سنکیانګ

د چین په لویدیځ کې د سنکیانګ صوبه پاکستان سره ګډ سرحد لري. شاهراه ریشم لویه لار د چین او پاکستان دواړو په ګډه د زمکني تجارت لپاره جوړ کری دی. هلته سیل او تجارت لپاره تلونکي خلکو څو کاله پخوا د کاشغر په جامع جومات کې لمونځ کولی شو. د اختر او د جمعې […]

بهرام خان مومند

په نومبر ۱۸۲۶م کې د خیبر درې نه د ۱۵۰۰ کسانو یوه قافله ” تاکال” ته ورسیده. په دوی کې نیم د هند او نور د افغانستان د بیلا بیلو سیمو خلک د سیکانو سره جهاد لپاره روان وو. د قافلې مشر سید احمد بریلوي شا و خوا ۱۰ میاشتې وړاندې د راجستان د ټونک […]

سرچینه یا ماخذ

په علمي څېړنو کې په متن یا کتاب کې دننه او په اخره کې ماخذ او سرچینې به مو لیدلی وي. په عمومي ډول دا د لیکوال، د کتاب یا مضمون نوم، خپریدو نېټه، ځای او خپرندویې ټولنې نومونه وي. د سرچینو کارول ولې ضرور وي؟ ۱. د هغوعلمي‌ شخصیتونو او محقیقینو حق ادا کول […]

د اسلامي میاشتو پښتو نومونه

د اسلامي میاشتو پښتو نومونه لومړۍ- محرم اشوره – د امامانو مياشت. حسنیانو میاشت- علامه حبیبي ورته ” ژړاندو” لیکي. دویم- صفر چوري یا د پیریانو میاشت. سپره هم ورته وایی دریم- ربيع الاول باره فات یا باره وفات. د میلاد میاشت. څلورم- ربيع الثاني لومړۍ خور. پینځم- جمادي الاول دويمه خور. شپږم- جمادي الثاني […]

د ګوتوچاپ

د روغ انسان د ګوتو په سر پوټکي کې لیکې (کرښې) ښکاري. دا هغه وخت جوړېږي چې د مور په خېټه کې ماشوم د ۴ میاشتو شي. د هغه په وجود کې ډي- این- ای د یو ریډیایی پیغام په واسطه دا کرښې په پوټکي جوړوي. خو حیرانوونکی خبره دا ده چې د ماشوم په […]

احرار

د هند د مسلمانانو یو د ۱۹۲۰م په لسیزه کې د خلافت تحریک له ناکامه کیدو وروسته ” مجلس احراراسلام هند” په نوم جوړ شو. په ۱۹۲۱م مارچ کې سید عطاء الله شاه بخاري په کلکتې کې مسلمانانو د بیدارۍ لپاره یو پرجوش تقریر وکړو او انګریز حکومت ونیولو. هغوی له ده دومره په ویره […]

د څمکنو ګومبد

په ماشومتوب کې به مونږ د څمکنو میلې ته ورتلو. دا میله به دلته د میا عمر زیارت نه بهر کیده. ښځو به زیارت کې دننه دعا وکړه، منجاور ته به يې شکرانه ورکړه، مالګه به راوړه. مونږ به د زیارت په دېوالونو ختلو، هغه لوی کوهي ته به حیرانه وو چې دننه پکې پوڼۍ […]

نکریزی

یار مې په سرو لاسو مئین دی ځکه نکریزی په خپل کور کې خیشتومه نکریزی د رنګ، خوشبویی او د خوشالۍ نښه ده. د اختر او واده نه علاوه یو مسافر به ډېره موده وروسته کور ته راغلو نو خپلوانو به لاسونه په نکریزو سره کړل. د مصنوعي رنګونو نه وړاندې خلکو به د سر […]

امیه او یوسفزي

په ۸ میلادي پېړۍ کې د امیه اسلامي خلافت په ضد پاڅون روان و. په ۲۵ جنوری ۷۵۰ م د عراق “زاب” سیند پرغاړه عباسي لښکرامیه پوځ ته ماتې ورکړه او حکومت بدل شو. په دمشق کې عبد الله بن علی د امیه کورنۍ ۸۰ کسانو ته معافي اعلان کړه او شپږ میاشتې وروسته، په […]

امیر او وزیر

په ۱۸۶۷ م کې امیرعبد الرحمن د کندهار ته په لار د غلجو سره جنګ بایللو او له غزني د وزیرو سیمې ته واوړېدو. د ده تره اعظم خانه ورسره مله او ځایي ملکانو ته يې لیکونه واستول. هغوی ۱۰۰ سپاره د دوی هر کلي ته واستول، په زرګونو کسانو ورته اتڼونه وکړل او دوه […]