د فارسي پایزیب او پای کړه، د پښتو پېنزیب او پېکړه د لینګو لپاره دوه بیل ګاڼې دي.
پېکړه د نن نه دوه نیم زره کاله پخوا د برونز جوړ لویه حلقه د سنده د موهنجو داړو په کنډوالو کې هم وموندل شو. دا لکه د لاس کړې، لینګي لپاره جوړیده. کړه به ډډه وه یاني دننه به تشه او څو دانې واړه کاڼي پکې ډک وو. د حرکت په وخت به دغه کاڼي شړنګیدل. یو روایت دی چې دغسې کړې به د غوا – میښو په پښو کې يې اچول چې و نه تښتي. بیا د واده په وخت ناوې ته يې هم پېکړه جوړوله چې هدف يې د ښځې د حرکاتو څارنه وه. خو دا یو افسانه ښکاري ځکه د نورو کالو په شان د پښې ګاڼه هم د ځینو ښځو خوښېږي. د وخت په اوږدو کې د پېکړو ځای پانزیب واخیستو چې د سپینو زرو نه جوړیدل او په وزن کې سپک و. د پېنزیب لپاره یوه جالی داره پټۍ او ورسره ګونګرو ګان یا زنګولې ځوړندې وې. هغو ښځو چې شړنګ شړنګ يې نه غوښتل ساده پانزیب په پښو کاو.
په پیښور کې د ناوې د سرو زرو ګاڼو کې د دواړو پښو لپاره د سپینو ( نقریی) پېنزیبونه هم جوړیدل. دا عقیده وه چې طلا د پښې لپاره نه وي او په کالو کې سپین زر برکت لري. د وخت په بدلیدو د پېنزیب رواج ختم شو خو کله کله یوې مستې جینۍ به د دې فرمایش وکړو. د دې ډول او بڼه بدله شوه اود یو سپک زنځیر او زنګولې رواج شو. اوس د سپینو نه علاوه د نرمې اوسپنې او د مسو پېزیبونه په نوي ډیزاین کې جوړېږي. د قبایلي ښځو دغه فیشن او موډرن ټولنو ته کډه کړې ده.
صفیه حلیم