د رازونو سپړونکې

stein
“زما ارمان دې چې کابل ته ورشم او د اسکندر مقدوني د پوځي کمپاين په اړه معلومات راټول کړم.” دا جمله د بريطانيې هنگري نژاده لرغون پوه، چارواکو ته څو وارې وکړه چې په ۱۹۴۳ م کی افغانستان ته دده د ورتگ مخالفت يې کوو. مارک اورل شټاين هغه وخت د يو اتياوکالوپه سن کی و او د ژوند په دی پړاو کی ډېرسپين ږيري غواړي چې په کور کيني اوپه ارام وخت تير کړي.
خو مارک خپل ټول عمر په کار او څيړنه تيرکړې و. کشمير، چين او د هند په غرونو کی د لرغونو تمدنونو په لټه د خطر سره مخ شوې و. دده يو ارمان و چې په افغانستان کی د لرغوني يونان نښې راوسپړي. دده د شوق او د جذبی په وياړورته اجازه ورکړې شوه او په هغه کال د اکتوبر په نولسمه نيټه دې کابل ته ورسيدو. خو درې ورځې وروسته دده زکام شو، هم په دی حالت کی ورباندې د فالج حمله وشوه او په ۲۶ اکتوبر ده له نړۍ سترگې پټې کړې. د مړينې پر وخت دده وروستۍ خبره دا وه چې، “زما ژوند د عجايبوډک و اواوس پاې ددی نه به ښه نه وې چې زه د افغانستان په خاوره کی مرم، هغه هيواد چې د تيرو شپيتو کالوراهيسې مې ورته راتلل غوښته”
اورل شټاين په ۱۸۶۲ م کی د هنگري پيسټ ( بوډاپيست ) نومې ښارکی په يوې شته منې کورنۍ کی زېږېدلی و. دده مور پلارهغه وخت د ځوانۍ له درشله وتلي و او د اورل د روزنې او ښوونې کاردده يو ماما کوو. هغه د سترگو د ناروغيو متخصص او په هنگري کی ددی علاج بنسټ اېښونکي و. اورل په وړوکي عمرکی د هنگري د ولوستو او روڼ اندو خلکوسره ووپيژندل او ددوي له علم يې گټه واخيسته.
اورل خپلې زدکړې بوډاپسټ اود المان د ډرېسډن په ښارکی ترسره کړې. ده دژب پوهنې، هندي او ايراني علومود لوړو زدکړو او په ۱۸۸۳ م کی يې ډاکتوره ترلاسه کړه. ده په اکسفورډ، کيمبرج او لندن کی څيړنې وکړې او د يوکال عسکرې لپاره بيرته هنگري ته ولاړو. سره له دی دومره زدکړو، هغه د هنگري په پوهنتونو کی کارو نه موندلونوهند ته يې مخه کړه. هلته څو کاله په بيلا بيلو تعليمې اداروکی يې د ښوونکي په توگه خپله دنده سرته رسوله او ورسره يې د کشميرپه لرغوني تمدن څيړنې کولې.
په ۱۸۸۸ م کی دی د لاهورد اورينټل کالج مشروټاکل شو. په ۱۸۹۲ م کی ده د کشمير لومړې معلوم تاريخ چې يوکشميري برهمڼ کلهڼه په دولسمې ميلادي پيړۍ کی په سانسکرت ژبې ليکلې و، چاپ کړواو څو کاله وروستو هم داکتاب په انگرېزي يې و ژباړلو.
مارک اورل شټاين لا په ښوونځي کی و، چې د اسکندر مقدوني د ژوند او د هغه د برياو په اړه يې ولوستل اوډېر ترې اغيزمن شو. دده لپاره د غرونو هغه لارې د يو طلسم په څير وې چې د زرگونو کالو راهيسې ددی ملکونوخلک پرې تلل راتلل. د ورېښمو هغه لرغونې لارې چې يو نيم زر کاله پخوا ورباندې د چين راهبان ورغلي اوپخپلويادښتونوکی يې زکر کړې و، اورل شټاين په ارام نه پرېښودو.
دی اوس د څلوېښتو کالو و او د ځوانۍ له ليکي په وتلو و. په ۱۹۰۰ م د مې په مياشت کی دې پخپل لگښت ديوڅوکسانوسره له کوره ووتلو. دده سامان په اوښانو بار واود هند له پلو دې د چين په لويديځ کی د تکله مکان دشتو ته روان شو. دده سفر په دوو کالو غزېدلې دې. د “تکله مکان” په دشتې کی ده په ځينو عبادت ځايونو کی، بودهاي انځورونه، مجسمې او په سانسکرت ژبه کښل شوي ليکنې وموندلې.
د شټاين په دی تسلي ونشوه او ختيځ ته د “نييا” سيمې ته هم ولاړوچې لوې شمير لرغوني توکي يې رابرسيره کړل. په نييا کی دوي د سلو نه زيات د لرگي دړې وموندلې چې ۱۰۵ ميلادي کال مخطوطې وې. په دی دړو پخوانۍ هندي ژبې پراکريت، سرکاري فرمانونه، ليکل شوي و. ددی نه وړاندې د هند د هره ورځنۍ ژوند په اړه داسې ليکنې نه وې موندل شوې. په د خوان روانگ هغه دعوا ريښتيا شوه چې ويل يې دا سيمه په ۲۰۰ ق.م کی د هند له خوا نيول شوې وه.
