نسوار

naswar
د هند په لويه وچه کې د پښتنو د سپکولو يا په دوي د ملنډو لپاره نور قامونه د نسوار ذکر هم کوي، سره له دې چې دا د هند نه علاوه ايران، مرکزي ايشيا، روس، لاطيني امريکا، يورپ او عرب ملکونو کې اوس هم کارېږي او هر ځاې خپل نوم لري.
په ۱۴۹۳ م کې کولمبس د خپلو ملو سره د پرتگال نه د لاطينې امريکې ساحل ورسيدو نو وې ليدل چې هلته خلکو مېده شوې تماکو (تمبکو) د نشې لپاره کارولو. دا ټکيدلې نسوار به د هډوکي نه جوړ ټيوبونو کې ساتل کيدو چې خوند يې خراب نشي. يو مسيحي پادري د نسوارو فارموله د ځانه سره راوړه او څو کاله وروستو د هسپانيې يو تجار د اشبېليه په ښار کې د دې جوړول او پلورل پېل کړل.
په يورپ کې ډېر ژر نسوار په شته منو خلکو کې يو فېشن شو. هغه وخت بې وزلو خلکو به شراب ( بير) څښل او نوابانو به ځان له دوي لوړ ښودلو لپاره نسوار کول. د اروپا هر شته من سړي خپل د نسوارو ډبلې ځان سره گرځوو چې د سپينو، سرو زرو يا د قيمتي ډبرو نه جوړ و.
د اوولسمې پېړۍ په نيماي کې د نسوارو دود، د فرانسې نه انگلستان او سکاټلېنډ، جاپان، چين او افريقه ته هم ورکډه شو. په ۱۶۶۵ م کې کله چې د لندن په ښار کې د طاعون وبا گډه شوه نو خلکو به نسوار خوړل چې د دې مرض نه ځان ووساتي او هم هغه وخت د دې غوښتنه زياته شوه. د هغه وخت پوپ په کليساو کې په نسوارو بنديز ولگوو. هغه گواښ وکړو چې که چا نسوار وکړو نو د مسيحيت نه به يې ووباسي.
په ۱۶۴۳ م کې د روس زار مايکل د تماکو په خرڅلاو بندېز ولگوو او فرمان يې جاري کړو چې که چا نسواروکړو نو پوزه به يې پرېکوي او که چا بيا هم ترې لاس وانخيستو او د مرگ سزا به ورله ورکوي.
د فرانسې باچا ديارلسم لويي د نسوارو شوقي و خو د ۱۵ لويي د خپل واک پر وخت په دې بندېز ولگوو. د اتلسمې پېړۍ په سر کې د انگلستان د شاهي ټبر مېرمنو هم نسوار کول او د درېم جارج ملکې شارلټ ته به يې نسواري شارلټ ويل. اوس هم د ونډسر په ماڼۍ کې د هغې د نسوارو د ډبلو او نورو توکو يوه زېرمه ايښې ده. هغه وخت د لوړ طبقې خلکو به ځان د نورو بې وزلو نه توپير کولو لپاره چې سيگرټ به يې څکول، نسوار کول.
د نسوارو اصل فارموله د تماکو ټکيدلې پاڼې دي چې د لاطيني امريکې خلکو به د يو خوشبوي لرونکي لرگي ( روزووډ) سره مېده کول. د هغې لرگي خوشبوي به دې پوډرو ته خپل خوند ورکړو.
نسوار دوه ډوله وي چې د پوزې نسوار د پوډر په دول وي او يوه چونډۍ د ساه سره پوزه کې راکاږي. په يورپ کې هم دغه نسوار مشهور دي.
بل د خوړلو (ژوولو) نسوار چې لږ نم ژن او د خټې په ډول، د ژبې لاندې يا د غاښونو او د شونډو په منځ کې ږدي او وروستو يې وتوکي.
نسوارپه ۵ مينټو کې دننه خپل اثر کوي چې شونډه او ژبه ورسره لږ وسوځي. خو “د خيشکو د نسوارو” په اړه يو متل دې چې وروستو کې زور کوي.
په دوديزه توگه نسوار د تماکو د تنکيو پاڼو نه جوړېږي چې په لمر يې وچ کړي او بيا څه موده په هوا کې ځوړند ساتل کېږي. دا پاڼې بيا په لاس مېده کېږي، د چونې يا د صنوبر اوبه او نيل هم پکې ورگډوي چې رنگ يې ښه شي. دا خام نسوار بيا لوې هټۍ وال اخلي او د خرڅولو لپاره پکې خوشبوي گډ کړي. د هر ملک او د سيمې خلک خپل ځانگړي خوشبوي او د خوند نسوارغواړي.
د پښتنو په نسوارو کې د لاچي اوبه ، مېنتهول ( د پودينې خوند) او يا د گلابو اوبه ورگډوي. ځينو نورو ځايونو کې ايرې، د کونځلو تېل او يا سليخ گډ کړي. د اروپا په نسوارو کې د کافي، چاکلېټ، شات، ونيلا، چېري ، نارنج، دار چينې گلاب او پودينه ورگډوي. د جرمني دوديزه نسوار شملزر او برازيل نومېږي چې د سوونو کالو نه جوړېږي او اوس هم خلک يې خوښوي. د نړۍ د نسوارو ځينې ادارې خپل وېبپاڼې هم لري او په پرمخ تللو ملکونو کې د دې کاروونکو خپل کلبونه جوړ کړي دي.

د نسوارو په گټو کې څو دا وې چې پکي کاربن مونو اوکسايډ، او نايټروجن نه وي چې د سيگرټ کې گډ وي. دا سږو ته هم تاوان نه رسوي.
خو نسوار د سيگرټو په شان نيکوټين لري چې د روغتيا لپاره مضر وي او غاښونه خرابوي. نسوار يو ټولنيز بد عادت دې چې د توکلو او د نورو د خوا گرځېدو سبب گرځي.
صفيه حليم
naswari

د خپرېدو نېټه
۲۶ اگست ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.