بټېربازي د پښتو “مړز” د فارسي “کرک” د اردو “بټېر” او د انګریزي “کویل” د مرغۍ یو قسم دی. په پښتونخوا کې مړزان د غنمو د پخیدو په وخت پټیو کې راښکته شي نو خلک يې د خوړلو لپاره نیسي. مړز د چرګ په شان پخېږي او یا د پکوړو په شان په غوړو کې سره […]
د کشتیو پل د کشتیو دا پل د ۱۹ پېړۍ په پای کې د انګریز له خوا په اباسین جوړ شو. د کلکتې نه کابل ته د اوښانو یوه قافله په ۱۹۲۰م کې هنډ ( اټک) سره نزدې په دغه پله تیرېږي. د یرغلګرو له خوا دغسې پلونو لوی هدف پلي پوځ او درانه سامانونه بلې غاړې ته […]
مجسمه یوه ویډیو مې ولیده چې پکې خلک یوه مجسمه ماتوي. شا ته یو کس په غرنۍ پښتو نارې وهي چې ” راوايې خلو…مات يې کو” په انګریزي متن د ویډیو سره لیکلي وو چې، په دره ادم خیلو کې قهر ژنو خلکو د عجب خان اپریدي مجسمه ړنګه کړه. د هغه پټکی يې په کوتکو […]
اشفاق الله خان په هندوستان کې ۲۰ پېړۍ د خپلواکۍ په غورځنګ کې اشفاق الله خان یو نوم ورکی مجاهد دی. د اتر پردیش په جنوب ختیځ کې د شاه جهان پور ضلع په ۱۸۱۴م کې د روهیله پښتنو له خوا اباده شوه. دلته ۵۲ محلتونه د پښتنو قامونو او مشرانو په نوم و. د ” جلال نګر” […]
ملکه سرور سلطان د ۲۰ پېړۍ په سر کې د افغانستان ملکه سرور سلطان د ټولنې په بدلون کې لویه ونډه لرله. دا د امیر حبیب الله خان دریمه میرمن وه. سرور سلطان په ۱۸۷۵م کې کابل کې وزیږېده. د دې پلار د بارکزي ټبر، لویناب شیردل خان او نیکه يې میرداد خان د کندهار شاغاسي ټبر څخه […]
غز په لرغونې انجیل کې د حضرت ابراهیم (ع) په لاس د نجف په دشته کې د یو کوهي “بیرشیبه” پرغاړه د غز د ونې کرلو زکر دی. بل ځای وایی چې بي بي هاجره ماشوم حضرت اسمعیل(ع) د غز د بوټي سیوري کې پریښودو او پخپله د اوبو په لټون شوه. له دغو دواړو کیسو […]
۸۳ فلم د هند د کرکټ ملي لوبډلې په ۱۹۸۳ م کې نامتو لوبغاړي، د “کاپېل دېو” په مشرۍ په لومړي ځل د کرکټ نړیوال کپ وګاټه. ښايي د کرکټ لوبغاړو او زما په ګډون ډېرو ته چې هغه وخت پیدا شوي نه وو او یا ماشومان وو، د هغه نړیوال کپ سیالۍ یو هېر شوی تاریخ […]
د شپږو ورځو جنګ دا جنګ ۱۹۶۷م د جون په پېل کې د اسرایل مصر، شام او اردن ځواکونو تر منځ وشو. په ۱۹۴۸م کې د برطانیې په ملاتړ، د فلسطین خاوره “اسرایل” اعلان شوه نو د مصر او شام پوځ جنګ ته بډې ووهلې. اردن یواځینې ملک و چې په دغه جنګ کې يې پوځ بریالی و. خو […]
زما ژوند او ژوندون ( ۳) په ښوونځی کې عبد الصمد خان لپاره تر ټولو سخته پریډ کول و. ” د بل په خوله دا کوږ او کیڼ کیده راته ګران وو او هیڅ خوند يې نه راکوو.” په حیدراباد کې به سخته ګرمي وه نو ده به ویښته لنډ او یوه سپکه خولۍ به يې په سروله. کله چې بیرته […]
صېهون په عبراني کې د “سېیون” توری، کلا او وچې زمکې دواړو لپاره کارېږي. په ۶ ق م پېړۍ کې د تورات تر ټولو پخوانۍ صحیفو کې “سېیون” د بیت المقدس یا القدس (یروشلم) یو متبادل نوم و. په القدس کې د “طلای معبد” غونډۍ په جنوب کې د “صېهون” په غر د یوې کلا نښې […]