سوات

butkarra swat
سوات خپل نوم د هندو کش د غرونو نه راوتلي هغه سيند نه اخيستې دی چې په وېدي مناجاتو کې” سواستو” بلل کېږي. داسې باوردی چې اريايي خلکو دا وېدونه د ميلاد نه ۱۴۰۰ کاله پخوا ويلي و.
د سوات دره د خېبر پښتونخوا په شمال کې ده چې د چترال او د گلگت بلتتستان غرونه يې په شمال کې، دير په لوېديځ کې او مردان يې په جنوب کې دي. په ختيځ کې دا د اباسين په اوبو د هزاره سيمې نه بېل شوی دی.
د سوات غرونه د هندو کش د سلسلې نه راوتلي دي او زيات يې شمال جنوب لوري ته دي. په دې غرونو کې د قيمتي ډبرو زېرمې دي او د سوات زمرد په نړۍ کې ساری نه لري.
د سوات دره د مالاکنډ د لمنو نه پېل کېږي خو دا برخه يې لنډاکي او گبرال پورې ده چې اوس ” گل ااباد نومېږي. د لنډاکي نه گبرال پورې دره ۹۱ ميله اوږده ده. دلته واړه واړه ميداني سيمې دي چې ځينو کې کورونه جوړ دي او په نورو کې کرکرونده کېږي. د ” مدين” نه وراخوا د سوات کوهستان سيمه ده. د هوارې زمکې سيمې اوسط پلن والې ۵ ميله وي. ترټولو پلنه د زمکې برخه د بريکوټ او د خوازه خېلو په منځ کې ده. خو نورې وړې وړې درې هم شته چې د غرونو اوبه پکې بهېږي.
په دې سيمه کې اوس د وگړو شميره اتو لکو شاو خوا ده چې د سواتيانو نه علاوه يوسفزي او کوهستاني پکې ډېر دي.
اريايانو غرونه او سيندونه سپېڅلي گڼل او د سوات ” ايلم، سيگۍ، بسيگرام او د درال ” غرونه يې په ويدونو کې ستايلي دي. دا هغه غرونه دي چې خلک به پکې د نمانځنو لپاره راټولېدل او د يوې قبيلې د مشر استوگنځاې به يې لرلو.
په وېدونو کې د ” سوما” بوټي نه د شرابو جوړولو او څښلو زکرشوی دی او دا بوتی اوس هم د سوات په لوړو غرونو کې موندل کېږي. دوي به د هغه بوتي نه شراب جوړ کړل او بيا به يې خپلو اسطورو ته په خاصو نمانځنو کې د اور د لارې وړاندې کوو. دا دستورې به په خاصو ورځو کيدې او خلکو به دا شراب څښل او د اور چاپېره گډېدل.
په معلوم تاريخ کې په سوات لومړې يرغل کوونکې ” اسکندرمقدوني” و چې په ۳۲۸ ق م کې د کونړ د لارې په غرونو واوړېدو. هغه وخت د ده پوځ د اوډيگرام او د بريکوټ په کلاگانو حمله وکړه، چې ځان له خپلواکه باچهۍ وې. د دې ځاې خلکو ورسره جنگ وکړو خو اخر يې ماتې وخوړه. د اسکندر په تاريخ کې دا دواړه سيمې د ” اوره” او ” بازيره” په نومونو ياد شول.
د هند موريه سلطنت چې د ۳۲۴ ق م نه تر ۱۸۵ ق م پورې په واک کې و، په ټول سوات کې بوداي دين خپور شو. د دې سلطنت نامتو باچا اشوکا په امر د بودا ايرې او هډونه په اوو ولايتونو وېشل شوې و چې په هرې يوې يې سټوپا جوړه شوې وه. په سوات کې د جمال گړۍ سټوپا د هغه وخت نه پاتې ده او خلکو ډېره سپېڅلې گڼله.
هغو بودايانو به د نيک عمل تبليغ کوو او بت پرستي پکې نه وه. داسې ښکاري چې د بوداي سمبولونو او د نښو رواج د ميلاد لومړيو کلونو کې د سوات نه پېل شو. دلته د څرخ او د پيپل د ونې نقشونه په تيږو کې جوړ وموندل شول. په سوات کې د بودا د پښې يوه نښه اوس په ميوزيم کې ايښې ده چې يو وخت زايرينو يې نمانځنه کوله. د ميلاد نه وروستو په دوو پېړيو کې سوات د بودايانو د فعاليت لوې مرکز شو.
د بوداي عقيدې خلک باور لري چې بودا پخپل دويم ژوند (جنم) کې په سوات کې اوسيدو او دلته يې خلکو ته د سمې کړنې تبليغ کوو. د سوات تر ټولو مشهور ځايونه د بودا د قدم نښه، هغه تيږه چې بودا ورباندې خپلې جامې وچې کړې وې او هغه ځاې چې دې پکې په مار بدل شوې و. هم دا وه چې سوات د ټولې نړۍ د بودايانو لپاره يو سپېڅلې سيمه شوه. دلته هر کال په زرگونو خلک د مذهبي نمانځنو او د مېلې لپاره ورتلل. ښاي هغه وخت سانسکرت د دې ځاې عامه ژبه وه او خلکو خپلې سيمه ايزې ژبې هم ورسره ويلې.
د بوداي دين لپاره سوات په دې هم سپېڅلې و چې د دوي دوه مذهبي فرقي ” دهرماگپتکا او کاسياپيا” په سوات کې جوړې شوې. دا دواړه د ” مهايانه فرقې وړې برخې وې. بله دا چې دلته د وجايا رانه درسونو يا د منترونو پېل وشو او د نورو ځايونو بوداي راهبان به د زدکړې لپاره سوات ته تلل. دلته ۵۰۰ ستهاويره يا داسې سرايونه وو چې مساپر راهبان به پکې تر دريو ورځو ايسارېدل او مفته ډوډۍ او د استوگنې اسانتياوې به يې لرلې.
يو وخت په دې ټوله سيمه کې ۱۴۰۰ ستوپې او خانقاهونه جوړ و چې پکې د ۶۰۰۰ د سرو زرو تبرکات ايښې و. يواځې په اوسني سوات د ښار په ۱۶۰ کلوميټر کې لرغون پوهانو ۴۰۰ داسې ځايونه موندلي دي چې پکې د بوداي دين نښې وې. دا ځائ اوس ” بتکړه” نومېږي او کنډوالې يې پاتې دي.
په بتکړه کې د کنستون پر وخت د بوداي دين دوه نيم زره کاله پخواني تبرکات وموندل شول. د غاليگي په کلي کې د بودا د ډبرې ولاړه مجسمه او په شنگرډار دره کې سټوپا د هغه وخت د زايرينو لپاره مهم ځايونه وو.
په اوومې پېړۍ کې کابل شاهانو په سوات کې ښکلي عبادت خانې، د څار برجونه او کلاگانې جوړې کړې او د سميې نه تېرېدونکې تجارت يې ماليه اخيسته. د دوي کنډوالې اوس هم د مالاکنډ او د سوات درې په خله کې په لاره په سترگو کېږي.
په شپږمې او اوومې ميلادې پېړيو کې نامتو چيناي راهبانو، فاهيان او خوان زانگ ( هيون څانگ) سوات ته د “يوچانگ” نوم ورکړې و چې د پالي تورې “اوجانه” ته نږدی او تاريخ پوهانو “اوديانه” وبلله. اوديانه د باغ مانا ورکوي او په دې نوم د هند د اوړيسه نه علاوه نورځايونه هم و. ځکه په دې نوم ځينې لرغون پوهان شک څرگندوي.
خوان زانگ د اتکهنډه ( هنډ) نه روان شو نو مخه يې شمال لوري ته وه، دی ليکي چې ۶۰۰ لي يا ۱۰۰ ميلو په فاصله ترې “يوچانگنا” سيمه د ۵ زره “لي” په دايره کې وه. په اوس حساب دا فاصله شاو خوا ۸۳۳ ميله کيږي. دا کچ سم دې ځکه په دې کې پنجکوړه، باجوړ، سوات او بونير شامل دي. په نقشه کې دا سيمه اوس ۵۰۰ ميله ښکاري خو که په پښوڅوک پکې وگرځي نود اتو سوو ميلو نه کم نه دې.
د بوديزم د رهبانيت لاره، ” تانتريک” لومړې په سوات کې د “اندرابهوټي باچا ” په وخت کې رواج شوه. د سوات يو نامتو راهب ” پدماسبهاوه ” په اتمې ميلادي پېړۍ کې تبت کې لومړۍ بوداي خانقاه جوړه کړه. دی د سوات د باچا ” اندرابهوتي” زوې و. پدماسبهاوه په تبت کې د دوېم بودا په توگه اود ده خور ” لکشمين کرادېوي” د سپېڅلې راهبې په توگه نمانځل کېږي.
د لومړي او دريمې ميلادي پېړيو تر منځ سوات د گندهارا د بوداي تمدن په تاج کې له د يو غمي ځلېدو. د کوشان سلطنت د ړنگيدو او د يفتليانو د حملو اغېزې په سوان هم وشوې او ورو ورو بوداي خانقاو نه راهبان په کډه شول. ورپسې د سلو کالو په موده کې د افغانستان عبادت ځايونو خلک به سوات ته ورتلل خو هغه وخت برهمني دين هم بيا برلاسې شو.

داسې ښکاري چې په اتمې ميلادي پېړۍ کې دلته سياسي او مذهبي جنگونه ووشول. د دې پېړۍ په سرکې ” گبري” پښتنو د لغمان، ننگرهار او د دير د لارې سوات ته مخه کړه او ځاي بودايانو او هندوانو ته يې ماتې ورکړه، د دې جنگونو مشر سلطان پخال گبرې و. ورپسې سلطان بهرام گبرې چې د کونړ او پېچ باچا او د کشمير د واکمن خپلوانو نه و، دا سيمه ونيوله. د دوي د دين په اړه معلومات نشته.
د اسلام د راتگ پر وخت د سوات زيات خلک هندوان و. په ۱۰۲۳ م کې محمود غزنوي په وخت په سوات هم يرغل وشو او د دې وروستې هندو راجه ” گيرا” ته يې ماتې ورکړه. ښاي د “گبري ” قام خلک هغه وخت مسلمانان شول. د افغانستان د جنوب ختيځ (کندهار) نه دلزاک پښتانه سوات ته ورکډه او څه موده د گبريانو سره مېشت و خو وروستو د دوي تر منځ اختلاف پېدا شو او دلزاک يې وشړل.
د پينځلسمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې د کابل حاکم الغ بيگ د يوسفزو ۶۰۰ ملکان يې په يوه ورځ ووژل نو د دوي د ټبر پاتې ټولو پښتونخوا ته کډه وکړه او د اباسين په څنډو يې ژوند پېل کړو. دا مهاجر يوسفزي په دير او سوات کې د گبريو تر منځ مېشت شول.
څه موده وروستو د يوسفزو شاه منصور خپله لور بي بي مبارکه مغل بابر ته ورکړه او د هغه په ملاتړ يې د گبريو سره جنگ پېل کړو. مغلو په باجوړ کې په ۱۵۱۹ م کې د “گبرکوټ” کلا ويجاړه کړه او سوات ته وردننه شول. د گبريو وروستي باچا سلطان اوېس گبرې نوميدو، “دير” ته وتښتېدو او په چترال، واخان او بدخشان کې يې خپله واکمني جوړه کړه.
د اوولسمې نه تر نولسمې ميلادي پېړۍ د سوات په سيمه کې لږ شمېر هندوان پاتې و او د مسلمانانو سره په گډه اوسيدل. په ۱۹ پېړۍ کې د سوات د نيولو لپاره د پښتنو او مغلو ترمنځ ډېرجنگونه ووشول چې د يو صافي اخوند عبد الغفور په منځگړتوب به پاې ته رسيدل. اخوند د هزارې د غرونو نه بونېر ته کډه شوې و او د روغې جوړې د لارې داسې مقام ته ورسيدو چې د ټولو قبيلو مشرانو په گډه د خپلې سيمې حاکم غوره کړو.
اخوند د اسلامي قوانينو تر مخه دا ټوله سيمه اداره کوله او په ورپسې کلونو کې سوات کې امن راغلو. د اخوند دوه زامن د ده د مړينې نه وروستو په جنگ شول او د پښتنو قامي مشرانو بيا تورې راوويستلې چې تر ډېرې مودې يې د يو بل په وينو رنگولې. په اخر کې دوي ټول واک د اخوند نمسي ( د مياگل عبد الخالق زوې) گل شهزاده عبد الودود ته ورکړو چې مېرمنه يې د چترال د واکمن مرزا افضل الملک لور وه.
په هند کې د مغلو واک چې پاې ته ورسېدو نو سوات او چترال د انگرېزانو په لاس کې شو. دوي د نورو رياستونو په شان سوات هم لکه د يوې نوابۍ وساتلو چې ولايت او د والي لقب يې ورته ورکړو. د انگرېزانو په وخت کې سوات د نورو پښتنو سيمو نه زيات سکولونه لرل.
په ۱۹۴۷ م کې د ميا عبد الودود زوې مياگل محمد عبد الحق جهانزيب د سوات ولايت پاکستان سره يو ځاې کړو خو بيا هم دا لکه پخوا د والي له خوا اداره کيدو. جهانزيب څلور ښوونځي په مينگوره، چکېسار، مټه او ډگر کې او يو کالج په سيدو کې جوړ کړو. ده ۱۴ مډل او ۲۸ پرايمري ښوونځي په بېلا بېلو برخو کې جوړ کړل. په سېدو کې د جينکو سکول او ديني مدرسه هم هغه وخت جوړ شول. په دې ښوونځو کې تعليم مفت و او غريبو شاگردانو سره به مالي مرسته هم کيده.
د سوات واليانو د نورو ځواکمنو کورنيو سره او د سېدانو سره د ودونو د لارې د پاکستان په سياست کې اغېز وموندلو. د جهانزيب زوې اورنگزيب په ۱۹۵۵ م کې د پاکستان د هغه وخت پوځي صدر محمد ايوب خان د لور نسيم سره واده وکړو. دا ولايت په ۱۹۶۹ م کې منحل کړې شو او د پاکستان د نورو سيمو په شان اداره کېږي.
د شلمې پېړۍ په وروستيو کې اسلام پالو ځواکونو د پښتنو په سيمو کې د کفر پر ضد جنگ پېل کړو او سوات هم له دې بې برخې پاتې نشو. د دې لرغوني نښو د ورانولو نه واخلې تر هنر مندانو د وژنو او تښتونو په پېښو دا ښکلې سيمه د جنگ مېدان کې واوختو. د ۲۰۰۷ نه وروستو دلته د پاکستان د پوځ او د طالبانو له خوا په زرگونو بې گناه خلک ووژل شول.
صفيه حليم
د خپرېدو نيټه
۳۱ اگست ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.