آي – اېس – بي – اېن

image of isbn
تاسو به د ځينو کتابونو په پوښ څو نومرې د ليکو او د آي- اېس- بي- اېن د تورو سره ليدلې وي. دا د ” انټرنېشنل ستينډرډ بوک نمبر” مخفف دې چې د کتاب د نړۍ واله معيار مانا ورکوي.
په ۱۹۶۵ م کې د بريطانيې لوې کتاب پلورنځي ډبليو- اېچ – سميت اعلان وکړو چې دوي پخپلې هټۍ کې د کتابونو تفصيل کمپيوټر ته اړول غواړي. بيا په يو کال کې د هيواد د کمپيوټرساينس پوهانو د بي- اېس- اېن (بوک سټېنډرډ نمبر) په نوم يو سيسټم ورته جوړ کړو چې په ۱۹۶۷ م کې يې پلي کړو. په ۱۹۷۰ م کې دا سيسټم د آي – اېس – بي- اين په نوم د ټولې نړۍ د چاپ کتابونو لپاره وومنل شو. دا د يو ځانگړي کتاب، لکه ناول، کيسې او يا ژوند ليک لپاره کارېږي.
په سر کې دا اته نومرې ې چې يوه به پکې د چيک (شفر) لپاره او يا د انگرېزي د × توري نښه څرگندوله. وروستو دا يوولس شوې او د ۲۰۰۷ م کال راهيسې دا ديارلس ( ۱۳) نومرې وي..
د پرله پسې کتابونو د يوې لړۍ، يا د مجلو او ورځپانو لپاره د آي- اېس- اېس- اېن نومرې کارول کېږي. دا نومرې يواځې د کتاب د شناخت او په کتابتون کې د هغې په اسانه د موندلو لپاره کارېږي او په هيڅ شان د “کاپي رايټ ” يا د چاپ حقوق سره تړاو نه لري. اوس د نړۍ په اتياو(۸۰) ملکونو کې د نومرې د وېشلو مرکزونه جوړ شوي دي چې خپرندويه ادارې ترېنه گټه اخلي.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۲۷ اگست ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.