ینار دګ


د آزر بایجان ختیځ کې د کیسپین سمندر پرغاړه یوې غونډې په بیخ کې د زرګونو کالو راهیسې اور بل دی. په فارسي کې “آذر” د اور او ” بېګان” د ساتونکي مانا ورکوي او وروسته په آذربایجان واوختو.
د بغداد، بادغیس، بغلان او بلخ په شان د باکو نوم هم په باګ یعني ” لوی خدای” سره ریښې لري. په دغه خاوره د اور حال پخوانو مسافرو بیان کړی دی. امیر تیمور ( ۱۴ پېړۍ) په یوه حمله کې له لیرې رڼا ولیده او په خپلو یادښتونو کې لیکي چې کله مونږ ورنزدې شو نو په زمکه اور بل و. د باکو په خاوره او کیسپین سمندر کې د نړۍ تر ټولو لوی طبعي ګیس او د پیټرول زیرمې موجودې دي. دلته کله نا کله د چقماق یوه بڅرکه به د لوی اور سبب شو.
د باکو نه ۲۵ کلومیټر شمال ختیځ کې د آبشیران د غرونو “ینار دګ” غونډۍ په بیخ کې د اور لمبې کله کله ۳ میټر لوړ غورځي. ځایی ژبه کې ورته “ینار بولاق” یعني سوځیدونکی چینه هم وایی. داغونډۍ ۱۱۶ میټر لوړه او سیلانیان يې لیدو لپاره ورځي خو په هوا کې د ګیس او لوګي له کبله هلته ساه اخیستل ګران وي.
د غونډۍ تیږه کلکه او پکې سوري دي چې لکه د بخاري هر وخت ترې ګیس راووځي. نزدې یو اور شیندي غر دغسې اور نه لري ځکه هلته د خټې له کبله اور ژر مړ شي.
د لویدیځ ایشیا او ختیځ یورپ تر منځ آزر بایجان لکه د یو څلور لاری و. دلته د هرې سیمې خلک تجارت لپاره ورتلل. داسې اټکل هم کېږي چې ممکن د اور نمانځل ( آتش پرستي) له باکو پېل شو. د نړۍ تر ټولو پخوانی دین او ممکن ذردشت هلته وزیږېدو. د باکو نه بهر په سوراخاني کې د یو پخواني “آتشګاه” په ۱۷ پېړۍ کې هلته اوسیدونکو هندوانو له خوا جوړ شو. په زمکه کې د ګیسو څلور سرچینې د دې څلورو منارو ته لاره کړې وه او هر وخت به روښانه وو. د بمبۍ پارسي او د ایران ذردشتیان هلته عبادت له ورتلل.
په ۲۰ پېړۍ کې د باکو په خاوره لویو کمپنیو دومره تیل او ګیس وویستل چې په خاوره کې د دې سطح ټیټه شوه. د “آتشګاه” اور په ۱۹۶۹م کې د ګېسو په کمښت مړ شو. هلته د عبادت کوونکو په غوښتنه حکومت د یو پایپ د لارې ورته ګېس ورکړو چې د دې مرکزي اورتون شعله پرې روښانه وي. یناردګ د زمکې په کره یوه طبعي عجوبه ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.