د ژوب نقاشی

د جولای ۲۰۲۳م په ۲۷ نېټه یو پخواني همکار راته د قطب خان آفاقي د فیسبوک پاڼې پته راکړه. هلته بې شمیره تصویرونه مې ولیدل چې په لویو تیږو نقاشي شوی وه. په ټولې نړۍ کې لرغونو انسانانو په تیږو نقشونه کیندلي او ځینې يې ۶۰ زره کاله پخواني دي. د پاکستان شمالي غرونو په […]

خمبیره ډوډۍ

د تازه پخ شوی خمبیره ډوډۍ خوشبويی مې ډېر خوښ وي او په ماشومتوب کې به مو دغه ګرمه ډوډۍ سپوره خوړه. په پښتونخوا کې د تنور ډوډۍ ” خمبیره” وي او یو وخت هر نانبایی به ځان ته لمده خمبیره ساتله. ښځو به د خاورو په ” کولپۍ” کې لږ لانده اوړه پریښودل او […]

ابن خلدون

د ټیونس ښار په ” باب الجدید” کې یو دوه پوړیزه زوړ کور وړه سپینه ګومبده لري. پکې یو غولی او چاپېره کوټې دي چې په دېوالونو پخوانۍ کاشي خښتې د هغه وخت د شته منو خلکو ژوند نښه وه. په ۱۴ میلادي پېړۍ کې نامتو مسلمان مورخ او فلسفي ” ابن خلدون” په دغه […]

ټیکسلا

د هند په شفاهي کيسه راماين کې تاکشا د بهرت اود ماندوي زوې و. وروستو دې د تاکشاکهنډا نومې سلطنت باچا شو او تاکشاشيلا يې پلازمينه شوه چې اوس ټيکسلا نوميږي او د اباسين په ختيځه غاړه يې کنډوالې په سترگو کيږي . خونورلرغون پوهان واي چې تاکشلا دهندد يوې ډلې خلکوتاکا په نوم اباد […]

زما ژوند او ژوندون (۹)

د پښتنو نامتو مشر عبد الصمد خان په ماشومتوب کې په خپلې سیمې د برطانوي حکومت اغیز ته پام و. دی وایی چې د پښین زیات خلک سوداګر وو. ” زمونږ د خپل کلي یوه څنډه (محله) تر اوسه “ټټۍ” بولی چې د سوداګرو ګودام یا ګنج ( کاروان سرای) ته وایی.” هلته د هند، […]

سکاوټ او ګایډ

په ۱۹۶۰م کې زه د نورو وړو سره په سپینو جامو کې د پیښور تر ټولو لوی سکول ” لیډي ګرفت” ته لاړم. د دې د لوبو په میدان کې زما په شان سوونو جینکو د ګرل ګایډ د تنظیم مشرې میرمن” بیډن پاول” انتظار کاو. برطانوي پوځي او لیکوال، رابرټ سټیفنسن سمیت بیډن پاول […]

لومړی افغان جنګ

دا جنګ په ۱۸۴۴م کې پای ته ورسیدو چې شا و خوا درې کاله روان و او انګریز پوځ ته يې لوی ځاني او مالي تاوان واړاو. په ۱۹ پېړۍ کې برطانوي واکداران د روس نه په ویره وو چې د افغانستان له لارې هند ته ورننوځي. د سدوزو شاه شجاع د کابل د تخت […]

مردان شوګر مل

د اباسین پر غاړه ښرازه زمکه د زرګونو کالو راهیسې خلک ګنی کري. په دودیزه توګه د نومبر څخه تر فروري، څلور میاشتې به د کلیو په ګاڼۍ کې له ګنو ګوړه جوړیده. د دویم نړۍ وال جنګ څخه وروسته، انګریزانو، د نورو مستمرو په شان په مردان کې هم د یوې کارخانې بنست کیښودو. […]

د حجر اسود غلا

هر کال د حج په موقع په لکونو خلک خانه کعبه کې د تورې ډبرې يا حجراسود د ښکلولو لپاره يو تربل وړاندې کيږي. دوي عقيده لري چې دا تيږه د جنت نه راغلې ده. لږ مسلمانان خبردي چې څه د پاسه زر کاله کيږي چې دمسلمانانويوې ډلې دا تيږه له کعبې وويستله او بيا […]

هندکو

د اتوار ورځ لندن په “هېز” بازار مې د بس انتظار کاو چې یوې ښځې غږ مې واوریدو. په کلیوال هندکو کې يې چا ته د چایوست کاو. هغې ورته ویل چې د ګوردوارې (سیکانو عبادتځای) نه اوس راغلو، کور ته ځو. دغو ښځو کمیس پرتوګ اغوستی، د لویو تورو ویښتو کمڅۍ يې په شا […]