د نارنج تپه


دوه نارنجي څادرونه اوس هم په برما، تهایلینډ او تبت کې د بودهه راهبانو لباس دی. ښایی د کابل په جنواب کې تپه نارنج د نوم ریښې په دغه لباس کې وي. د کابل تر ټولو لوی هدیرې، شهدای صالحین نه وراخوا د سړک په ښې لاس د نارنج تپه ده.
زه د خپلو همکارانو سره تپه نارنج ته په لوړو پوڼیو وختلم نو بالا جصار ورسره ډېر جوخت او مخامخ د ” کول حشمت خان” ډنډ ښکاریدو. د خامو خښتو جوړ د یو بوده خانقاه نښې مو ولیدې. د یو وړوکي میدان چاپېره د راهبانو وړې کوټڼۍ ( حجرې) او منځ کې یوه سټوپا وه.
له ۲۰۱۰م یو افغان لرغونپوهه ظفر پیمان هلته پلټنې پېل کړې او دا باور و چې تپه نارنج د شته منو خلکو یا د شاهي ټبر عبادتځای و. د راهبانو کوټې د یو وړې چینې سره جوخت جوړې وې چې اوس هم یو زیارت لري. دلته په سوونو خلک د زیارت ( پنجشنبې) په ورځ ورځي او په یو دیوال مې د لاس (پنجې) نښه ولیده. خلک عقیده لري چې دا د حضرت علی(رض) نښه ده.
د سټوپا نه لږ بره په هواره زمکه درې نورې کوټې وې. په لومړي کې ټولو دېوالونو کې د بودهه د مجسمو لپاره وړې طاقچې وې. په منځ کې چارکونجه دکانچه او هر اړخ ته يې د بودا مجسمه په زیړ، سور او نیلا رنګونو پوښلې وه. د دکانچې د پاسه، لوی مجسمې ۴ سرونه لرل. په دویمه کوټه کې د بودا ناست حالت مجسمه نیمه پاتې وه . د ده چاپېره په سپینو جامو کې واړه بوتان وو. د بودهه په څادر سور رنګ وهل شوی او تر اوږو لوی ویښته په نیلا رنګ وو. د بودا ښې لاس ته ساتندوی اسطوره “وجراپاني” ولاړه ده. ورسره یو مهم مرید چې ښایی له هند راغلی و ځکه د اوبدل شوي ټوکر لنګ يې تړلی دی. د هغه سره بل کس په پښو بوټ او لنډه چپنه يې پر غاړه ده. دی ممکن پوځي یا د شاهي دربار کس و. د ده په چپنه وړې تکمې ( بټن) هم واضح ښکاري. ورسره بل سړی بودا ته په ګونډو دی چې بیل شوی سر يې نزدې پروت و. په سر یو تاج چې ۳ سپوږمۍ (هلال) او ملغلري يې لرل. دا ممکن یفتلي باچا و چې بودای دین يې ومنلو. د ګندهارا دا ځانګړی مجسمه بل ځای نه وه لیدل شوی. دا ټول بوتان له خټو (ګچ) څخه جوړ او نازک وو.
د نارنج تپې په څوکه، هواره زمکه یو ګول تالار و چې دیوالونو سره يې د کیناستو ځایونه توږل شوي وو. په منځ کې بخاري یا اورتون و. دا تالار په ګلونو او ونو په نقاشي ښکلی شوی و نو ښایی چې شاهي ټبر او د وی مشاورین به پکې د مجلس یا غونډو لپاره ټولیدل. هلته د بودهه دوه لوی پښې هم وموندل شوې چې مخ يې ختیځ ته و. د پښو جسامت ښایی چې مجسمه به ډېره لویه او له لیرې لیدای شوه.
په ۲۰۱۳م کې د پېسو د کمښت له کبله، په تپه نارنج نورې پلټنې بندې شوې. د سپړدل شویو ځایونو د خوندي کولو لپاره چاپېره ترې حفاظتي دېوالونه راتاو شول.
صفیه حلیم
له ویبپاڼو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *