د بېستون ډبرليک

Behstune
د ايران په لويديځ کې د کرمانشاه ښارسره نږدې د بېستون په غردوه نيم زره کاله پخوانۍ ليکنه د پارس د تاريخ يوه مهمه نښه ګڼل کېږي.
په ۱۸۳۵ م کې د برتانیا د هند لویدیځې کمپنۍ يو پوځي افسر هنري رالينډ دا غر ولېدو او د هغې ژبې د لوستلو هوډ يې وکړو. دی د خويدونکو تيږواو دغونډۍ خطرناکه څوکې ته وختلو اود دې جاج يې واخيستو. دا ډبرليک د زمکې نه ۱۰۰ مېتر لوړ ۲۵ مېترپلن او ۱۵ مېتر اوږد دی.
هغه وخت داسې ډبر ليکونه په هند کې هم موندل کېده چې د لوستلو لپاره يې ورته يو سيسټم جوړ کړی و.
دوی يو ډول غوړ (مومي) کاغذ به په تيږې کيښودو او د ډبر ليک نقش به يې ورباندې واخيستو. بيا په دې نقش (قالب) به يې رنگ ووهلو. د تيږې نقش به په بل کاغذ نقل شو او څو کاپيانې به يې د لوستلو لپاره جوړې کړې.
رالينډ په ډېر زحمت د بېسيتون د تيږې نه هم دغسې نقش واخستو او هند ته يې يوړل. دا ليکدود “مېخي” نومېږي او ليکنه په دريو ژبو کې وه چې ايلامي، بابلي او لرغونې پارسي وې. په کلکتې کې ځينو ژب پوهانو د زردشتي کتابونو په مرسته په نهو کالو کې هغه ليکنې ولوستلې او دا متن ترې جوړ شو.
” دا ملکونه زما دي. د اهورا مزدا په مرسته زه د دوی پاچا يم. پارس، ايلام، بابل، اسيريا، عرب، مصر، د سمندر خلک، ليډيا، ايونيا، ميډيا، ارمينيا، کاپاډوسيا، پارتيا، درنجيانه اريا، خورازميه، باختريه، سغديانه، گندهارا، سيتهيا،ستاگدايا، اراکوزيا، اوماکا ټول دېروېشت ملکونه زما دي. د اهورا مزدا په ملاتړ دا زما ولس دی، دوی ما ته باج راوړی دی. زه چې هر څه دوی ته وايم، که ورځ وي او که شپه، دوی يې مني. زه داريوش يم، لوی باچا، د باچاهانو باچا، د پارس باچا، د ملکونو باچا، د هستاسپيس زوی، د ارساميس نمسی چې په خپل هخاميني و. داريوش باچا وايي، زما پلار هستاسپيس و، د هستاسپيس پلارارساميس، د ارساميس پلاراريارمنيس، د اريارمنيس پلار، تيسپيس، د تيسپيس پلار هخاميني و.
داريوش باچا وايي، مونږ ته ځکه هخاميني ويل کېږي چې ډېر پخوا راهيسې مونږ محترم وو. د ډېر پخوا راهيسې زمونږ ټبر کې باچاهان تېر شوي دي. داريوش باچا وايي، زمونږ په ټبر کې زما نه وړاندې اته باچاهان تېر شوي دي. زه نهم باچا يم چې پرله پسې مو باچاهي کړې ده.”
د دې ليکنو لپاره د غره دیارلس تيږې لکه د ستنو هوارې کړې شوې، د دې د پاسه يې په پنځو نورو لوړو ډبرو د باچا د قد هومره نقش جوړ شو چې باغي باچاهانو ورته سر ټيت کړی دی.
د داريوش د شجرې نه علاوه د کوروش او د دویم کمبوج باچا د مړينې نه وروستو چې څومره پېښې شوې وې هغه وليکل شوې. دا چې هغه په خپله په يو کال کې نولس جنګونه وکړل. ده په ټول پارس کې بغاوتونه ورک کړل او دا چې څو کسانو د باچاهۍ اخيستو لپاره بغاوتونه کړي وو.
د پارس د سلطنت بنسټ په ۵۵۰ ق-م کې کوروش (سايرس) کېښودو. ده د اکبتانه (همدان) او د اوسني شيراز شاو خوا سيمې يوځای کړې. په ۵۲۹ ق-م کې د کوروش د مړينې سره دا سلطنت توټې شو. د ده زوی کمبوج په ضد پاڅون وشو، چې دی يې ټپي پرېښود او دوه کاله د ده زوی داريوش په گرانه د لېرو پرتوسيمو نه باج راټولوو.
داريوش د باج د پيسو نه په طوس کې يو شانداره مانۍ جوړه کړه. د شيراز د ښار نه بهرهغه ودانۍ چې اوس “تخت جمشيد” نوميږي د ده په امر جوړېدل پېل شول.
داريوش په ۵۱۹ ق-م کې د بابل او ايکبتانه (همدان) ترمنځ د لوی شاهي لارې په سر د بېستون په غره د خپل سلطنت د ملکونو نومونه يې د کيندلو امر وکړو. خوهغه ۲۳ ملکونه چې دی يې د باچا کېدو دعوه کوي، ټول د ده په لاس کې نه و. د هغه وخت يو ملک د اوسنۍ زمانې د يو ښاراو کله کله د يو کلي هومره لوی و ځکه خلک لږ وو. د مصر، بابل يونان او د روم په شان تمدنونو په وړاندې پارس يو وروسته پاتې ملک و.
د ډبر ليک د پاسه د زردشت د باز نښه ده چې ښایي هغه وخت د پارس باچا د يونان او هند په مقابله کې دا نښه غوره کړه. په لرغوني اتن (اېتنز) کې د ډبرو مجسمې او ليکنې کېدې او په هند کې هم دا دود و.
داريوش باچا د بري په حال کې دی او مخې ته يې هغه نهه باچاهان ولاړ دي چې د ده پر ضد راپاڅېدلي او ده ووژل. ډبر ليک د زمکې نه دومره لوړ جوړ شو چې ښایي د عام ولس لپاره نه بلکه د خپلو اسطورو، لکه لمر او د اور لپاره يو نذر په توگه وليکل شو. د پښتو ځينو ليکوالانو د بېستون په متن کې د خپلې ژبې د موندلو هڅه کړې ده خو د يو څو تورو نه علاوه نور څه يې ورسره نه دي شريک.
داريوش په ۴۸۶ ق م کې مړ شو او د ده زوی خشعيار د پارس پر تخت کيناستو. د بېستون ډبر ليک د لرغونو ژبو، جغرافيې او د هخاميني باچاهانو نومونه په ګوته کوي چې يوه مهمه موندنه وه.

د ويبپاڼو نه
د خپريدو نېټه

۲۴ نومبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.