د پښتنو جهاد د ۱۹ پېړۍ له پېل، پښتونخوا د سیک مهاراجه رنجیت سنګ لاس ته ورغلو. په پیښور کې د امیر دوست محمد خان وروڼو هر کال لاهور ته باج ورکاو خو د سیک جنګیالو د ظلم مخه يې نشوه نیولی. هغه وخت د هند د برېلي څخه سید احمد شا و خوا ۷۰۰ مجاهدینو سره پښتونخوا […]
ګوبیکلی تپه د ترکي اناطولیا په جنوب ختیځ کې یوولس زره (۱۱۰۰۰) کاله پخواني د تیږې د زمانې آثار تر ټولو پخوانی عبادت ګاه ګڼلی شي. دا ځای “ګوبیکلی تپه” (د ګول خېټې غونډۍ) نومېږي چې له زمکې ۵۰ فټه لوړه ده. هلته لومړنۍ سروی د استنبول او شکاګو پوهنتون لرغون پوهانو په ۱۹۶۰ م کې وکړل. […]
چیړ د پلوسې له ونې راټول شوی وچ شوی سلیخ (چیړ) د شاتو رنګ لري او په حکیمي نسخو کې پکارېږي. په نړۍ کې د ډېرو ونو په تنه سلیخ لرونکی اوبه راټولېږي چې وروسته بیا کلک شي او ځینې يې د انسان لپاره ګته ور وي. د هر یو خپل بوی او ځانګړتیا وي چې […]
سیده قانته بیګم د ۱۹۷۰م په لسیزه کې ما د پیښور ریډیو” د خویندو پروګرام” لپاره مضامین لیکل. ذیتون بانو يې پروډیوسره وه او هره اوونۍ به يې یوه میلمنه د ژوندي پروګرام لپاره رابلله. سیده قانته بیګم به مې اکثر لیدله چې په سپینه بورقه کې پټه دننه سټوډیو ته ورتله. په هغو ورځو کې د ستوډیو […]
د امیر حبیب الله خلاف سازش په ۱۹۰۹م کې د افغانستان د امیر حبیب الله خان په ضد یو سازش وشو. په ۲۳ می ۱۹۰۹م یکشنبه( اتوار) د ورځې له پیښور خپریدونکی د پښتو او اردو اوونیز ” افغان اخبار” د تیرې اوونۍ جاري ” امیر د کابل او سازش” په سرلیک یو راپور خپور شو. وایی ” یوه ورځ هر […]
افغان اخبار ا د پیښور په آرکایوز(آرشیف) لایبربري کی د ۲۰ پېړۍ له پېل چاپ شوي اخبارونه او د “افغان اخبار پشاور” څو ګڼې مې ولیدی. په می ۱۹۰۹م کې دغه پاڼې ته انګریز حکومت د چاپ اجازه ورکړه ځکه دا څو میاشتې د مخه یو کس عبد الله په پټه خپروله. دا به يې په دره […]
د مسو کټوری د اوړي په روژه کې به د مسو لوی کټوری (کاسه) د لیمو له شربت ډک و. پکې به د نیلا رنګ تخم ملنګ او پیازي رنګ د اسپغول دانو د سپینو واورو سره لامبو وهله. مور به راته د سپینو (مسینو) لوی څمڅۍ شربت په وړو کټورو کې راکړو او بې صبره د ملا […]
ادم درخانۍ-کتاب د پښتو دا ولسي داستان په ۱۹ پېړۍ کې په لاس لیکلی او منظوم بڼه د یاسمین حسین په کتابتون کې وه. ما د دې یوه کاپي د ځان لپاره سکین کړه. اوس په پي -ډي ایف کي يې تاسو کتلی شئ. د ډاونلوډ لپاره د کتاب په مخ کلیک وکړئ. فایل ۶۰ میګابایټ دروند […]
صفاري دوره په سیستان او خراسان کې د عباسي خلفاو له خوا د ۸۶۱ م څخه تر ۱۰۰۲ م صفاري ټبر حاکمیت لرلو. په ۸۴۰م کې د زرنج په “قرنين” كلي كي د لیث نومې یو مسګر (صفار) زوی یعقوب وزیږېدو. په تنکي ځوانۍ کې دی د “عيّار” ډلو سره مله شو چې د حکومت باغیان وو. […]
بن او بنت په عربي تاریخونو کې د چا نوم سره د هغه کس د پلار، نیکه او غورنیکه نومونه یادول ضرور وو. د دې لوی سبب د نوموړي مشخص کول وو ځکه په هغه نوم به نور کسان هم وو. بله دا چې ځینو ماشومانو ته به د نیکه یا غور نیکه نوم ورکری کیدو. که ماشوم […]