اخوان المسلمون

ikhwan
په ۱۹۲۸ م د مارچ په مياشت کې د مصر په ” اسماعيليه” ښار کې “حسن البنا” نومې يو ځوان استاد (معلم) د خپل ماشومتوب ملگري احمد اسکري (تلفظ اسوکه ري) او څو کارگرانو سره د يو داسې غورځنگ مخکښان شول چې سلو کالو کې يې د نړۍ په سلو ملکونو کې ريښې وځغلولې.

د نولسمې پېړۍ تر پاې د اروپاي ملکونو تر منځ د نړۍ هرې سيمې کې سيالي خپل اوج ته رسيدلې وه. په مصر کې د بريطانيې او فرانسې لوبه پاې ته رسيدلې وه او د دوي د کلتور سيورې هر ځاې ليدل کيدو. ورسره د دې د لرغونو ښارونو نه يې د پلټنو او څېړنو په بانه په زرگونو توکي اروپا ته وړل کيده. د مصر شاهي نظام د ولس د غوښتنو نه بې خبره او ملت پاله ډلې کمزورې وې.
حسن البنا او ملگرو يې احساس کوو چې د اسلام سپېڅلې دين يواځې د ناپوهه ملايانو لاس ته لوېدلې و بلکه ولس د قران په اصل مانا هم خبر نه و. ځينو ولوستو خلکو د پرمختگ تر څادر لاندې د اسلامي ارزښتونو نه مخ اړولې و.
دوي د مصر د يو نامتو عالم او ليکوال سيد قطب د مفکورې نه هم اغېزه اخستې و چې د امريکې په کولوراډو کې يې لوړو زدکړوسره سره د قران تفسير او نور دينې کتابونه وليکل. په مصر او نورو ملکونو ډېر سياست وال او پوهه خلک د سيد قطب ولوستونکي او د ده مريدان و. حسن البنا او د ده ملگرو د يو غورځنگ تابيا وکړه چې نوم يې ” اخوان المسلمون” شو.

په پښتو کې د دوي لپاره زيات وخت “اخواني” او ” اخوانيان” نوم کارول کېږي او په افغانستان کې د روسانو د بريد نه وروستو هر هغه څوک چې د اسلام نوم به يې اخيستو، د کرکې په توگه ” اخواني” بلل کېدو.
د اخوان المسلمون غورځنګ لومړې د ټولنې د اصلاح په كارونو لاس پورې کړو. په اتو کالو کې دې غورځنگ ۸۰۰ غړي لرل او زيات پکې هغه مزدوران و چې په ملکي او نړۍ والو شرکتونو کې يې په حقوقو تيرې کيدو. حسن او د ده ملگرو د کارگرانو د حق لپاره مبارزه پېل کړه او په دوو کالو کې يې شمېره دوو لکو ته لوړه شوه.
اخوان المسلمون د اسلام د اهل سنت منونکي او په دين کې يې څه نوې فقهه نه لرله. د دوي شعار د اسلام په پينځو بن سټيزو اصولو ولاړ و چې واک د خداې، رسول مو لارښود، قرآن مو دستور، جهاد مو لار، او شهادت مو هدف نومېدل. په راتلونکو لسو کالو کې دوي په زرگونو پلويان پېدا کړل او د مصر په سياست کې يې هم ورودانگل.
په ۱۹۳۹م کې اخوان المسلمون د يو رسمي سياسي غورځنگ په توگه وومنل شو چې په مصر کې د قران او د سنت پر بنسټ ولاړ د يو اسلامي حکومت د جوړولوغوښتنه کوله. هم دې ډلې د مصر د فاسد واکمنو چې د بهرنيو شرکتونو نه به يې رشوتونه اخيستل غږ راپورته کړو او د اسلام د شرعي نظام راوستلو غږ يې کوو.
حسن البنا د اخوان المسلمون د وړاندې تگ لپاره ” شل اصول” وليکل، چې د اهل سنت په پل د خلکو د پوهاوي ” رسايل حسن البنا” کې خپاره شول. د دې نه علاوه سيد قطب او نورو عالمانو هم ورته په سياسي، اقتصادي او اسلامي فقه کتابونه وليکل. د دې گوند غړي په ۱۹۴۸ م کې د عرب اسرايل په لومړۍ شخړه کې د رضاکارانو په توگه وجنگيدل خو د بمونو او د وژنو په تور د دې گوند ۳۲ مشران يې ونيول او د هغه وخت وزيراعظم محمود فهمي النقراشي په اخوان المسلمون بنديز ولگوو. درې اوونۍ وروستو د پوهنتون يو محصل چې د اخوان المسلمون غړې و، النقراشي ووژلو.
حسن البنا دا پېښه وغندله چې د اسلام د اصولو په خلاف کار و. ۱۲ فروري ۱۹۴۹ م دی د خپل اخښي سره د اخوان المسلمون په مرکز کې د حکومت د استاځي وزير ذکي علي پاشا سره د روغې جوړې خبرو ته په انتظار و. خو هغه وزير رانغلو نو دوي دواړه بهر سړک ته وووتل چې کور ته د تلو لپاره ټېکسي واخلي. هم هلته پرې دوه کسانو ډزې وکړې او حسن البنا د خپلو ټپونو د لاسه په روغتون کې مړ شو.
تر هغې په ټول مصر کې د دې غورځنگ دوه زره دفترونه و چې د خېر ښېگړې کارونه يې کول او شا و خوا پينځه لکه خلکو يې ملاتړ کوو. اخوان المسلمون يو سياسي گوند نه و خو د دې غړو او پلويانو په ډېرو نورو ملکونو کې سياسي گوندونه جوړ کړل. په دې کې د فلسطين ” حماس” د مصر ” حزب الحريته و العدالته” د پاکستان جماعت اسلامي او د افغانستان حزب اسلامي په شان گوندونه شامل دي.
اخوان المسلمون د نړۍ په ۷۲ هېوادونو كې څانگې لري چې پکې غېر اسلامي هيوادونه هم شامل دي.
په ۱۹۵۲ م کې د قاهرې ښار په مرکز کې يو لوې اور کې ۷۵۰ رېستورانونه، هوټلونه، قمار خانې، کلبونه وسوځېدل چې اروپايان به ورته دېر ورتلل. د دې پړه د اخوان المسلمون پر غاړه واچول شوه. په ۱۹۵۲ م کې د مصر ملت پالو د اخوانيانو په مرسته د شاهي ټبر پر ضد يو بغاوت وکړو. وروستو اخوان د ملت پاله مشرانو مخالفت کوو او ځينو پرې تور لگوو چې دوي د صدر جمال عبد الناصر په ژوند د تېري هڅه کړې وه خو پاتې راغلل.
په اخوان المسلمون يو وارې بيا بنديز ولگيدو او د دې په زرگونو غړي يې زنداني کړل. د ځينو کسنو ټول عمر په بند کې تېر شو او نور شکنجه شول. وروستو دوي خوشې شول خو دا غورځنگ غېر قانوني و. د حسني مبارک د حکومت په دوره کې د دې غړو په خپلواکه توگه انتخاباتو کې برخه اخيسته او په پارليمان کې ۸۸ چوکۍ ( ۲۰ في صده) د دوي په لاس کې وې.
د ۲۰۰۵ م راهيسې اخوان د ويبپاڼو د لارې خپلو سياسي هلو ځلو ته يوه نوې بڼه ورکړه چې په ۱۹۱۱ م کې د حسني مبارک د حکومت په ړنگولو کې يې لوې رول ولوبوو. اوس دې غورځنگ يو وارې بيا قانوني حېثيت تر لاسه کړو. په ۲۰۱۲ م د مصر په پارليماني انتخاباتو کې اخوانيانو په ۵۰۸ چوکيو کې ۲۳۵ چوکۍ وگټلې. د دوي يو غړې محمد مرسي، په پارليمان کې د خپل حريف احمد شفيق نه څه کم ۵۲ راې وگټلې او د مصر پينځم او په جمهوري توگه انتخاب شوې لومړې صدر شو.
د نومبر په مياشت کې په زرگونو خلکو هغه وخت د صدر د مرسي پر ضد قاهرې کې مظاهرې پېل کړې کله چې د ده حکومت په اساسي قانون کې ورته ” مکمل اختيارات” ورکړل. مرسي دا کار ځکه غوښتو چې د حسني مبارک په دوره کې ټاکل شوي قاضيان پارليمان منحل نکړي.
دا مظاهرې د حکومت مخالف ډلو له خوا جوړې شوې وې او د خلکو شمېره پکې دوو لکو ته رسېده. ډېر ژر شا و خوا يو لک د مرسي پلويان هم سړکونو ته راووتل او شخړې پېل شوې. پوځ او پوليس د زور نه کار واخيستو نو د مرسي ځينو مشاورو د احتجاج په توگه استعفا او قاضيانو د ده د عمل غندنه وکړه.
د جولاي په ۳ نېټه ۲۰۱۳ م د مصر د پوځ مشر د محمد مرسي د حکومت د ختمولو او د اساسي قانون د ځنډولو اعلان وکړو. د عدليې لوې قاضي عدلي منصور د مصر د حکومت سرپرست وتاکل شو چې د نوي سره انتخابات وشي.
د اخوان المسلمين پلويان واي چې دا هر څه د حسني مبارک د ملاتړو له خوا وشول چې د اروپاې ملکونو له خوا ورته لمسون کېږي. دوي نه غواړي چې د مصر په شان هيواد چې د اسرايل وجود يې منلې دې، يوه اسلامي ډله په واک کې شي.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۲۰ اگست ۲۰۱۳ م

3 Comments

Add a Comment
  1. I have learnt the things which I still didn’t know about it.
    Thank you so much!!

  2. Thank you very much for such important Information still I did not have full information regarding This people.

  3. ریښتیا هم ما چه څومره د اخوان په هکله معلومات تر لاسه کړی نو په ډاډ سره ویلی شم چه ددی لاری ريښتونی لارویانو یوازی او یوازی بنسټیزه موخه داده چه په نړی کی اسلامی نظام پلی ، پر مختللی نړی او ددی نړی وګړو هر یوه ته خپل حق ورکول شی
    که په ریښتونی توګه په نړی او په ځانګړی توګه په اسلامی نړی کی ددی لاری لارویانو ته واک په لاس کی ورشی کیدای شی اسلامی نړی ډیر ژر په خپلو پښو دریږی چه یوه ښه بیلګه یی د تورکیی حکومت ده

    د الله په امان
    په نړی کی د یوه ریښتونی اسلامی نظام په هیله

Leave a Reply

Your email address will not be published.