د انصاف په کرسۍ

old baily
په ۲۰۰۳ م د اوړي په يوه ورځ زه په بيړه د لندن ښار زړې برخې ته ولاړم. “اولډ بيلي” د انگلستان ستره محکمه چې نوم مې ډېر اورېدلې و، په لومړي ځل مې دننه نه وليدو.
زما له رسېدو وړاندې نهه بجې نورو خلکو هغه ويډيو ليدلې وه چې پکې د لگښتونو په اړه يې معلومات ورکول. په يو لوې هال کې څلويښت پنځوس کسان راټول و چې په کې ښځې سړي، زاړه، ځوانان، تور پوستي، ايشيايان هرډول خلک ښکارېدل. هر چا د ځان د بوختولو لپاره څه نا څه راوړي و. زه هم د خپل کتاب سره په انتظار کېناستم چې کله راباندې غږ کوي.

يوولس بجې يو سړې راغلو چې د دولسو په ډلو کې يې خلک بوتلل. زما تلوسه وه خوهيچا راباندې غږ نه کوو. هلته چاې او کافي ايښي و او يوه پياله چاې مې وڅښل. دولس نيمې بجې بيا هغه سړې راغلو او په يوې ډلې کې زما نوم يې هم اعلان کړو. ولاړم د هغو يوولسو کسانو سره ودرېدم. سړي راته وويل چې سبا لس بجې دلته راټول شئ. نيمه ورځ پاتې وه نو زه خپل دفتر ته ولاړم.
دويمه ورځ
زه نهه نيمې بجې د نورو يوولسو کسانو سره په انتظار ناسته وم. لس بجې يو سپين ږيرې راغلو چې ځان يې معرفي کړو او راته يې ووېل چې ” اشرر” يم. په انگريزي کې دا تورې د هغه کس لپاره کاريږي چې پخوا به يې خلک د باچا يا قاضي مخې ته ور وړاندې کول او د دوي نومونه به يې اعلانول. ده راته وويل چې د نن نه به تاسو ته ل”ورکنگ يا سيټنگ” جيوري يانې “کاري جيوري” نوم اخيستل کېږي. هغه جيوري چې په انتظار وي ورته “ويټنگ جيوري” واي. دا يې هم وويل چې زمونږ محکمه په لومړي نمبر کورټ (عدالت) کې وه.
د عدالت نه بهر يو بل تالار د انتظار خونه وه. اشرر راته وويل چې تر څو قاضي امر نه وې کړې مونږ دننه نشو ورتلې. لس نيمې بجې يو لوې هال ته يې بوتلو چې مخامخ په ديوال په لويو تورو ليکلي و، ” د هوښيارو خلکو قانون د ژوند چينه وي”
ما په دې الفاظو لا فکر نه و پېل کړې چې هغه سړي د لرگي يوه دروازه راته پرانيسته او مونږ په يو قطارمحکمې ته وردننه شو. داسې ځاې ما يواځې په فلمونو کې ليدلې و. هر څه د لرگي و، په ديوالونو نسواري تختې، د قاضي ميز او کرسۍ، د وکيلانو اوږدې کرسۍ چې اوس هم ” بنچ” نوميږي، د شاهدانو د ودريدو کټاره، د مجرم ځاې او زمونږ د کيناستو اوږده بنچونه ټول په يو مخ د نسواري او قيمتي لرگي نه جوړ و.

قاضي ډيرلوړناست و، سره چپنه يې په غاړه وه او په سر يې د مصنوعي ويښتو لويه جاله (ويگ) وه چې گورگوتي لړۍ په دواړو اوږو يې ټالۍ وهلې. د ده مېز مخې ته لږ ښکته يوه تکه سپينه مېرمنه ناسته وه چې د ټايپ وړوکې مشين ورته ايښې و.
وکيلان پخپلو بنچونو ناست و، د دوي په سرونو هم د ويښتو جالې وې خو وړې وې. تور اوږد لکۍ دار کوټونه او سپين کميسونه يې په غاړه و چې ورباندې نکټايانې ځوړندې وې. يوه پکې ښځه وکيله وه او راته موسکۍ شوه. د دوي ټولو شا ته په بل کتار کې نور وکيلان او يا منشيان و چې سرونه يې تش و.
