ایلفنسټون او شیراني

د بلوچستان په شمال ختیځ کې د شیرانو زمکه د ژوب سره یو ځای کېږي. دا تر ټولو وروستو پاتې سیمه او په ۱۹پېړۍ کې څو زره خلک پکې میشت وو. د سلیمان غرونو د سلسلې په شمال، جنوبي وزیرستان، ډیره اسمعیل خان او پکتیکا تر منځ څو شنې درې د شیرانو ټاټوبی دی.
لکه د نورو کوچیانو شیراني د زمکو د نیولو او ساتلو لپاره ” بېټني” قام سره جنګیدل او لویه مرګ ژوبله به کیده. یو وخت د پشین یو ځوان سید (عارف) شیرانو ته ورغلو او د هغه په جنګي صلاحیت بېټنو ماتې وخوړه. د دې په بدل کې یوه شیراني جینۍ ورته واده شوه او د شین غر بره زمکه يې هم ورته ورکړه. دغه سیمه او خلک به ” عارف وال” نومیده. خو پښتانه د عربي “ع” لکه د ” ح” تلفظ کوي نو دا به يې ” هارف وال او وروسته “هریفال” بلل. شیراني قام به د دوی له مشر ” نیکه” نه د هر لوی ستونزې حل لپاره مشوره غوښته.
په ۱۸۰۹م کې لومړی برطانوي استاځی، ماونټ سټورټ ایلفنسټن کله چې پیښور کې د شاه شجاع دربار ته ورغلو نو وروسته د خپل سفر مکمل حال يې یو کتاب کې خپور کړو. د شیراني قام په اړه لیکي.
” په دې قبيله کې د خان او ملا نه علاوه، هر وگړې کار کوي. دوی په کال کې دوه فصلونه لري، په اوړي کې شولې، هندي جوار، مۍ، تماکو په مني کې پريکوي. بیا په تشو زمکو غنم او اوربشې کري چې د اوړي په سر کې يې راټولوي. عام څاروي يې غوايان دې خو خال خال شپانه هم شته چې د غرونو په څنډو يې جونگړې ښکاري او ځينې يې په کیږدیو (تمبوانو) کې اوسيږي. د دوی غوايان واړه، تور رنگ او د څټ هډوکې (کوهان) يې نه وي. لږ شمیر وزی-چېلي هم لري خو غواگانې، يابو او اوښان ورسره نه وي. په دې ټول ملک کې شل اسونه هم نشې موندلی.
شيراني خپل مشر ته “نيکه” واي چې پخپلې قبيلي کې تر ټولو بااختيار کس وي. دې د شيراني ترټولو زوړ ټبر سپين ږيرې وي. دوی باورلري چې مشر ته خدای لاره ښایی او هم هغه به يې ژغوري. نيکه ډېره زمکه لري او د کار خلک ورسره موجود خو هغه يې ملازمان نه وي. په کال کې د قبيلې هر کور چې پسونه لري، يوه پسه نيکه ته ورډالۍ کړي. څوک چې زیات څاروي لري، هغوی يو سخوندر هم ورکوي. نیکه ددې لپاره په خلکو جبر نه کوي او ولس پخپله خوښه ورته ډالۍ کړي. د دوی عقیده ده چې که نيکه ته يې خپله برخه ورنکړه نو څه بدمرغي به ورپيښه شي. لکه ماشوم به يې مړ شي.
که څه هم ولس خپلې لانجې په جنګ حلوي خو د انصاف لپاره يواځينې کس “نيکه” وي. دی د دواړو غاړو خبره اوري او د لمانځه نه وروستو د خداې په امر فيصله کوي او زيات وخت منل کيږي ځکه خلک د ناليدلي سزا نه ويريږي. شيراني هم “چلويشتی” (څلويښتی) لري چې د ۴۰ استاځو ټاکل وي. زيات وخت دا د نيکه له خوا غوره شوې او د هغه لار ښوونې ته يې سترگې نيولې وي.
