حج او روغتيا

Mina in Makkah
سږ کال د سعودي عرب حکومت هغو بوډاگانو ته چې پخپلو پښو نشي گرځيدې، د حج ممانعت او نورو ته يې د حج د فرايضو پر وخت “ماسک” يا نقاب کارول ضرور کړي دي.
د دې سبب د سږو او د تنفس هغه ناروغي ده چې په لومړي ځل سعودي عرب کې ځينې کسان وژلي دي. د دې ناروغۍ وايرس ” مرس” ( مډل ايسټ رېسپايرېټري سينډروم) نومول شوې دې.
حج يو بدني او روحاني عبادت دې او هغه کسان يې په ښه توگه سر ته رسولې شي چې روغ رمټ او تکړه وي. له بده مرغه زيات پښتانه هغه وخت حج ته ځي چې يا زړښت او يا مرگ ته نږدې وي. داسې کسان د عبادت پر ځاې ممکن ناروغه او يا د خپلو خپلوانو د اوږو بار شي.
که څوک په دې سپېڅلي سفر روانېږي نو د حج په فرايضو کې د گرځېدو او د تگ راتگ دا شرايط په نظر کې ونيسي.
۱. کعبه چې “مسجد الحرام” نومېږي د نړۍ تر ټولو لوې جومات دې او حاجيان دلته د پينځه وخته لمونځ نه علاوه، “طواف” او د “سعي” لپاره په پښو گرځي.
طواف د جومات د پراخ غولي په منځ کې د هغه څلورگوټيزه ودانۍ چاپېره اوو ځلې تاوېدل وي چې توره تيږه (حجر اسود) پکې لگيدلې ده. يو پورا طواف دوه يا درې کلوميټر پلي مزل دې. که څوک د جومات په دوېم يا درېم پوړ کې طواف کوي نو دا فاصله ورته نوره هم زياتېږي.

۲. کعبې ته څېرمه د صفا او د مروه غونډۍ دي چې د يوې نه بلې ته اوو (۷) ځلې تگ راتگ کېږي او په ځينو ځايونو کې د سړو لپاره منډه وهل سنت وي. دا عمل “سعي” نومېږي او درې کلوميټر پلي مزل وي.
۳. رمي (جمرات يا شېطان په تيږو د ويشتلو سنت) لپاره درې کلوميټر تگ او بيا درې کلوميټر بيرته راتگ وي. په حنفي عقيده کې دا کار تر دريو ورځو واجب دې او مانا دا چې د نورو فرايضو سره دا مزل به هم پورا کول وي. که څوک د اختر په ورځ رمي او بيا طواف ته ځي نو لږ تر لږه دولس يا ديارلس کلوميټر مزل يې کړې وي.
۴. د لمانځه لپاره مسجد حرام (خانه کعبه) ته تگ، هلته په صف کی ځاې موندل اود لمونځ نه وروسته ترې راوتل توان او حوصله غواړي. په دې ځايونو کې خلک کله کله د يو بل نه وړاندې کيدو لپاره د چا گرېوان ته لاس اچوي چې د عبادت مخالف کار دې.
ځينو خلکوکې د دومره تگ او د گرځېدلو توان نه وي. وجود يې کمزورې او پښې يې کار نه کوي. که داسې وي نو دوي له پکار دي چې ځان سره يو ملاتړ ولري. د حج پر وخت ډير کسان د خلکو په گڼه گوڼه او ټيل ماټيل کې راغورځي، ټپي شي او کله کله مړه شي.
نو که تاسو حج ته د تلو نيت لرئ نو لومړې د خپل روغتيا په اړه څو سوالونه ځواب کړئ.
۱. آيا د زړه ناروغي، دشکرې مرض، ساه لنډې لرئ؟
۲. هره ورځ په پښو د پينځه شپږ کلوميټر( يا دولس کلوميټر) تگ کې څه ستونزه لرئ؟
۳. د تشو، ملا او د پښته ورگي تکليف لرئ؟
که د دې ټولو پوښتنو ځواب منفي وي نو تاسو کولې شئ چې د حج لپاره د سفر تابيا وکړئ.
د سفر نه وړاندې
د سعودي عرب حکومت د هر کس لپاره د ميننجايټس ( سرسام تبې) وقايعوي واکسين لگول لازم کړي دي چې د حج يا عمرې په نيت هغه هيواد ته ورځي. د دې واکسين ډاکټري شهادت نامه په جده يا د مدينې په هواي مېدان کې د پاسپورټ سره يوځاې ليدل کيږي. د دې نه علاوه نورې داسې ناروغۍ دي چې که له وړاندې واکسين ولگول شي نو له ناروغۍ مو ژغوري. په دې کې د ژيړي، يرقان، تور يرقان (هيپاټايټس بي) والگي (فلو) د کولرا او د لوې تبې واکسين شامل دي.

د داروگانو کسوړه
په سعودي عرب کې د ناروغه حاجيانو علاج مفت دې او په ډېرو ځايونو کې کتنځي خلکو ته مرسته رسوي، خو هيڅوک نه غواړي چې په مکه کې د دوي وخت دې د عبادت پر ځاې د کلينک مخې ته د مريضانو په ليکه کې ضايع شي.
زمونږ د ډلې يوه ميرمنه د سهار د لمانځه نه وروسته کلينک ته يوړل شوه او ترغرمې په انتظار کې وه چې ډاکټر يې وويني.
هر حاجي له پکار دي چې ضروري داروگان دې پخپله له ځانه سره واخلي. په دې کې د زکام او د ټوخي نه علاوه، د معدې د درد او د نس ناستي عام داروگان شامل دي چې تاسو يې د درملتون نه اخستې شئ. دا توکي هم که له ځانه سره ولرئ نو ستاسو يا د نورو پکارېږي.
۱. د معمولي زخم لپاره پټۍ او د وجود د دردونو ملهم چې په بازار کې عام خرڅېږي.
۲. د سترگو څاڅکي چې د سترگو معمولي سره والي او خشکي لپاره ښه وي.
۳. د الرجي گولۍ.
۴. نقاب (ماسک)
په سعودي عرب کې د نړۍ د هرگوټ خلک ورغلي وي او دوي له ځانه سره ډول ډول مايکروب د ناروغيو په شکل کې راوړي وي. که په يو عادي ورځ د زکام يا د تبې لپاره تاسو گولۍ خورئ نو په څو ورځو کې ورسره ښه کېږئ. خو د حج په موقع ضرور نه ده چې داسې ووشي ځکه تاسو د نوي مايکربونو سره مخ کېږئ.
د حج په پاې کې مې وليدل چې زمونږ د ډلې هغه کسان د زکام او تبې نه ژغورلي و چې هره ورځ يې خله او پوزه په نقاب پټ کړې و.
د زکام مخ نيوې
سعودي عرب تود هيواد دې او په سخت ژمي کې هم دلته گرمي وي. د دې له کبله د وجود نه خوله ووځي او پکار وي چې هرڅوک ډېرې اوبه وڅښي. خو ځيني خلک د اوبو د څښلو نه ډډه کوي او په تېره بيا ميرمنې چې يو وارې جومات کې د لمانځه لپاره ځاې پيدا کړي نو بيا دوه يا درې لمونځونو نه وروسته ترې راووځي. نتيجه يې دا وي چې د دوي له وجود مايکروب کډه نه کوي او د لادو بادو پريوځي.
د څښاک لپاره ځينې خلک د بوتلو اوبه کاروي چې په مسجد حرام کې د زمزم له اوبو ډکوي. که هر څوک خپل بوتل وولري نوښاي ستونزه به نه وي خو ځينې کسان د يو بل د اوبو بوتل نه څښل د ثواب کار وگڼي. فکر وکړئ چې په دې توگه څومره مايکروب له يوې خلې نه بل ته کډه کوي؟
د حج په موقع د مکې پر زمکه پروت شې اوچتول حرام گرځېدلي دي. د داسې شي را اخيستل يواځې هغه وخت روا دي چې د دې خاوند او يا پوليسو ته يې سپارئ. خو د دې کار يوه روغتياي گټه دا ده چې لاسونه مو بې ځايه د نورو مايکروب نه اخلي.
هسې خو پينځه وخته د اوداسه لپاره لاسونه وينځل کېږي خود حج په بيلا بيلو مرحلو کې د لاسونو سره مايکروب د نښتې امکان زيات وي. پر فرش د سجدې په وخت، په جومات کې د داخلېدو په وخت، د څپلۍ ايستلو په وخت د لاسونو ککړيدل، د نورو سره د لاس روغبړ، د گرځنده پوڼيو(زينو)، لفټونو د دروازو خلاصولو او بندولو لپاره بټنو ته لاس وړل، د هټيو نه شيان په لاس کې اخيستل، دا هر څه ځان ته د مايکروب رابلل وي.
خو د دې امکان نه وي چې مونږ په هره شيبه لاسونه ووينځواو خپل د عبادت وخت ضايع کړو. ښه لاره يې دا ده چې نن سبا د لمدو رومالونو او د مايکروب وژونکي سليخ (جېل) په بوتلوکې خرڅيږي چې د اړتيا پر وخت ورسره لاسونه پاکيدې شي. داسې مواد هم اوس جوړيږي چې پکې خوشبوي نه وي. که د دې امکان درسره نه وي نو د هر شي د خوړولو نه وړاندې ارو مرو لاسونه په صابونو ووينځئ.
د خېټې ناروغۍ
د حج پر وخت وجود مناسب خواړو ته اړتيا لري چې توان پر ځاې کړي. د دې لپاره پکار ده چې هره ورځ د غوښې او ډوډۍ سره سره ترکاري او ميوه هم وخوړل شي.
مکې ته تللي د حاجيانو هرې يوې ډلې د خپلو خواړو لپاره پخپله تابيا کړي وي او د بې وزلو ملکونو حاجيان هڅه کوي چې په خواړو ډېرې پيسې ونه لگوي. د مکې ولس په لارو کوڅو کې کله کله وړيا ډوډۍ هم وېشي او خلک ورپسې دانگي. دا ډوډۍ کله پر زمکه هم ولويږي او ځينې يې بيا هم د ثواب لپاره خوري خو د نور هر خواړه نه زيات دا ډوډۍ خطر لري ځکه لاس په لاس او بيا پر زمکه غورځېدلي وي.
په مکه کې د حرم شريف شا و خوا په سوونو خوړنځي دي چې د هر يو ملک او نژاد د خلکو لپاره پکې پخه ډوډۍ ايښي وي. زيات وخت دا خواړه په پلاسټيکي لوښو کې خوړل کېږي چې وروسته يې وغورځوي. د ځينو هټيو کارکوونکي په بيړه وي او د ميز او چوکۍ پاکوالي ته يې پام نه وي. په داسې ځاې کې ډوډۍ خوړل درته ستونزې جوړولې شي او پکار ده چې ترې ډډه ووشي. د حرم چاپېره مېدان کې مې خلک وليدل چې پخپلو لوښو کې يې د بازار ډوډۍ راوړې وه. دا يوه ښه لاره ده چې وروسته خپل لوښي تاسو پخپله وينځلې او پاکولې شئ.
په سعودي عرب کې د سپينو اوړو ډوډۍ ارزانه او هر ځاې موندل کېږي په دې کې د لبناني” پيټه” او د پاستو نه علاوه د تناره افغاني ډوډۍ او د پنجاب پتيرې شاملې دي. دا توده ډوډۍ ډېره خونده وره او تازه وي خو که د دې سره شنه سابه او ميوه وونه خوړل شي نو خېټه کلکوي.
د وريت کړي چرگ غوښه د نوري غوښې په پرتله هر ځاې موندل کېږي، ارزانه وي او زيات خلک هم دا اخلي. خو غوښتنه يې دومره وي چې ځينې هټۍ چرگ سم نه پخوي او کله کله کچه ( اومه) وي. په داسې غوښه کې د “سالمونيلا” مايکروب وي چې معدې ته زيان رسوي. د بازار نه د تيارې ډوډۍ اخيستو پر وخت بايد پام ووشي چې غوښه يې سمه پخ شوې ده او که نه؟
ځينې خلک يواځې او يواځې سړو اوبو څښلو ته لېواله وي. که د بوتل اوبه سړې وي نو څښي يې او کله چې دا تودې شي نو نيم ډک بوتل وغورځوي. ترټولو زيات اوبه په دې بوتلو کې ضايع کيږي. غوره خبره دا ده چې د اوبو وړوکې بوتل واخلئ، کله چې پورا اوبه نشئ څښلې نو پاتې اوبه وساتئ او که گرمې وي، هم يې وڅښئ. تر څو دا بوتل تش نه وي مه يې غورځوئ ځکه د اوبو ضايع کول حرام دي. هغه خلک چې د ځان سره يې وړوکې د اوبو تهرموس ساتلي وي، تر ټولو ښه وي چې نه اوبه ضايع کوي او نه مايکروب ځان ته پرېږدي.
ټپي کېدل
د ډېروخلکو يو ځاې کيدل او په يو وخت کې خپل عبادت تر سره کول د تلوسې سبب وي. که څه هم حج د صبر او د زغم لاره ښاي، ولې ځينې کسان د لمانځه پر وخت دومره بې صبره شي چې په منډه وي. په داسې وخت کې د کمزوري وجود کسانو د ټپي کيدو امکان زيات وي.
په جمراتو کې، د شيطان په ډبرو ويشتلو پروخت د خلکو گڼه ډېره وي او ځينې لوړ دنگ کسان څلي ته د نږدې تلو پر ځاې د نورو د سرونو د پاسه نه ډبرې غورځوي. هم دا ډبرې د خلکو د سرونو سره جنگېږي او د دوي د ټپي کيدو سبب شي. د دې سنت لپاره د ډبرې اندازه د نخود (چنا) د دانې هومره ټاکل شوې ده او ورسره دا هم شرط دې چې دا ډبره به ښوې وي يعني تيرې څوکې به نه لري. خو يو کس سره مې لوې لوې تيږې وليدې چې ډېر په قهر يې څلي ته ورتاوول.
د خانه کعبې د طواف په وخت ځيني خلک په منډه وي او نورچې خپل طواف پورا کړي، د گڼې نه د وتلو په تکل کې شي. په دې وخت کې کله کله يو زوره ور کس وړاندې تلونکې په لينگي ووهي چې د هډوکي د ماتېدو خطر هم پکې وي. د سعي ( صفا مروه) پر وخت د څرخي څوکيو په اوسپنې د پښو د گوتو او د لينگو ټپونه مې هم وليدل. که څه هم د گرځنده کرسيو لپاره په بره پوړ کې مخامخ او د صفا مروه د منځ برخه ځانگړي شوې ده خو بيا هم ځيني کسان کعبې ته د نږدې کيدو لپاره په دې کرسيو د نورو په منځ کې گرځول کيږي او د دوي د آزار سبب گرځي.

د گرمې هوا او هر وخت د اودس تازه کولو له کبله زيات خلک د ربړ چپلکې په پښو کوي. د دې يوه گټه دا ده چې زر له پښو ووځي او په اوبو کې نه خرابيږي. خو دا چپلکې داوږد مزل لپاره نه دي جوړ. په دې کې زيات تگ پښه ستړې کړي او بله په گڼه گوڼه کې دا له پښې ووځي او شلېږي. د جمراتو په لاره ځاې ځاې داسې شلېدلې چپلکې په سترگو کيږي. ځيني مېرمنې مې وليدې چې په تشناب کې د چپلکو په خوېدو غورځېدلې وې. يو کس پکې خپله پوښتۍ ماته کړې وه.
د اوږد مزل او تگ لپاره د سپورټ بوټان تر ټولو ښه وي. ځينو کسانو په لاس کې کسوړې گرځولې چې جومات نه بهر به يې پکې خپل بوټان بند کړل. د هر جومات نه بهر د پېزار لپاره ځايونه جوړ وي. د ځينو ملکونو حاجيان په ډيرو منظمو ډلو کې راځي او دوي د بوټانو لپاره د پلاسټکو يو رنگ خلتې راوړي وي چې موندل يې اسانه وي.
که دې وړو ټکو ته مو پام وکړو نو نه يواځې پخپله به روغ ووسئ بلکه د نورو سره به هم مرسته کولې شئ.
خداې دې تاسو ټولو ته د حج توان په نصيب کړي. آمين
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۲۴ اگست ۲۰۱۳ م

My beautiful picture

4 Comments

Add a Comment
  1. Outstanding. A very good and useful article . Thanks a lot

    1. manana safia haleem deer shokli matlab dee

  2. صفیه جانی زبردسته موضوع ته مو پام شویدی. کور مو ودان.

  3. مننه ډیره ښایسته مالومات

Leave a Reply

Your email address will not be published.