شټاين د چين د “هن” سلطنت د دورې بې شميره سيکې هم رابرسيره کړې چې په لومړي ميلادي پيړۍ کی هلته واکمن و. په نورو توکو کی د موږک د نيولو يوه لرغونې کوړکۍ، يوه امسا، د يو گيټار برخه، ليندۍ ،غشې اوپه ښکلې ډيزاين اوبدل غاليچه او دکورني استعمال لوښي و.
د خپل لومړي سفر پر وخت شټاين په خوتن کی يو کس د اسلام اخوند سره وليدل چې له وړاندې يې د ونو په پوټکو ليکل شوي صحيفې د لرغونو توکو په کاروباريانو پلورل. هغه به دعوا کوله چې دا د خوتن لرغونې صحيفې دي. په دی کی ځينو د لندن او د ماسکوميوزمونوته کډه کړې وه او هلته ښه په زور ورباندې څيړنې روانې وې. شټاين د خپل علم له کبله پوهه شو چې هغه صحيفې جعلي وې. اسلام اخوند هغه برهمي ژبه پخپله ليکلې او په بهرنيانو يې پلورلې. په دی موندنو هغه دېرنوم وگټلو اود هند انگرېزحکومت په دې قانع شو چې شټاين د کارسړې و. دده ددوېم سفرد لگښت لپاره يې ورته پيسې وومنلې. خوددی بريالي سفرنه نور ملکونه هم خبرشول اود موندنو کيسې ډندوره شوې.
په ۱۹۰۲ م کی جرمني او جاپان هم د چين له پټوخزانود خپلې برخې د تر لاسه کولو لپاره دی سيمې ته لرغون پيژندونکي ورواستول. ددی په نتيجه کی د تکله مکان او د گوبي په دشتو کی د لرغونو بوداي اثارود ترلاسه کولو نړۍ واله سيالي پيل شوه. په دی سيالۍ کی د اوو ملکونوکاروباريان چې د لرغونو توکوراويستل او پلورل يې دنده وه، تر پينځويشتوکالو دی سيمې ته تلل راتلل. له دی ځايه راوتلي شيان د اروپا د شته منو کورنيو خلکو لاس ته ورتلل خو زيات يې داروپا، امريکا، روسيه او د ختيځ اېشيا ديرشوميوزمونو ته يوړل شول.
د شټاين دوېم سفرچې په ۱۹۰۷ م کی پيل شواو له لومړي ډېر شهرت لري. ددی سفرشپيته في صده لگښت ورته د هند حکومت او څلوېښت في صده د بريطانيې ميوزيم ورکړو. دا ځلې دده موخه، چين، لولوان او “ډنهوانگ” ته رسيدل و. ده غوښتل چې دې سيمې ته تلونکې لومړې لرغون پوهه هم دې ووسي. دی لومړې لو لوان ته ورسيدو، هلته يې د ۳۳۰ ميلادي کال ليکل شوې، پوځي اسناد رابرسيره کړل. په دی ليکنو کی د سيمې د سرحدي جنگونو تفصيل څرگندشو. دا هغه وخت وچې چيناي اېمپراتورد خپل لوېديځو سيمودکنټرول لپاره هلې ځلې کولې.
وړاندې، شټاين په هغوغارونوورپيښ شوچې په تاريخ کی د زرگونو بودايانو د غارونوپه نوم ياديږي. هغه ددی ساتونکي، چيناي مذهبي کاهن، وانگ ته پيسې په لاس کيښودې اوليکلي صحيفې يې ترلاسه کړې. په چيناي، سانسکرت، سوغدي، تبتي، رونيک، ترکي، او يغوري ژبې ليکلي په زرگونو صحيفې ده په پټه له دی سيمې وويستلې. په دی صحيفو کی د بوداي دورې ښکلې انځورونه او د نړۍ ترټولو پخوانۍ چاپ شوې کتاب (د الماسو سوترا) شامل و چې په ۸۶۳ م کی ليکل شوې و. په دی سفر کی د کنگل د لاسه دهغه گوتې وشړيدې. د هند بريطانوي حکومت ددی خدمتونو په بدل کی ورته د سرخطاب اونورامتيازات ورکړل. خو شټاين بيا هم په ارامه نه کيناستلو او د درېم سفر لپاره يې تياري پيل کړه.
د شټاين له زړه اوس د لارو وېره ووتله خو دده سفرونه نور هم خطرناک شول. د چين حکومت په بهرنيانو بنديزولگووځکه غلو هم د موندل شويوتوکود لوټ لپاره دهغو لارو څارل پيل کړل چې شټاين پرې تيريدو. ددی هرڅه سره هغه يو وارې بيا ډنهوانگ ته ولاړواو د غارونود معبدونو نه يې نوراسناد رابرسيره کړل. دا ځلې هغه يوه هديره هم وموندله چې د “ترفان” د سيمې خلک پکی خښيدل. که څه هم په دی هديره کی زيات تره قبرونه لوټ شوي و، د شټاين لپاره مهم د ورېښمودکفن هغه ټوټې وې چې مړي به يې پکې تاوول او ترهغه وخته سلامت پاتې و. ددې لرغوني او ښکلي ورېښم رابرسيره کول د شټاين لپاره دخپل مسلکي ژوند يواوج و.
شټاين په سوونو هنري توکي، صحيفې او ورېښم د بريطانيې ميوزيم ته وسپارل او تر يويشتمې پيړۍ ورباندې څيړنې روانې دي. د لندن نامتو برتش کتابتون يوه مهمه پراجه ” ډنهوانگ صحيفې” نوميږي. چې په دی کی ليکلي معلومات په ډيجيټل سيسټم اړول او دژباړلو کار به يې تر کلونو روان وي.
تر ۱۹۱۶ م کال پورې شټاين، د کارکوونکوډلوسره د هند شمالي غرونوته د دريو لويو سفرونومشري وکړه او داسې لرغوني توکي يې وموندل چې څارې نه لري. ده د چين د”تريم بيسن” په دشته کی د شگو لاندې پټې کنډوالې رابرسيره اوپکې په نااشنا ژبو ليکلي صحيفې وموندلې. په دی ليکنوکی ددی ځاې د اوسيدونکو لرغونوخلکود ژوند ژواک په اړه يې نوي معلومات راوسپړدل.
کله چې شټاين خپلې سپړنې پيل کړې نو د ورېښمو لاره دتجارت اود تمدن د تبادلې پرځاې د تاريخ د پلټنوموضوع وگرځيده. هم هغه وخت د نړۍ پام هغوتجارتي مرکزونو اوخزانوته شو چې د خوان زانگ اود مارکوپولو په شان خلکو يې پخپلو سفرنامو کی زکر کړې و. اورل شټاين د څوارلسو کالو په موده کی دڅلوېښتو زرو نه زيات لرغوني توکي رابرسيره کړل، ورکې ژبې يې بيا پيدا کړې، د نړۍ لومړې چاپ شوې کتاب او نورچيناي هنري خزانې يې راوسپړدې. په دی کار د انساني تاريخ ناڅرگندوزمانونه پرده ليرې شوه.
خو دچين په نظرشټاين او نورو لرغون پوهانو، د چين خلک د خپل تاريخ نه محرومه کړل او دا يې يولوې خيانت وگڼلو. هم دا ده چې شتاين په چين کی د خارجي شيطان په نوم پيژندل کيږي.
نور خلک په دی باور دي چې شټاين د چين لرغونې تاريخ د تباهۍ نه وژغورلو. په شلمې پيړۍ کی جاپان په چين حمله وکړه او زيات تره هغه ځايونه چې شټاين ورته تللې په دی جنگونو کی وران شول. د ۱۹۶۰ په لسيزه کی د هند او چين په وروستي جنگ کی هم دې سيمې زيان وموندلو.
په دی کی هم شک نشته چې اورل شټاين په مرکزي اېشيا کی د پيرنگيانو د اغيز زياتولو او د روسيې سره ددوي په سيالۍ کی د ” لوې لوبې” يو مهم لوبغاړې و. هغه سيمې چې د نړۍ په نقشه کی د انگرېز لپاره په تورتم کی پرتې وې، شټاين ورته د هغوي په اړه پورا ساينسي معلومات راټول کړل.
شټاين بې له ستړيا ټول عمر کار کوو اود خپلو سفرونو په اړه يې ډېري ليکنې وکړې. د چين نه علاوه دې ايران ، ترکي، ځينو عرب ملکونواو امريکه ته هم ولاړو، د سيستان او د بلوچستان لرغونو سيمو کی هم وگرځيدو او په وزيرستان کی يې د يونان باختر وختونو يوه کلا رابرسيره کړه.
د سوات نه ښکته د اباسين پرغاړه د اسکندر مقدوني په لاره يې سفر وکړو. دده شخصي مشاهدې اوعلمي څيړنې په نړۍ والو خپرونو کی خپريدې. دده يو کتاب ” په شگو کی پټې د خوتن کنډوالې” په ۱۹۰۳ م کی چاپ شو. په ۱۹۱۲ م کی “د کيتهي د رېگزارو کنډوالې” چاپ شو. دا دواړه دده د سفرونو کيسې وې. د خپلو موندنود څيړنو او ددوي د ثبت نه وروسته يې علمي او ساينسي ليکنې د راپورونو په ډول خپاره کړل چې د مستندکتابونو په توگه نوم لري. په دې کی “لرغونې خوتن” په ۱۹۰۷ م ، “سيري انديا” په ۱۹۲۱ م، او “دکومې اسيا” په ۱۹۲۸ م کی چاپ شول. په دی ټولو کی عکسونه اود پوهاوي لپاره نقشې شامل کړې شول.
شټاين د خپل وصيت سره سم په کابل کی د انگرېزپه هديره کی خښ دې او قبر يې تر اوسه شته.
صفيه حليم

Aural Stien

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *