اروسي يا ورسۍ

aroosi
ورسۍ يا اورسۍ په پښتو کې د کړکۍ پخوانی دوديزه نوم دی. د دې د اصل نه څوک خبر نه دي او ممکن د “ور” نه اخيستل شوی وي.
د پېښور په زاړه ښار کې د پخوانيو کورونو هغه کړکۍ هم روسۍ نومېږي چې تختې يې يو بل د پاسه ښکته او پورته کېدی شي.د لرګي محراب ډوله فرېمونو په منځ کې د تختو د راښکلو لپاره ځای جوړ وي چې زيات وخت درې او په لويو کړکيو کې څلور وي. دا ټولې تختې د ننه لوري نه ډېر په اسانه راښکل کېدی شي. ټولې تختې د کړکۍ په بره سر کې جوړ يوې خانې کې يو بل سره جوخت ودروي چې د رالویدو خطر يې نه وي.
د هغه وخت د کورونو د جوړولو سيسټم دا و چې د يو لوی انګړ يا ميدان چاپېره به يې دالانونه جوړ کړل چې د زمکې نه درې يا څلورمېتره لوړ و. د دې مستطيل کوټې مخه به خلاصه وه چې هم دغه محرابي ورسۍ به په کې جوړېدې. هر سهار د تختو په بره راښکلو دا کړکۍ خلاصې شوې چې انګړ به ترې ليدی شو. د دالاني کوټې د پاسه ترچت به يې د لرګي دور و چې هغې کې قيمتي جامې او کالي ايښودل کېدل. د کور د مېرمنو مهم کار سحر دا تختي راښکل و او ماښام د دوډۍ نه وروستو به يې بندې کړې.
په ښاري ژبه کې کله کله دې ته يې بسته هم ويل. دا تختې به يې داسې يو بل پورې په هندسي حساب برابر کړې وې چې یخه هوا او باد ترې وتلی راوتلی نه شو. په ودونو او ښاديو کې به دا ټولې ورسۍ خلاصې وې او هر دالان کې ناستو ښځو به په انګړ کې د نڅاګرو ننداره کوله.
د پېښور چای خانو او قهوه خانو کې به هم دغه ورسۍ وې چې دننه ناستو کسانو به بهر په سړک هر څه لېدی شو. په دې ښار کې اوس لږ کورونه داسې پاتې دي چې ورسۍ ولري. چا د امنيت له کبله او نورو د کورونو د نوي کولو په هوس دا ښکلې لرګينې ورسۍ ليرې کړې او په ځای يې د اوسپنې او شيشې بدرنګه کړکۍ کېښودې.
د خپريدو نېټه
۳ دسمبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

2 Responses to اروسي يا ورسۍ

  1. 14 December, 2014 at 11:06 AM

    نه پوهېږم چې تاسو په کوم دليل (اروسی يا ورسی) پښتو بولۍ.
    ځکه چې اروسي پاړسي ده او د افغانستان ټول پاړسيوانان ورته اوس هم اروسي وايي. پښتانه هم ورته اروسۍ وايي.
    په پښتو کې ورته (کړکۍ) وايي يو شمېر چې (ړ) نه شي ويلی نو (کلکين) ورته وايي.
    در او ور دواړه پاړسي دی چې پښتو ته هم ترې راغلی او اوس دروازه شريکه ده چې هم يې پاړسي کاروي او هم پښتو.

    • admin
      15 December, 2014 at 5:46 PM

      مننه
      مضمون د اروسي د جوړښت په اړه و
      د کړکۍ او د اروسي په جوړښت کې توپير وي
      بله دا چې کړکۍ هم د هندي (کهړکي) نه پښتو ته کډه کړې ده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *