سر و تر


د سیستان په دشتو کې د شګوغونډۍ هم سفر کوي. په سختې سیلۍ دا را والوزي او بیا په بل ځای کې راټول شي. دغو طوفانونو قافلې به تري تم کړل او یو ځای ” دشت مرګو” په نوم شهرت وموندلو. د هلمند سیند نه ختیځ لوري ته څو کنالونو (نهرونو) د دې میداني سیمې خړوبولې چې ” سرو تر” (تر و سر) نومېږي. د نیمروز دغه لرغونې ښار کې د تیرو ۶۰۰۰ کلونو د ژوند نښې پاتې وې. دلته په زرګونو خلکو ژوند کاو او د دوی د کورونو نښې د شګو په غونډۍ کې کله ورک او کله بیا رابرسیره شي. په وروستي ځل ۱۵ پېړۍ کې د شګو طوفان خلک مجبوره کړل چې دا ځای پرېږدي. دا تیموري دوره وه چې هغه وخت خلکو دلته د خامو خښتو کورونه جوړ کړي وو. ځینې پکې درې پوریزه ودانۍ وې.
د ۱۵ پېړې “سر و تر” کلا د زرنج نه ۸۶ کلومیټرجنوب ختیځ کې پروت دی. دلته د میلاد نه دوه پېړۍ وړاندې هم یوه کلا د پارتیانو له خوا جوړه وه. د تاریخ په اوږدو کې دا ویجاړه او بیا ورغول شوه. ددې بل نوم ” شهر غلغله” دی چې د بامیانو په شان ممکن سخت جنګ او مرګ ژوبله وشوه. هلته په پلټنو کې د پارتي، ساساني او د لومړي اسلامي دورې سکې او نور توکي وموندل شول.
د سر وتر کلا د یو مربع دېوال دننه جوړ و چې چاپېره ترې دفاعي کنده هم لرله. دننه د وړو کورونو او د هدیرې نښې وې. وراخوا یوه بله کنده او دایره کې دېوال و. په منځ ۲۵ میټر لوړې غونډۍ ودانۍ ۵ اړخونه لري او پکې کوټې او دالانونه وو. د یو وړوکي جومات محراب او ۱۰۰ نورې کوټې وې چې د ځینو چت ګومبدي او په دېوالونو يې د ګچ نقاشي وه. د کلا ټول دېوالونه د خټو وو خو ځینو کوټو کې کچه خښتې هم کاریدلي دي. له جومات د ۱۱۶۷م تر ۱۲۲۱م اسلامي سکې وموندل شوې.
سیستان اوس په دریو ملکونو ایران افغانستان او پاکستان ویشلی ده. په ۱۹۷۰م کې د “هلمند سیستان پراجیکټ” په پلټنو کې د سرو تر کلا د تیموري تمدن نښې رابرسیره کړې. د تیرو ۴۰ کالو د افغانستان په کورنۍ جګړه کې د تاریخ او تمدن د پلټنو او لیکلو کار ته سخت تاوان رسیدلی دی. معلومه نه ده چې نوی جګړې به ورته څومره زیانمن وي.
صفیه حلیم
له ویبپاڼو

Leave a Reply

Your email address will not be published.