د اسلامي هیوادونو کنفرانس سازمان

OIC
د اسلامي هیوادونو نړیوال کنفرانس چې د نړۍ د ۵۷ اسلامي هېوادونو نه څخه جوړ دی د ۱۹۶۹ عیسوي کال د سپتمبر په پنځه ویشتمه نیټه جوړ شو.

Organization for Islamic Conference
(او-آي- سي)
د ملګرو ملتونو نه وروسته د نړۍ دویم ستر سازمان یادیږي. په بیت المقدس کې د اسرایلو له لورې د اقصی پر جومات د برید نه وروسته د مراکش په پلازمینه رباط کې د ۲۵ اسلامي هیوادونو له لورې اعلان شو.
د او- آی- سي د جوړېدو اصلي موخه د مسلمانانو د غږ اوچتول،داسلامي نړۍ د ګټو خوندي کول او په نړیواله کچه سولې ته کار کول بلل کیږي.

د دغه سازمان رسمي ژبې، عربي، انګلیسي او فرانسوي دي او اصلي مرکز یې د سعودي په جدي ښار کې دی. خو د نورو څانګو مرکزونه یې بیا په بېلا بېلو هېوادونو کې دي.
افغانستان د سازمان له جوړېد سره سم یې غړیتوب ترلاسه کړی خو په ۸۰ کلونو کې پر دغه هېواد د شوروي یرغل نه ورسته، او آی سي د افغانستان غړیتوب تر ۱۹۸۹ عیسوي کاله پورې وځنډوه. په ۹۰ کلونو کې د افغانستان څوکۍ بيا د مجاهدينو حکومت ته وسپارل شوه. دې سازمان په ۲۰۱۱ کال کې په کابل کې خپل دفتر بيا پرانیستو.

د اسلامي هیوادونو د سازمان جوړښت:
۱: اسلامي شورا، دا د سازمان د لوړې کچې اداره بلل کیږي، چې د غړو هیوادنو د حکومت له پاچاهانو او ولسمشرانو نه جوړه ده،چې په هرو دریو کلونو یو وار غونډه کوي.
دغه شورا پر تصمیم نیونې او د سازمان موخو ته د رسیدو په تړاوو خپلو کې سره خبرې کوي اود اسلامي امت په وړاندې پرتې ستونزې او خنډونه څیړي.
۲: د بهرنیو چارو وزیرانو شورا، دوی په کال کې یوه وار را ټولیږي او د غړو هیوادنو له لورې د سازمان د عمومي تګلارې د عملي کولو په تړاوو خبرې کوي.دوی د سازمان د اهدافو او عمومي پالیسۍ سره سم، د غړو هیوادونو د عامه ګټو د خوندې ساتنې او په وړاندې یې پرتو ستونزو ته د حل د لارو چارو د موندنې په موخه تصمیم نیسي. دغه راز د خپلې تیرې ناستې د پریکړو او تصمیمونو جاج هم اخلي،کومه پریکړه څومره عملي شوې او کومه نه ده شوې.
۳: جنرال سکرتریت، د سازمان اجرایوي څانګه ده او د پورتنیو څانګو د پریکړو د عملي کولو او تعقیبولو دنده لري.
تراوسه اسلامي شورا یوولس غوندې او د وزیرانو شورا اووه دیرش غونډې کړي چې د اسلامي شورا وروستۍ غونډه د ۲۰۰۸ کال د مارچ د میاشتې په ۱۳-۱۴ کې په ډاګار کې وه.
دغه سازمان خپلو موخو ته د رسیدو لپاره په نورو بیلا بیلو برخو کې هم کار کوی لکه اقتصادي،فرهنګي،حقوقي،ماليي،سپورټي،تخنيکي،علمي،مطبوعاتو،ټولنیزو چارو او داسې ګڼو نورو برخو کې.
د دغه سازمان په ۲۰۰۷ کال کې د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې د افغانستان غزني ولایت په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي نړۍ فرهنګي پلازمېنه اعلان کړه.

د سازمان عمومي منشیان:
۱: د مالیزیا تنکو عبدالرحمن له ۱۹۷۱ تر ۱۹۷۳ پورې
۲: د مصر حنس التوهامي له ۱۹۷۴ نه تر ۱۹۷۵ پورې
۳:د سینیګال ډاکټر عمادو کریم ګای له ۱۹۷۵ نه تر ۱۹۷۹ پورې
۴: د تونیس حبیب چاټی له ۱۹۷۹ نه تر ۱۹۸۴ پورې
۵: د پاکستان سید شریف الدین پيرزاده له ۱۹۸۵ نه تر ۱۹۸۸ پورې
۶: د نیژیر ډاکټر حمید الکابید له ۱۹۸۹ نه تر ۱۹۹۶ پورې
۷: د مراکش ډاکټر عزیدین لاراکي له ۱۹۹۷ نه تر ۲۰۰۰
۸: د مراکش ډاکټر عبدالوحید بیلکیزیز له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۰۴ کاله پورې
۹: د ترکېې پروفیسور ډاکټر اکمالدین احسان اوغلو له ۲۰۰۵ کاله تراوسه پورې(٢٠١١).

د او- آي – سي ځینې مهم اهداف:
– د سازمان د غړو هیوادونو ترمنځ د ورورولۍ او پیوستون ټینګول او ښه والی؛
– د غړو هیوادونود عامه ګټو خوندي کول او ساتل،د قانوني کړنو ملاتړ، د دوی په وړاندې د پرتو ستونزو له منځه وړل؛
– د بل خپلواکۍ ته درناوی،په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه او د غړو هیوادونو دځمکنۍ بشپړتیا او ازادۍ ته درناوی؛
– د سازمان د غړو هیوادونو د عامه ګټو د ساتلو په موخه، په نړیوال سیاسی،اقتصادي او ټولنیزو پریکړو کې د دوی د ونډې او برخې کلک ملاتړ؛
– د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو سره سم د خلکو د حقونو پر ساتلو ټینګار کول؛

دغو موخو ته د رسیدو لپاره د سازمان غړي باید په خپلو هیوادونو کې د لاندنیو اساساتو پر بنسټ فعالیت وکړي:
– غړي هیوادونه باید د ملګرو ملتونو د منشور هدف او اساساتو ته ژمن وي؛
– غړي هیوادونه د حقوقو او وجایبو له اړخه خپلواک،آزاد او برابر دي؛
– غړي هیوادونه باید خپل منځۍ ستونزې د سولییزو خبرو له لارې هوارې کړې او د یوبل په وړاندې له زور کارولو ډډه وکړي؛
– غړي هیوادونه د یوبل د ملي حاکمیت ته په درناوي ،خپلواکي د ځمکنۍ بشپړتیا ته په درناوي او د یوبل په کورنیو چارو کې په نه لاسوهنې ژمن دي؛
– غړي هیوادونه باید په ملي او نړیواله کچه د ښه حکومتوالۍ،ډیموکراسۍ،بشري حقونو،بنسټیزه ازادۍ او د قانون د حاکمیت ملاتړ وکړي او د پراختیا لپاره یې کار وکړي.

د جعفر هاند ليکنه
د خپريدو نېټه
۱۲ دسمبر ۲۰۱۴ م

3 Responses to د اسلامي هیوادونو کنفرانس سازمان

  1. عيد محمد ظاهري
    14 December, 2014 at 5:03 AM

    ډيره زياته مننه له داسي ملي احساس او سايت دا ډيره ښكلي سايت دي ډ مفيدا وجالب موضوعات كيدي

  2. میاالحق
    1 February, 2016 at 6:31 PM

    له معلوماتو نه مو یوه نړی مننه او د نودو معلوماتو په هیله

  3. Shadabullah
    20 December, 2018 at 1:56 PM

    په زړه پوری سایت لوړ معلومات

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *