وفا بېگم

Shuja
د افغانستان پنځم باچا د شاه شجاع الملک مېرمنه په تاريخ کې د وفا بېگم په نوم مشهوره ده. په ځينو تاريخونو کې د دې خپل نوم رضيه بېگم ليکل شوی دی.
دا د شاه زمان مشر وزير رحمت الله خان سدوزي لور وه چې د “وفادار خان” لقب يې لرلو. د افغانستان په اړه د انګرېزانو په لومړيو ليکنو کې د دې نوم “وفاداربيګم” ليکل شوی دی.
د اتلسمې ميلادي پېړۍ په وروستي کال وفا بيګم د افغانستان د هغه وخت د سياست تاو په خپله احساس کړو چې مشر لیور یې شاه محمود د هغې پلار وواژه. شاه شجاع هغه وخت په پېښور کې تنکی ځوان و او ښایي وفا بيګم هم د ځوانۍ په درشل کې وه.
په جولاۍ ۱۸۰۳ م کې شاه شجاع کابل ونيولو، نابينا زمان شاه يې له بنده راوويستو او شاه محمود يې زنداني کړو. شاه شجاع خپله سکه ضرب کړه چې ورباندې د وفا بيګم نوم هم و. دا د افغانستان د تاريخ د هغو ګوتو په شمېر ميرمنو کې شامله شوه چې وجود او استعداد يې په رسمي توګه ومنل شول.
د سکې ليکنه داسې ده،
شاه شجاع الملک شاهنشاه مالک رکاب
يافت بنت اصف دوران وفا بېگم خطاب

په ۱۸۰۵ م کې شاه شجاع په پېښور کې د بخارا د استازو سره وليدل. هغوی ورسره د ملگرتيا لپاره د بخارا د امير يوه لور په نکاح او په بدل کې يې ترې يوه افغان شهزادگۍ وغوښتله. شجاع د امير لور سره واده ومنلو خو ويې ویل چې مونږ خپلې لوڼې د قام نه بهر نه ورکوو.
د وفا بيګم نه علاوه د شاه شجاع شپږ(اوو) نورې نکاح کړې مېرمنې وې چې يوه د فتح خا ن توخي لور، بله د بخارا د امير سيد حيدر لور او يوه بله د خان بهادر خان ملک دين خيل لور وه. يوه مېرمنه يې سرور بيگم نومېده او يوه د هندوستان بي بي مستان وه. د دې نه علاوه شاه شجاع په سلګونو وينځې لرلې.
د ۱۸۰۸ م په پای کې د انگلستان لومړی سفارت د ماونټ سټورټ ايلفنسټون په مشرۍ د پنجاب نه کوهاټ او له هغه ځايه پېښور ته راورسېدو. شاه شجاع هغه وخت د پېښور په بالا حصار کې و خو د بل کال تر پایه کابل د ده له لاسه وتلی و.
په ۱۸۱۱ م کې دی پنجاب ته په لاره د اټک د کلا فوجدار جهان داد باميزي له خوا ونيول شو. له هغه ځايه يې کشمير کې خپل ورور عطا محمد خان باميزي ته ورواستوه او وفا بيګم د پاتې ټبر سره لاهورکې سيکانو ته پناه يوړه. هغې د راجا رنجيت سنګ سره د شاه شجاع د خلاصون لپاره خبرې اترې پېل کړې.
د سيکانو ځواک په کشمير حمله وکړه چې کوماندان يې ديوان محکم چند و. شاه شجاع د سري نګر د شيرګړ کلا نه يې خلاص کړو او لاهور ته يې بوتلو. خو د رنجيت سنګه سترګې د افغانستان هغه شاهي خزانې ته وې چې د شاه شجاع ټبر له ځانه سره ګرځوو. څو کاله وړاندې انګرېزانو په پېښور کې د ده الماس او نور جواهرات ليدلي و او سيکان هم ترې خبر شوي و. د کوه نور الماس لپاره مهاراجا په وفا بيګم ډېر فشار راوړی و. لومړی يې ورته د الماسو د خرڅولو وويل چې پنځه زره روپۍ بيه يې ورته وټاکله. بيا د هغه استازو ورته ګواښ وکړو چې که الماس يې ورنکړو نو د دې لوڼې به وتښتوي. وفا بيګم پوه شوه چې کوه نور د دوی د ژغورنې لپاره د شطرنج يوه مهره وه. هغې رنجيت سنګ ته پېغام واستوو چې که ډېر يې وځوروله نو هم هغه الماس به چور کړي، لوڼو ته به هم ورکړي او په خپله به هم وخوري.
د ۱۸۱۲ م په پای کې وفا بيګم انګرېزانو ته خپل استازی (ملا شکور ساکزی) ورواستوو چې د سيکانو له پنجو د ژغورلو خواست په کې شوی و. هغې د خپل ميړه نوم نه و ياد کړی او انګريزانو داسې انګيرله چې هغې برتانوي هند ته ورتلل غوښته. هلته چار واکو يو بل نه په لکونو کې دا پوښتنې کولې چې د افغان حرم په ساتلو به څومره لګښت کېږي، دا به څومره د شرم، تکليف او ممکن په راتلونکي کې ورته د خجالت سبب شي. دا اړخ يې هم کتلو چې که د افغانستان ملکې ته يې سياسي پناه ورکړه نو دا به د هغې عزت وي.
هغوی وفا بيګم ته په ډاګه کړه چې په برتانوي هند کې دا او نورې ښځې به په امن وي او نفقه به هم ورته ورکوي خو د دوی سړي ( بې شميره شهزاده ګان) نه شي ساتلې. شاه شجاع هغه وخت د درېو سوو نه زېات اولادونه لرل.
آخوا په لاهور کې رنجيت سنګ هم د وفا بيګم له ارادو خبر شو نو د دوی د کور چاپېره يې نورعسکر ودرول چې دوی و نه تښتي. وفا بيګم د ټبر د ښځو او ماشومانو د ويستلو پلان په مهارت جوړ کړو. هغې ټولو ته هندي ډوله جامې ساړي او لنګونه ورکړل او په جوپو کې لکه د ملازمانو يې بهر ويستل. ښايي د سيکانو پهره دارانو کې د پېسو په اخيستو چا ورسره مرسته هم کوله.
د جون په لومړۍ نيټه ۱۸۱۳ م کې شاه شجاع رنجيت سنګ ته بلنه ورکړه چې راشي او د ده په جواهراتو کې دې پخپله کوه نور پېدا کړي. د افغان باچا خپل ټول جواهرات رنجيت سنګ ته په يو قالين کې واچول خو راجا هم په خپلې يوې سترګې کوه نور وپيژندلو، هغه يې راواخيستو او له کوره ووتلو.د نومبر ۱۸۱۴ م پورې د وفا بيګم په پلان د حرم ټول غړي او دا په خپله هم لوديانې ته ورسېدل. انګرېزانو ورته د استوګنې نه علاوه د مياشتې ۱۵۰۰ روپۍ پېنشن تقاعد د ورکولو فيصله وکړه.
په لاهور کې د سيکانو وسله وال د شپې خوب پر وخت هم د شاه شجاع د کټ چاپېره د څراغونو سره ولاړ وو. د ۱۸۱۵ م په پسرلي کې وفا بيګم انګرېزانو ته يو ليکلی خواست ورواستوو چې د دې مېړه دې د رنجيت سنګ له بنده راخلاص کړي. خو رنجيت سنګ هغه وخت د دې سيمې يو زورور حاکم و او انګريزانو نه غوښتل چې هغه ترې خفه شي.
په سپتمبر ۱۸۱۵ ميلادي کې شاه شجاع د يو هندو جامې پر غاړه کړې، د تشناب د خوسا اوبو د لارې بهر ووتلو او سيند کې يوې کښتۍ کې بلې غاړې ته په اسونو لوديانې ته ورسېدو.
په لوديانې کې د دوی درې کورونه په خپله وفا بيګم د استوګنې لپاره خوښ کړي و. په يو کې شاه زمان، په بل کې وفا بيګم او درېيم د شاه شجاع لپاره و. د شجاع په کور کی درې سوه ميټراوږد يو باغ و چې گل خانه يې لرله او باچا به په کې د شطرنج لوبه کوله.
کله چې شاه شجاع لوديانې کې ځای پر ځای شو نو انګريزانو د وفا بيګم پېسې يې بندې کړې او د ټول شاهي ټبر لپاره يې د کال ۵۰ زره روپۍ ورکولو فيصله وکړه. شاه شجاع په دې پېسو راضي و خو وفا بيګم د ملا شکور په لاس انګرېزانو نه د زياتو پېسو او د نورو امتيازاتو غوښتنليکونه وراستول. د وفا بيګم يوه غوښتنه دا وه چې د افغان شاهي ټبر د کورونو شا و خوا لارې دې نورو خلکو لپاره بندې کړې ځکه بهر چې څوک په فيل(هاتي) تېرېږي نو د دوی ستر ماتېږي.
د دوی د حرم ساتندوی يو افريقایي مسلمان خواجه سرا و چې خواجه مکه نومېدو. يوه ورځ په بڼ کی د ميلې پر وخت د حرم د مېرمنو د خېمې يوه پرده بادو والوزوله نو شاه شجاع ترې غوږونه پرېکړل. خواجه مکه په دې سزا د احتجاج په توگه خپل سرخريلی و چې پرې شوي غوږونه يې ټول خلک وويني. د ملا شکور ساکزي غوږونه هم پرېکړي و. د افغان باچا زيات ملازمان عېبي و، د چا غوږ پرې شوی او د چا پوزه نه وه. دا ټول د شاه شجاع د قهر او غضب قربانيان و.
کومو انګرېزانو او سيکانو چې د افغان شاهي حرم سره معاملې کولې، هغوی ټول وفا بيګم ته د زړورې او په سياست پوهې ښځې خطاب کوي. په ۱۸۳۹ م د اګست په مياشت کې کله چې شاه شجاع د کابل پر تخت کېناستو نو وفا بيګم هلته نه وه. دا په ۱۸۳۸ م کې لوديانې کې مړه او په سرهند د مجدد الف ثاني د مزار سره جوخت هغه احاطه کې يې خاورو ته وسپارله چې د شاهي ټبر نور غړي په کې خښ دي.
سر چېنې
۱. د کابل د سلطنت حالات. ماونټ سټورټ الفېنسټون ۱۸۱۵، بيا چاپ ۱۹۹۲.
۲. د يو باچا بېرته ستنيدل. ويليم ډارليمپل- بلومزبري لندن ۲۰۱۳ م.
۳. جوسايا اعظم. د هغه چا رښتونې کيسه چې باچا شوی وي. بن ميکنټاير. هارپر پيرېنيل. ۲۰۰۵ م.
۴. د شاه شجاع پټ تاريخ او په افغانستان کې د تاريخ ليکونکو په وړاندې د دې اغيز.
د شاه محمود حنيفي نلاين مقاله- ۱۴ مي ۲۰۱۲ م.

د خپريدو نيټه
نومبر ۲۰۱۴ م۲۲
صفيه حليم

One Response to وفا بېگم

  1. mohibullah
    18 August, 2015 at 7:48 AM

    Hello Dear sir!thnks alot for your information about every things i realy injoy it and i take alot of benefite from your information and your website
    thanks

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *