اسلام په تبت کې


د ۷۹۹م نه تر ۸۱۵ م د تبت باچا “سدنالیګ” د بودهه دین سرپرست و. هغه بودایی صحیفو د ژباړې لپاره تبتي ژبه معیاري کړه او د هند عالمان به يې خپل دربار ته غوښتل چې کتابونه ورته وژباړي.
د تبت په پلازمېنه “لاهسه” لوی بودایی خانقاه “کرچونګ” کې سوونو راهبانو به له حکومت معاش اخیستو. بیا د دې خانقاه تکړه او عالم راهبان به د افغانستان ښارونو ته د تبلیغ لپاره ورتلل. د تبت له خوا کابل، سمرکند او نورو لویوعبادتځایونو ته د بودا تبرکات او مجسمې هم ورډالۍ کیدې.
په دودیزه توګه خلکو د وریښم په لارله بدخشان، کونړ ته او بیا ګلګت چین او تبت ته تجارتي مالونه وړل. بودای راهبان په هم دغه لار، بلخ او کابل ته ورتلل. ګندهارا او د دې چاپېره سیمې هغه وخت په روحاني توګه د تبت په لاس کې وې.د اتمې پېړۍ په نیمای کې عرب پوځ مرکزی ایشیا ته ورسیدو نو د تبت په اړه ورته معلومات نه وو. خو د دوی مبلغین په هم هغه لار ګلګت او تبت ته ورسیدل.
په ۸۱۳م کې المامون د ۷ عباسي خلیفه په توګه بغداد کې پرتخت کیناستو. دی د خراسان حاکم پاتې شوی و او مور يې د بادغیس اوسیدونکی “مراجل” نومیده. هغه د خراسان غیر مسلم خلکو نه جزیه اخیسته خو لوی شمیر بې د غربت د لاسه مسلمانان شول. د عباسیانو په وخت د اسلام د تبلیغ کار سست شو ځکه د نوی پلازمینې بغداد په جوړولو د دوی خزانه تشه شوه. اخوا په ګندهارا کې د اسلام خپریدل، د بودیزم لپاره د خطر زنګ و نو “سدنالیګ” د سیمو حاکمان تبت کې خپل دربار ته وروبلل. له ټولو يې په یوه لوظنامه دستخط واخیستو چې دوی به د بودیزم ملاتړ کوي. د دې تاریخې پیښې په ویاړ د تبت د کرچونګ عبادت ځای مخ ته په یوې ستنې (ستون) لیکنه وشوه.
له ۸۱۲م د کابل حاکم به د تبت له خوا ټاکل کیدو او د هغه ځای په ملاتړ به عربانو سره جنګ کېدو.
په دې حالاتو کې د المامون په امر د مسلمانانو یو لښکر د افغانستان شمال نه لومړی په گلگت حمله وکړه. بیا په ۸۱۵ م کې یو بل پوځ کابل شاه ته ماتې ورکړه. عربانو له ده دوه غوښتنې وکړې، يوه دا چې هغه مسلمان شي او بله د کابل په یوخانقاه کې پروت د بودا د سرو زرو مجسمه ورته وسپاري. کابل شاه دا دواړه شرایط وومنل او په تبت کې جوړه طلایی مجسمه بغداد ته یوړل شوه. خليفه مامون مجسمه په خانه کعبه کې د خلکو نندارې ته کیښوده چې ورسره دا جملې لیکلې وې. ” د خداې پاک په قدرت د تبت باچا د اسلام سپېڅلي دين ته واوختو.” خو دا د عباسیانو یو سیاسي پروپاګنډ و ځکه د تبت باچا مسلمان شوې نه و او مجسمه يې د کابل معبد نه وړې وه. مجسمه شا و خوا تر دوو کالو په کعبه کې پرته وه. بیا په ۸۱۷ م کې المامون د خپلو سکو جوړولو لپاره د دې د ویلي کولو اجازه ورکړه.
په ۹۸۲م نامتو کتاب “حدود العالم” چې د افغانستان کې لیکل شوی و، په لومړي ځل تبت کې د مسلمان وګړو ذکر کېږي. ځینې عربان هلته میشت او ځایی خلکو سره يې خېښۍ وکړل. خو زیات شمیر يې له کشمیر ورغلي وو نو په چینای ژبې کې د ” کاهچي” په لقب یادېږي چې د کشمیري ورانه بڼه ده.
د ۲۰ پېړۍ په نیمایی کې د تبت د مسلمانانو شمیره ۳۰۰۰ وه. کله چې د چین پوځ تبت ته ورننوتو نو هغوی په مذهب بندیز ولګوو. د بودایانو روحاني مشر دلای لامه او په زرګونو خلکو هندوستان ته پناه یوړه. په دوی کې مسلمانان هم و. اوس په ” لاهسه” کې څلور جوماتونه شته چې پکې محدود خلک لمونځ کولی شي.
صفیه حلیم

له ویبپاڼو

Leave a Reply

Your email address will not be published.