د خپرولوحق

په زياتو کتابونو به تاسو د پوښتۍ دننه دا جمله ولوستې وي چې ددی کتاب حقوق د ليکوال سره خوندي دي. مانا دا چې که څوک هغه بيا چاپول غواړي نو بايد د ليکوال نه اجازه واخلي. هم دغسې هرهغه څه چې د يو کس د زهن تخليق وي ، هغه د ولوستلو نه پرته بی اجازې څوک نشي کارولې.

کوم کس ته چې د ليکلو،انځورگرۍ،ډيزاين او د موسيقي استعداد لري، هغه ته ددی د خپرولوحق ورکړی شوی دی. دا په عربي ژبه کی د حقوق التاليف او د حقوق الطبع د انگريزي کې کاپي رايټ نوميږي. دا حق د تخيل ژغورنه نه کوي بلکه ددی تخيل اظهارژغوري. دا حق د يو ټاکلي مودې يا د تخليق کار تر ژونده وي اووروستود ولس پانگه گڼلې شي. دتخليق خاوندکولې شي چې خپل دا حق يوې ادارې يا کس ته د تل لپاره وسپاري.

د بنديز ممانعت

ولسي کيسې، موسيقي يا ولسي شعرپه دی پابند نه وي. که څوک په يوچاپ شوي کتاب تبصره کوي نود نقد لپاره ددی يوه برخه يا څوليکې کارولې شي او ددی لپاره د اجازې اړتيا نه وي. دغسی په يوهنري فلم، موسيقي يا شعر نيوکه کيديشي. هغه څيړونکي چې په کتابتون کی پخواني کتابونه ولولي او بيا د هغې معلوماتو پراساس يو مضمون، مقاله او يا کتاب ليکي، د بنديز پابند نه دی خو د داسی کسانو لپاره د څيړنې او د ليکنې خپل شرايط او بنديزونه دي.

ژباړه اوحقوق

نن ډير ليکوالان داسی هم دي چې له نورو ژبو ادبيات خپل ژبی ته اړوي. د داسی ژباړو لپاره د ليکوال يا د چاپ ځاې نه اجازه اخيستل پکار وي. هم دغسی د يوی بلې ژبې په کيسه يا ناول که څوک فلم جوړوي نو هم د بنديز شرط پری لازم وي.

د نوم يادول

کله کله د يوی ليکنې لپاره تاسوپخواني خپاره شوي موادو نه گټه اخلئ. د بيلگې په توگه دعلمي ليکنې لپاره، يادنوي رپورټ د جوړولو لپاره د تيرې ورځې د خبرزکرکوئ. که دا مواد يو څو ليکې او يا داسی معلومات وي چې ټول تری پخوا خبرشوي وي نو ددی د يادونې اړتيا نه وي چې دامو له کومه اخستې دې. خو که دا مواد بل ځاې نه وي خپوراو ورځپاڼې يا ويبپاڼې د خپلوسرچينو له قوله پری خبر ليکلې وي نو بيا يې يادول لازم وي. دا کار ستاسو رپورټ ته درنښت ورکوي. بل که تاسو پخپل رپورټ کی د يو همکار له خوا د راټول شوي موادو نه گټه اخلئ نو د هغی د ونډې يادونه يو شريفانه کاردی.

د هنر مند حقوق

متمدنو ملکونو د هنراو د تخليق د درناوي لپاره نړۍ وال قوانين لاس ليک کړي دي او ددی ترمخه که څوک د هنرمند د اجازې نه پرته دده سندره، کيسه يا ليکنه چاپ اوخپورکړي نومجرم گڼلې شي. دا بنديز د ليکوال ترژوند وي اوله مړينې وروستو د هر ملک په شرايطويوه موده ورته ټاکل کيږي. زيات ملکونه د ليکوال د مړينې نه پنځوس کاله وروستود هغوليکنو د بيا چاپولو اجازه ورکوي. دغه موده د فلمونو او د موسيقۍ د کاپي کولو په اړه هم وي.

هغه مواد چې د لومړي چاپ نه يې پنځوس کاله اوختي وي، د بيا چاپولو ممانعت نه لري. په ځينو معاملو کی ليکوال يا چاپوونکي پخپله دا بنديز لگولې وي او شرط يې ايښي وي چې که چا له دی سرغړونه وکړه نو محکمې ته به يې راکاږي. د خپرونو د نوي وسايلو او پرمختگ سره د چاپ په قانون کې هم بدلون راځي. د پښتو ولوستونکو شميره اوس هم لږه ده اوممکن په يو څو کالو کې د چاپ او د خپرونې بڼه هم بدله شي.

د پښتو په کتابونو که څه هم دا جمله ليکلې وي چې ” حقوق يې د ليکوال سره خوندي دي” خو ددې هيڅ اړتيا نه وي ځکه هلته په دې اړه قانون نشته

صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *