د هوجرو ګټې

اول د ټول مندڼ سردار وې اوس د بېسک په ګټه ناست يې مساپره د دې لنډۍ تر شا یو تاریخ پټ دی. د پښتنو کلیوال هوجره (حجره) د جرګو مرکو، غم ښادۍ او میلمستون نه علاوه د مجلس او تماشې ځای هم و. په هوجره کې میلمانه او خان به په کټونو، د بالښت […]

ټاپه

د سپرلي د راتګ سره به زمونږ د کور برستنې او ګرمې جامې په لوی صندوق کې بند او په کټونو به چاپه شوي څادرونه وغوړیدل. نیا به مې له بازار سپین “مارکین” راوړو، د لویو وړو کټونو په کچ به يې څادرونه وګنډل. پاتې وړو ټوټو نه به دسترخوان، میزپوش او د بالښتونو ابرې […]

بخت منیر

د ۱۹۶۰م په لسیزه کې د پیښور ریډیو نه به د کشور سلطان په غږ یوه بدله ډېره غږیده چې بیا هغه ماښام دی چې بخت منیر د جرمني ټکان راځینه بیا ماښام به راشي اوس بخت منیر په ګل بیلې کوي سېلونه. ” بدله” په پښتو کې اوږد نظم او پکې یوه ولسي کیسه […]

محمد بن قاسم

په روهړي کې یوې غونډۍ د پاسه د محمد بن قاسم جومات کنډوالی اوس هم ښکاري. د دغه ځوان د اتلوالۍ کیسې په اسلامي تاریخ کې یوه افسانوي دوره په ګوته کوي. په ۶۳۲م کې د حضرت محمد (ص) د وفات نه وروسته عربان په بېړیو کې د هند جنوبي ساحلونو ته تجارت لپاره ورتلل. […]

اسانګه

په ۶ ق م پېړۍ کې د هند ایالت بهار د درویشانو او جوګیانو مرکز و. له دغه ځای بودهه دین نورو ځایونو ته کډه وکړه او په لرغونې “نالنده” پوهنتون کې به د دې دین درسونه ورکری کیدل. هلته د بودهه ۱۷ نامتو استادان مشهور دي چې یو پکې د ګندهارا “اسانګه” هم و. […]

ډیلی

د نړۍ “پرانستی میوزیم” د دوو ښارونو روم او دیلی لقب دی. په هندي کې دلي یا دهلي چې پښتانه ورته ډیلی وایی، پکې د ۸ ښارونو نښې پاتې دي. ډیلی او اګره د جمنا پر غاړه اباد دي او دلته د ۶ ق م پېړۍ راهیسې خلک اوسیدل. د ځینو لرغون پوهانو په اند، […]

اسلام په تبت کې

د ۷۹۹م نه تر ۸۱۵ م د تبت باچا “سدنالیګ” د بودهه دین سرپرست و. هغه بودایی صحیفو د ژباړې لپاره تبتي ژبه معیاري کړه او د هند عالمان به يې خپل دربار ته غوښتل چې کتابونه ورته وژباړي. د تبت په پلازمېنه “لاهسه” لوی بودایی خانقاه “کرچونګ” کې سوونو راهبانو به له حکومت معاش […]

سفیده

د کندهار دا بازار یواځې د ښځو لپاره دی. دغه پوښلې کوڅه تنګه او دواړو غاړو ته يې وړې هټۍ وې. د ماشومانو جامې، بورقې او څادرونه له دکان بهر په لرګینو تختو او چوبي هینګرونو ټالۍ وهل. په څلورګوټیزه وړه کوټه کې هټۍ وال چې زیات يې سپین ږیري وو د شنو چایو ترموس […]

ینار دګ

د آزر بایجان ختیځ کې د کیسپین سمندر پرغاړه یوې غونډې په بیخ کې د زرګونو کالو راهیسې اور بل دی. په فارسي کې “آذر” د اور او ” بېګان” د ساتونکي مانا ورکوي او وروسته په آذربایجان واوختو. د بغداد، بادغیس، بغلان او بلخ په شان د باکو نوم هم په باګ یعني ” […]

ایلفنسټون او شیراني

د بلوچستان په شمال ختیځ کې د شیرانو زمکه د ژوب سره یو ځای کېږي. دا تر ټولو وروستو پاتې سیمه او په ۱۹پېړۍ کې څو زره خلک پکې میشت وو. د سلیمان غرونو د سلسلې په شمال، جنوبي وزیرستان، ډیره اسمعیل خان او پکتیکا تر منځ څو شنې درې د شیرانو ټاټوبی دی. لکه […]