زمونږ “اشرر” راته ويلي و چې ممکن محکمه څو ورځې وغزيږي. نو که تاسو د دوو اوونيو وروسته نشئ راتلې نو هم هلته به ايسار شئ. که څوک عذر نه لري نو د گس لاس په بنچونو دې کېني. قاضي به تاسو نه پوښتنه وکړي چې څه عذر لرئ نو هغې سپينې ميرمنې ته ووايئ. ما ډېر ښه عذر لرلو او نه مې غوښتل چې د دوو اوونيو نه زياته په محکمې کې پاتې شم.
قاضي په لوړغږ پوښتنه وکړه چې څوک عذرلري؟
زمونږ په ډلې کې يوه تور پوستې ميرمنه وه هغه ولاړه او سپينې ميرمنې ته يې وويل، ” ما د خپل وړوکي ماشوم لپاره د دوو اوونيو د ساتنې انتظام کړې دې. د دې نه زيات راته ماشوم څوک نه يې ساتلې. سپينې ښځې هغه خبره قاضي ته وورسوله. قاضي وويل، د ماشوم د ساتنې لپاره پيسې هسې هم محکمه درکوي. دا عذر نه منم ورشه په بنچ کېنه.
يو بل کس وړاندې شو چې زه د روغتون يواپاينټمنټ لرم، نشي بدليدې. قاضي ورته وويل، دا جايزعذر دې خو که کولې شې نو روغتون ته ووايه او ورځ واړوه. بيا زه وړاندې شووم او هغې سپينې ښځې ته مې وويل، ” مونږ د کار لپاره نوي خلک اخلو او په اتلسمه نيټه د هغوي انټرويوگانې دي، ټولو ته مو خبرورکړې دې” خبره قاضي ته تکرار شوه نو هغه سروخوځوو او وې ويل، “دا انټرويو ځندېدې شي٫ ورشه په بنچ کېنه.”
تر هغې د جيوري په وړانديني بنچ، زما سره ملو شپږو کسانو ځان ځاې کړې و او په دويم بنچ کې د قاضي خوا ته وروستۍ ځاې ما ته پاتې و.
زمونږ ښې لاس ته د لرگي د جنگلو شا ته دوه سړي او يوه ښځه ناست و چې ما ته څرگنده نه وه، مجرم پکې څوک و. مخامخ د وکيلانو د دوو قطارونو شا ته څو کسان غلي غوندې راغلل او کېناستل. يوه شېبه نه وه تېره چې په سرې چپنې کې يو کس راغلو او زمونږ مخې ته ودريدو. ټولو ته يې يو يو کارټ ورکړو چې ورباندې د څوگند الفاظ ليکلي و.
پوښتنه يې وکړه چې څومره کسان قانوني او ساده لوړه کوي. اتو کسانو لاس پورته کړو. هغوي لوړه وکړه. بيا دريو کسانو په انجيل لوړه وکړه او ما نه يې پوښتنه وکړه چې ته په څه شي لوړه کوې. ورته مې وويل، په قران.
هغوي په شين پوښ کې تاو شوې يو قران راته راوړو چې ما په لاس کې واخيستو اوپه کارټ ليکلي الفاظ مې ولوستل، ” زه قسم خورم چې په دې محکمه کې هر څه چې وويلې شي، بل چا ته نه وايم، د دې قضيې ټول حال به ځان سره ساتم او د قاضي سره به په انصاف کولو کې مرسته وکړم.” ما غوښتل چې د عادت له مخې قران ښکل کړم خو هغه چټک زما د لاس نه يې يوړو.
د محکمې کارواي پېل شوه. هغه ښځه وکيله ودريده چې ډېره ښکلې او زما په شان په سترگو يې عينکې وې. ټولو ته يې وويل چې په قضيه کې شامل د ځينو کسانو انگريزي ژبه نه وه زده، نو ځکه ټولې خبرې به په سړه سينه او ارام کېږي.
په ډېر خوږ غږ او ښکلې لهجه د يو کاغذ نه يې قضيه ولوستله، په ارام يې ټوله کيسه تېره کړه. داسې ايسيده لکه چې په رېډيو خبرونه واي. قضيه د قتل د هڅو وه چې قرباني پکې سخت ټپي شوې و. هغه جنگله چې په انگريزي کې ورته ” ډاک” واي، پکې درې کسان ناست و او يوې ميرمنې هغوي ته د انگريزي نه خبرې د دوي په ژبه اړولې.
د محکمې رڼا گانې ښې روښانه وې خو د مجرمانو په کټاره تياره وه او مونږ د هغو سړو مخونه سم نشو ليدې. ښاي دا کار قصدا شوې وي. بيا چا په يوې ټرالۍ لوې ټلويژن راوړو او مونږ ته يې يوه ويډيو راښکاره کړه چې د قضيې سره يې تړاو لرلو. ورپسې مونږ ته يې د سور رنگ دوسيې راکړې چې پکې څو عکسونه و. ما د خپل عادت له مخې د سر پاڼه ولوستله خو سرکاري وکيل راته وويل چې فلانې فلانې مخ ته پام وکړئ.

د غرمې د ډوډۍ لپاره محکمه برخواست شوه او قاضي وويل چې له غرمې وروسته به مونږ يوه بله ويډيو گورو. ما سره څنگ کې چې کومه ښځه ناسته وه، هغې سره يو ځاې ډوډۍ خوړلو ته ولاړم. مونږ د محکمې خبره يو بل سره نشوه کولې ځکه راته په سخته ويل شوې و چې تر څو هر څه مو نه وي اوريدلي په دې به هيڅ نه وايو.
دوه نيمې بجې بيا محکمې ته وردننه شو او د پېښې يو قرباني خپله شاهدي ورکړه. هغه پخپل ديني کتاب قسم وخوړو چې دروغ به نه واي. د مدافعې وکيل د ده نه پوښتنې کولې او ده ډير په ارام ځوابونه ورکول. يو مجرم د هغه نږدې خپلوانو نه و او کله چې وکيل ترې پوښتنه وکړه چې ته دی پيژنې نو صفا انکار يې وکړو. ما غوښتل چې ورته ووايم چې اوس دې قسم خوړلې دې. خو ما دا کار نشو کولې ځکه زما د وېنا ځاې نه و. که داسې مې کړې وې نو دا به د محکمې توهين گڼل کيدو. درې نيمې بجې محکمه وځنډيده او مونږ بهر ووتلو.
دريمه ورځ
د دې لوې محکمې ( اولډ بېلي) په لوړ گومبد د ښځې يوه طلاي مجسمه ولاړه ده چې سترگې پټې، په يو لاس کې توره او په بل کې د انصاف تله ده. داسې مجسمې د نړۍ په نورو ځايونو کې هم شته چې ښاي، ” د انصاف په وخت به د مجرم څېرې ته نه گورې چې هغه څوک دې”
د تېرې ورځې په شان لس نيمې بجې هم هغه “اشرر” راغلو او مونږ ټول يې د عدالت ته بوتلو. يوه ځوانه جينۍ د شاهدي لپاره راغلې وه چې ايشياي وه خو اوږده ويښته يې ژيړ رنگ کړي و. هغې ډېر په باور د سرکاري وکيلې د پوښتنو ځوابونه ورکړل.
د غرمې نه وروسته د مدافعې وکيل ترينه سختې پوښتنې کولې. د هغې بد بختې ټول ژوند په ميدان شو او د ځواب ورکولو په وخت اواز به يې بند شو، تر دې چې ورېږديده او خله يې وچه شوه. خواست يې وکړو چې دمه غواړي. هغې ته يې اوبه راوړې او څو شېبې وروسته بيا ترې پوښتنې پېل شوې.
د هغې ډايري (روزنامچه) محکمې کې وړاندې شوه، د هغې ليکونه مونږ ته راښکاره شول چې هغې پکې خپل د جينکتوب احساسات ليکلي و. دا هر څه يواځې د دې لپاره وشول چې هغه دروغجنه ثابته شي نو د هغې په حالت مې زړه ووسو. يو وخت د هغې له سترگو اوښکې روانې وې. قاضي هغه وخت دا جريان پاې ته ورسوو او زه د خفه زړه سره کور ته راغلم.
څلورمه ورځ
محکمه يوولس بجې پيل شوه او د پېښې يو عيني شاهد نه پوښتنې وشوې، ورپسې د عکسونو يو متخصص ر اوغوښتل شو. مونږ ته يې داسې عکسونه وښودل چې هغه کس پخپل تخنيک د ټلويژن د فلم نه لوې کړي و. خو ډېر ژر جوته شوه چې هغه غلط عکسونه يو بل سره نښلولي و. قاضي ورته امر وکړو چې سبا ته نور سم عکسونه راوړي. ما ته هغه کس نالايق او نااهله ښکاره شو. زړه کې مې ووېل، محکمه که وځنډيده نو د دې نالايق له کبله به ځنډېږي.
پينځمه ورځ
نن په دوسيو کې راته نورعکسونه وښودل شول چې هغه هم صفا نه ښکاريدل او د مدافعې وکيل هغه عکاس نه پوښتنې وکړې چې دا عکسونه سم و که ناسم؟ هغه نرې نروچکې عکاس په وېره و، خبرې يې هم سمې نشوې کولې. قاضي مونږ ته امر وکړو چې ولاړ شئ، بيا يې راوغوښتلو او بيرته يې وشړلو، په درېم ځل چې راغلو نو کورټ ډسمس شو.
شپږمه ورځ
د دوو ورځو د چوټۍ نه وروسته د گل په ورځ ټول تازه راغلل او د محکمې کارواي پيل شوه. يو پوليس افسرڅوگند وکړو چې ريښتيا به واي او خپله شاهدي يې ورکوله. دواړو وکيلانو ورباندې جرح وکړه او هغه په سړه سينه هر څه چې يې ليدلي و بيان کړل. راته ريښتونې ښکاره شو.
اوومه ورځ
نن د تورن کس نه د پوښتنو وار و. هغه هم قسم وخوړو او د ترجمان د لارې يې د دواړو وکيلانو پوښتنو ته ځوابونه ورکول. د سرکاري وکيل پوښتنې ډېرې نرمې وې خو هغې به يوه پوښتنه په څو ډوله ترينه کوله چې راگېر يې کړي. خو تورن کس داسې هيڅ خبره ونکړه چې دروغ وې. ما ته هغه هم ريښتونې ښکاره شو.
اتمه ورځ
د دويم تورن نه پوښتنې پيل شوې او هغه هم د لومړي په شان داسې هيڅ خبره ونکړه چې راگېر شوې وې. د غرمې نه وروسته بره په يو دفتر کې مونږ ته د خپلو لگښتونو لپاره يې فورمې راکړې. ځينو کسانو چې خپل ځان ته کاروبار کوو، د معاش غوښتنه يې لرله. خو په قانون کې داسې ده چې که څوک د محکمې خدمت لپاره ورځي نو د هغوي کمپنۍ يا دفتر بايد دا په رخصت کې حساب نکړي. ما پخپل دفتر کې د مرکو ورځ اړولې وه او پرسونيل ټولو کانديدانو ته خبر ورکړې و.
نهمه ورځ
نن د درېم تورن شاهدي وه او دواړو وکيلانو ترې جرح وکړه. هغه د ځوابونو پر وخت ريږديدو اوکله کله به يې قاضي ته زارۍ پيل کړې. ما ته د ده ټولې خبرې دروغ ښکاريدې. بيا د دوېم تورن ميرمنه د شاهدي لپاره راغله چې د هرې خبرې په ځواب کې به وموسېده. ځينې خبرې يې ريښتيا وې خو د نورو په اړه راته شک و.
يوې بلې ښځې هم شاهدي ورکړه خو خبرې يې راته دروغ ښکارېدې. د لومړي تورن ميرمنه چې د دوو اولادونو مور وه، راغله خو د هغې ټولې خبرې راته بې ربط معلومې شوې.
ماسپښين دواړو وکيلانو خپل خپل بيان ولوستلو چې سرکاري وکيل دريو مجرمانو ته د سزا ورکولو غږ کړې و او د مدافعې وکيل د دوي د خوشې کيدو خواست وکړو. قاضي مونږ دولس واړو ته وکتل او راته يې امر وکړو چې سبا پخپلو کې کينئ او خپله فېصله راکړئ.
لسمه ورځ
نن سهار د لسو بجو نه مونږ په يوې ځانگړې کوټې کې د مېز چاپېره ناست و اوهغه ټولې دوسيې چې مونږ پرې په پينسل ليکنې کولې راته يې راوړې. دا دوسيې به مونږ هره ورځ پخپل ځاې پرېښودې او بله ورځ به مو پکې ليکنې کولې. راته ويل شوي و چې دا ټولې ليکنې به رانه اخلي او بايد داسې څه وو نه ليکو چې د محکمې سپکاوې پکې ووشي. ما به ډېر احتياط کوو ځکه زما عادت دې چې قلم کاغذ مې مخې ته وي او د ليکلو لپاره څه نه وي نو انځورونه جوړوم.
مونږ يو کس خپل مشر وټاکلو چې قاضي ته به خبره کوي. بيا ټوله ورځ په دې مو خبرې کولې چې څوک ريښتونې و او چا دروغ ويل او زمونږ راې وېشلې وه. پينځو کسانو هغه تورن بې گناه گڼل، اوو کسانو ويل چې دوي جرم کړې و. پاتې ټوله ورځ مونږ د يو بل په قانع کولو تېر کړو.
ماځيگر” اشرر” راغلو نو ورته مو وويل چې مونږ ويشلې يو.
دې ناهيلې شو او ټينگار يې کوو چې بايد په يوه خله زر فېصله وکړو. بيا يې وويل چې زه به د قاضي نه اجازه اخلم.
څو شيبې وروسته دې راغلو او يوه بله ورځ يې راته راکړه خو اوس په منځ کې دوه ورځې رخصت و، نو محکمه غځيدلې وه. هغې مېرمنې چې ماشوم يې لرلو خپله فېصله زمونږ د ډلې مشر ته له مونږ پټ وويله او د بيا نه راتلو په هوډ رانه ولاړه. په جيوري کې بايد يوولس کسان په يو نظر وي او که داسې نه و نو هغې ته ” هنگ جيوري” ياني بې نتيجې جيوري واي.
دوه ورځې وروستو مونږ بيا يو ځاې شو، ټوله ورځ مو واړوله خو هيڅ نتيجه يې را ونه وتله. اوس څلور کسان په يو نظر او اوو په بل نظر و. د غرمې نه وروستو اشرر راغلو او راته يې گواښ وکړو چې قاضي په تلوسه دې ځکه سبا هغه بلې محکمې ته کېني، تاسو بايد په يو ساعت کې فېصله وکړئ.
مونږ ټول ستړي شوې و. په نهو تورونو کې اخر په يوې مو فيصله وکړه چې د يو کس په اړه وه. اته نورې فيصلې مو نشوې کولې ځکه پخپلو کې متفق نه و. مونږ بيرته محکمې ته ولاړو او چې وردننه شو نو ټول راته په احترام کې ودريدل. مونږ هم ولاړ پاتې شو او قاضي د راتگ اعلان هم هغسې د ده د ميز شا ته د دروازې په ټکولو ووشو.
يو کس ورته دروازه پرانيسته او دې راغلو، کېناستو او مونږ ته يې مخ واړوو. ټول کيناستل نو راته يې وکتل او د فيصلې د اورولو امر يې وکړو. زمونږ مشر ورته وويل چې متاسفانه جيوري پخپلو کې وېشلې ده او مونږ يوه فيصله درکولې شو. هغه کس چې د يو تور نه بري شوې و، د هغه نوم يې واخستو نو د مجرمانو په کټاره کې د خوشالۍ يوه چيغه شوه.
قاضي څو ټکي وليکل او بيا يې د لرگي يو سټک په ميز ووهلو. دا يواځينۍ وخت و چې د هغه سټک نه يې کار واخستو او وې ويل، “دا قضيه به يو وارې بيا په محکمې کې وړاندې شي. ستاسو د ټولو مننه او جيوري ډسمس کيږي.”
صفيه حليم
court room
د خپريدو نېټه
۲۹ اگست ۲۰۱۳ م

1 Comment

Add a Comment
  1. په زړه پوره ووه

Leave a Reply

Your email address will not be published.