورځې مخکې هم يوه داسې پېښه زمونږ په دې سپېڅلې خاوره د لومړي ځل لپاره راوبرېښېده چې چايې دومره ژر هيله نه لرله….هغه چې په ټولنيزو رسنيو کې يو څه مهال مخکې دېره تاوېده او راتاوېده…..

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *