د هرات مصلا

د افغانستان په لويديځ کې د هرات ښار تيموري دورې د ودانيو لپاره شهرت لري چې مصلا نومېږي. په دې کې مدرسه، جومات او د شاهي ټبرمقبرې شاملې وې. په ۱۴۰۵ م کې د امير تيمور له مړينې سره د ده زوی شاهرخ ميرزا د لوی خراسان باچا شو. د ده پلازمينه په هرات کې […]

جرمني ملا

د اول نړیوال جنګ نه وروسته په پښتونخوا کې د “جرمني ملا” نوم خلکو واورېدو چې د انګريز پر ضد يې فعاليت کوو. د جرمني ملا خپل نوم عبد الرحمان، د پلار نوم يې دين محمد او د صوابۍ د “شوي” اوسيدونکی و. شوي، د يوسفزیو کلی دی، خو په خپله عبد الرحمن اپريدی و. […]

دلاق او دلاغ

په تاسو کې ډېر به بورقه پېژني، هغه چې په افغانستان کې چادري نومېږي. په پېښور کې به ورته جينکوورته “شټل کاک” ويل، هلته دا به سپينې وې. که څوک شټل کاک نه پېژني نود بيډمنټن لوبه دې وګوري. پخوانۍ زمانه ډېره ښه وه ځکه د خانانو ښځې به د کور نه بهر وتلې نو […]

اسونه،چين او افغانستان

د ۱۷۶۲ م په وروستيو کې احمد شاه ابدالي د افغانستان يو سفارتي ډله بيجنګ ته واستوله. دوی څلور تازي اسونه د چين باچا ته ورډالۍ کړل. خو افغان استاځو چين ته د خبرداري يو پيغام هم وړی و. په ۱۷۵۰ م کې د “چينګ” سلطنت شپږم باچا چينګلانګ د نورې زمکې نيولو په هوس، […]

د ناموس بيه

د پېښور د ۱۹۲۰ م د سپرلي هغه شپه يخه او د صدر “ګورا بازار” هټۍ تړلې وې. د بازار شا ته په يوه ليکه د پوځي افسرانو کورونو کې يوه بنګله د (تورن) کيپټن وينګ فيلډ وه چې په هغه شپه له کوره بهر و. د هغه ميرمنې او اولادونو يو بل ته شپه […]

سلطان او امير

سلطان محمد د سيالکوټ (پنجاب) د يو غريب کروندګر زوی و او شپونکی و. د نولسمې ميلادي پېړۍ پای کې انګريزانو ټول پنجاب نيولی او ځينو سيمو کې يې ښوونځي پرانستي وو. يوه ورځ شپونکي د کلي سره نږدې يو ښوونځی وليدو نو هلته ورغلو. دلته زده کړه ويړيا وه نو دې پکې داخل شو. […]

تخت بهۍ

پېښور نه ۸۰ کلوميټر ختيځ کې سوات ته تلونکی سړک په ښې لاس يوه وړه لاره بره غرنډيو ته ورغلې ده. د يوې د پاسه دوه چينې وې چې اوبه يې ښکته رابهيدې نو دغه ځای د ” بهۍ” او بيا د تخت بهۍ په نوم مشهور شو. خو دا شهرت يواځې د اوبو له […]

د نړۍ ولسي کيسې

“د نړۍ ولسي کيسې” په ۱۹۹۱ م کې د بي بي سي پښتو خپرونو لپاره د بيلا بيلو سرچينو نه راټولې شوې. صفيه حليم وليکلې او په خپل غږ کې به يې هره اوونۍ خپرولې. په ۲۰۰۵ م کې له هغو کيسو ۲۳ غوره او د دانش خپرونو په تخنيکي مرستې، ميوند کلتوري ټولنې له […]

د سوات د مياګل ليک

د نولسمې ميلادي پېړۍ يوه ديني عالم عبد الغفور اخوند د سوات خانانو په يوی لوی جرګې کې خپل باچا غوره کړې و. د مياګل په لقب مشهور باچا په وخت کې سيمه کې ارامي وه. په ۱۸۷۸ م کې چې دی مړ شو نو دواړه زامن، عبد المنان او عبد الخالق د يو جنګ […]

بقلم خود

په فيسبوک مې د تاند يوه تبصره وليده چې راته حيرانوونکې وه. د تېرو دريو کالو نه زياته موده کېږي چې پخپلې ويبپاڼې ليکنې خپروم. يوه برخه د “همکارانو ونډه ” ده چې پکې د هغوی نوم او تصوير سره يې ليکنې ځای شوي وي. زما د هرې څېړنې د سرچينو نومونه د مضمون په […]