شيراني پخپل منځ کې لږ مخالفت لري او د هغو ټولو قامونو سره په جنگ وي چې په کال کې يو وارې د دوی په سيمه تيريږي. داسې ښاي چې دوی د ټولې نړۍ سره په جنگ دي ځکه هر مسافر چې لاره يې د دوی په سيمه وي، که وس يې بر شي نو دوی يې شوکوي. د دې نه علاوه دوی د دامان په ځينو برخو هم تيری کوي چې د هغه ځای اوسيدونکو سره يې هيڅ دښمني نشته. کله چې زه دغه سيمې ته نږدې پاتې وم نو دوی ( شیرانی) د درانيانو يوی جنازی مخه ونیوله چې کندهار ته يې د خښولو لپاره وړله. دا يې تر هغې ايساره کړه تر څو چې د جنازې وړونکو ورله پيسې ورنکړې.
خو نور خلک په يوه خله واي چې شیرانی باوري خلک دی. که یو لاروی د شيرانيانو نه څوګ د بدرگې لپاره کرايه کړي نو هغه په پوره امنيت د دوی له سيمې تيريدای شې.
د جنگ په وخت نيکه د دوی سرلښکر وي. د کوچ نه وړاندې ټول جنگيالي د هغه د پټکي لاندې تيريږي. دغه پټکی پرانستی او يوه پلؤ يې ملا او بل “نيکه” پخپل لاس کې نيولې وي. د دوی په عقيده دا په جنګ کې د ټپي کیدو یا د وژنې مخه نیسي. دوی د هغو کسانو په اړه کيسې لري چې يا يې دغه دود ته پام ونکړو او يا يې ورباندې عقيده نه لرله (او تاوان يې وموندلو)
د دوی وسله د رانجو ټوپک (جزېل) او خنجر وي.
د شیرانو په هر کلي کې يو ملا وي چې کال کې یو وار د زمکې او د مال نه خلک ورته لسمه برخه (عشر) ورکوي. د ملا يو کار د مړي کفن گنډل دی. زيات شيراني قران لوستلی شي خو بې له ملا بل هيڅوک پښتو يا پارسي ژبه نشي لوستلی.”
د ایلفنسټن له سفر ۸۰ کاله وروسته، په ۲۷ دسمبر ۱۸۸۹م کې برطانویانو یو لوی دربار کې ژوب خپله سیمه او کپتان “میکلوور” خپل لومړی استاځی (پی ای) وټاکلو. بل کال د انګریز پوځ یوه دسته “کسی غر” ته ورغله او په ۱۸۹۴م اګست کې د کلکتې ” جغرافیای ژورنال” په یو مضمون کې هلته د یو زیارت ذکر وشو. د ځایی خلکو په وېنا، د نوح کشتۍ د طوفان نه وروسته دلته کې ایساره شوه. نورو ویل چې هلته جناتو د حضرت سلیمان (ع) تخت کیښودو نو ځکه ورته د سلیمان غر وایی. د ډیره اسمعیل خان او شیرانو تر منځ ۴ میله ” دهانه دره” کې انګریز په ۱۸۹۵م یو سړک په جوړولو لاس پورې کړ. دا په ۱۹۰۵م کې مکمل شو ځکه څو وارې د جنګونو له کبله پرې کار بند و.
شیراني قام په دوو برخو ویشلي دی چۍ یوه يې د سلیمان په ختیځ کې او بل په لویدیځ کې ژوند کوي. د حنفي مسلک هریفال ذیات مذهبي دی. د ۲۰ پېړۍ په سر کې د حریفال ټبر نه خلکو افغانستان ته کډه وکړه او هلته لوګر، مقر او کابل کې میشت شول. شیراني ژوب ته هم کډه شول خو زیات يې اوس هم په شیراني ضلع کې پاتې دي.
صفیه حلیم
ايلفنسټون يادښتونه

An Account of the kingdom of Caubul and its dependencies in Persia, Tatary, and India. Elphinstone, Mountstuart. p. 382.

1 Comment

Add a Comment
  1. غلام مصطفیٰ

    د ډېره اسماعيل خان نه چې کومه لار ژوب ته تللی ده نو د دوي په مينځ کې يوه علاقه چې پخوا به ئې ورته اېف آر ډي آئي خان وي دغلته اکثريت شيراني قبيله اوسي. په دغه ټوله علاقه کې دا ډېره پر امن علاقه ده. ډېر ښه خلک ئي دې

Leave a Reply

Your email address will not be published.